صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د كتاب پېژندنه پښتو سفرنامې او د هغو ادبي _ فرهنګي ځانګړتياوې

د كتاب پېژندنه پښتو سفرنامې او د هغو ادبي _ فرهنګي ځانګړتياوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د كتاب پېژندنه پښتو سفرنامې او د هغو ادبي _ فرهنګي ځانګړتياوې

يونليك د بشر د اجتماعي ژوند په اوږدوكې ډېر زوړ تاريخ لري .او ويلاى شو، چې د بشر لومړنۍ ليكنې يونليكونه دي. يونليكونه دپخوانىو جوامعو د پېژندلو لپاره مهم او ارزښتناك اثار بلل كېږي.

لومړى دا چې يونليكونه د بېلابېلو ټولنو د ژوند او كرو وړو په  عيني ښودل او انځورول دي او دوهم دا چې په يون ليكونو كې ليكونكى چې هر چېرته ځي دهغه ځاى جغرافيا،تاريخ،دودونه او نورو ځانګړتياوو ته پاملرنه كوي او ټول لكه څنګه چى دي هسې يې،ثبتوي .

همدارنګه يونليكونه زاړه ليكل شوي آثار دي چې دهغو يه روښنايۍ كې د بشري تحولاتو بهير روښانه كېږي. په پښتو ژبه كې هم د نورو ژبو په څېر .ډېر مهم يونليكونه ليكل شوي دي چې دهغو مطالعه كول او ورته پاملرنه ، د ژوند پر ډېرو اړخونو رڼا اچوي د پښتو ژبې غښتلى ليكونكي ښاغلي سر محقق نور محمد سهيم په دې هكله ژور تحقيقات كړي دي. د ښاغلى سهيم تحقيقات په يوكتاب كې خپاره شوي  دى چې نوم يې دى ((پښتو سفرنامې او د هغو ادبي فرهنګي -ځانګړتياوې)) د كتاب محتويات چى دډېرو سترو شخصيتونو  لكه دپوهاند محمد رسول باوري ،سرمحقق عبدالله بختاني،اكادمسين عبدالشكور رشاد،سرمحقق دوكتور دوست محمد لودين ،او د سرمحقق نعمت الله اندړ په تقريِظونو  يې لا ښكلا اخيستې ده په څلورو فصلونو ويشل شوي دي.لومړى فصل د يون ليكونو په هكله د څېړنې پس منظر دى. په دې برخه كې د سفر نامې او داستان بېلتون ،دسفرنامې او داستان ادبي ارزښتونه او د سفرنامې په باب په تر سره شويو كارونو بحث شوى دى.

په دويم فصل كې دسفرنامې د ژورنالستيكي ژانرونو په باب ځينې مقايسې راغلي دي. په دې برخه كې دا لاندې عنوانونه راغلي دي.

د سفرنامې او داستان ترمنځ توپيرونه

د سفرنامې ادبي او ژورنالستيك ژانرونه

د سفرنامې  او راپورتاژ ترمنځ توپيرونه

د سفرنامې او اوچرك
ترمنځ توپېرونه

څلورم فصل د داستاني ځانګړتياوو په هنداره كې سفر ناموته وقف شوى دى.ددغه كتاب په پاى كې نتيجه، وړانديزونه او ماخذونه راغلي دي. ددغه كتاب لوستل د مطالعې ټولومينه والو ته ضروري دي. مورخان ،جغرافياليكونكي ،ټولنپوهان،سوسيولوجيستان او ژورنالېستان كولاى شي ددى كتاب له شتمنو موادو څخه ګټه واخلي .

دغه كتاب ۲۷۸مخونه لري او دبيهقي كتاب خپرولو موسسې له خوا چاپ شوى دى

په دې هكله بايد د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه هم
مننه وكړو چې داسې يو مهم كتاب يې چاپ كړى دى .

ش_ سرشك

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha