صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د باميانودې مجسمو د ټينګښت په باب خبرې وشوې

د باميانودې مجسمو د ټينګښت په باب خبرې وشوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د باميانودې مجسمو د ټينګښت په باب خبرې وشوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري د چهار شنبې په ورځ له مسوولينو سره په کتنه کې د باميانو مجسمو د ټينګښت کار د بهير په باب خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميمولو رييس ديپلوم مهندس عبدالاحد عباسي او د لرغونپوهنې رييس نورآغا نوري هم حاضر و، د باميانو مجسمو د ټينګښت د برخې مسوول د باميانو  مجسمو د ټوټو او د دغو مجسمو د ټينګښت د کار په باب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته تصويري معلومات وړاندې کړل.دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د باميانو مجسمو د ټينګښت د برخې مسوول  د کارونو له امله قدرداني وکړه او د خپل کار په برخوکې يې د دوى په لا زياتې پاملرنې ټينګار وکړ.ټاکل شوې د باميانو مجسمو د ترميمولو د څرنګوالي په باب د يوشمېر کورنيو او بهرنيو لرغونپوهانو په ګډون د جاپان په توکيو ښارکې د روان ميلادي کال د سپټمبر له  ٢٥ مې نېټې څخه د اکټوبر تر دويمې نېټې پورې يوه غونډه جوړه شي .                    باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha