صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتلو لپاره د نانسي دوپري هڅې

د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتلو لپاره د نانسي دوپري هڅې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتلو لپاره د نانسي دوپري هڅې

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د هغې امريکايۍ مېرمن په ژوند او فعاليتونو ته پام اړولى چې څو لسيزې يې د افغانستان د تاريخي ميراثونو د خوندي کولو په برخه کې نه ستړي كېدونكى کار کړى او د يکشنبې په ورځ د ۸۹ کلنۍ په عمر مړه شوه.

نيويارک ټايمز ليکي:  نانسي دوپري چې ليکواله او تاريخ پوه وه په ۱۹۶۲ ميلادي کال افغانستان ته لاړه او څو لسيزې يې د دغه هېواد د لرغوني ميراثونو لپاره چې يو وخت تورې وريځې پرې غوړېدلې وې، ژوند وقف کړ. د نيويارک ټايمز په ليکنه دوپري چې د پښې جراحۍ او د زړه او سږو ناروغيو ډېره کمزورې کړې وه ، نه غوښتل چې د درملنې لپاره د امريکا متحدو ايالتونو ته لاړه شي، بلکې برعکس يې پرخپلې وروستۍ پروژې ډېر تمرکز کړى و. دوپري په زرګونه هغه عکسونه چې ځينې يې په مخکې کلونو کې د افغانستان مختلفو سيمو ته له خپل لرغون پوه خاوند لويس دوپري سره يوځاى د سفرپه مهال اخيستي وو، د چاپ لپاره برابرول. خاوند يې د افغانستان په لرغونو سيمو کې کيندنې کولې او هغې هم د لارښود کتابونه ليکل.

نيويارک ټايمز وړاندې ليکي: دوپري د افغانستان په اړه پنځه کتابونه او څه باندې سل رسالې او مقالې خپرې کړې دي. هغه څو لسيزې د افغانستان د تاريخي پېښو شاهده وه، خو ترټولو خطرناکه يې د طالبانو د واکمنۍ کلونه وو.  ورځپاڼې د افغانستان د ملي موزيم د پخواني رييس عمراخان مسعودي چې مېرمن دوپري يې ښه پېژندله او ۴۳ کلونه يې ورسره کارکړى، دده وينا راخيستې چې ويلي يې ، هغه کلونه ښه په ياد لري چې دوپري به کابل ته تلله. طالبانو پتيلې وه چې لرغونې مجسمې او نوراثار چې دوى د اسلام ضد بلل، له منځه يوسي، خو مېرمن دوپري د موزيم په ګالريو کې ۳۲ وسپنيزې دروازې ودرولې چې هغه لرغوني اثار خوندي کړي چې ترنن پورې پاتې دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha