صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | په اقتصادي او فرهنګي برخو كې د افغانستان او چين د اړيکو په لاپراختيا ټينګار شو

په اقتصادي او فرهنګي برخو كې د افغانستان او چين د اړيکو په لاپراختيا ټينګار شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په اقتصادي او فرهنګي برخو كې د افغانستان او چين د اړيکو په لاپراختيا ټينګار شو

په کابل کې د چين سفير ياو جينګ او د چين د ټولنيزو علومو له اکاډمۍ څخه د آسيا د جنوب د مطالعاتو د مرکز رييس يوهيلين په مشرۍ د چينايي څېړونکو د يو هيئت په ملګرتيا د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د جمهور رييس له دويم مرستيال قانونپوه سروردانش سره وکتل .

په دې کتنه کې د چيني هيئت او د افغانستان د جمهور رييس د مرستيال له خوا په اکاډميکي او علمي او دغه راز په اقتصادي او تجارتي برخوکې دافغانستان او چين د اړيکو په باب خبرې وشوې.د جمهور رييس مرستيال د چين او افغانستان د فرهنګي پيوند په اړوند وويل: د افغانستان او  چين تېرتاريخ او فرهنګ له يوبل سره نږدې دي او همدا اوس د چينايي ژبې په څانګه کې کابو ٢٧٠ تنه افغاني فارغان لرو او څه ناڅه ٤٠٠ افغاني محصلان په چين کې په زده کړې بوخت دي .د جمهور رييس مرستيال د دواړو هېوادونو د فرهنګي او علمي اړيکو د پراختيا د اړتيا په بيانولو سره زياته کړه : په کابل  پوهنتون سربېره د افغانستان د مهمو ولايتونو په نورو فعالو پوهنتونونو کې به  هم د چينايي ژبې او ادبياتو  لپاره زمينه برابره شي .د جمهور رييس مرستيال دغه راز په تخنيکي څانګوکې زده کړه دافغانستان لپاره نورې مهمې اړتياوې وبللې او په دې برخه کې يې د چين حکومت  همکاري مهمه وبلله.قانونپوه سرور دانش د يوه کمربند او يوې لارې طرحه چې د  چين حکومت د مشرتابه له خوا برابره شوې ده، هم د سيمې او نړۍ په کچه  يوه ډېره مهمه طرحه وبلله او ويي ويل:   دغه طرحه به د نړۍ د څو وچو ترمنځ د ګډو او هر اړخيزو همکاريو زمينه برابره کړي.ده وويل: د پنځو آسيايي هېوادونو د روسيې د پټلۍ د شبکې د پراختيا طرحه په  همدې لاره کې ده او افغانستان، تاجکستان، ايران  او قرغرستان هڅه او هاند  کوي چې دغه طرحه د نظر وړ عملي پرمختګونه ولري .ده زياته کړه : افغانستان او ايران ترمنځ دغه کرښه به په راتلوونکو مياشتوکې ونښلول شي.د جمهور رييس مرستيال د چين او افغانستان ترمنځ د واخان ترانزيټي لارې ته د چين حکومت د ځانګړي پاملرنې غوښتنه وکړه او ويې ويل: دغه لاره کولاى شي کم جغرافيايي مساحت او دغه راز ګډ فرهنګ ته په پاملرنې سره، د افغانستان او چين  ترمنځ د اړيکو ښه زمېنه برابره کړي.ده د کانونو او ډبرو سکرو د را ايستلو او د انرژۍ د توليد په برخوکې د سترو اقتصادي پروژو د تطبيق لپاره د چينايي پانګه والو او شرکتونو د شتون په خاطر، افغانستان مناسب ځاى وباله او ويې ويل: دافغانستان حکومت په دې باب دچينايي شرکتونو له پانګونې سره علاقمندي لري.د چينايي څېړونکو د هيئت رييس هم وويل: په افغانستان کې د خپلې استوګنې په موده کې يې د فرهنګي او اقتصادي همکاريو زمېنې او د چينايي شرکتونو پانګونې مطالعه کړې دي او په دې برخه کې به خپل پروګرامونه د چين له حکومت سره په همغږۍ کې تعقيب کړي.د چين د ټولنيزو علومو له اکاډمۍ څخه د آسيا د جنوب د مطالعاتو د مرکز رييس ښاغلي يوهيلين وويل: موږ د چين او افغانستان ترمنځ  د زياتو او اغيزمنو اړيکو غوښتنه کوو.په کابل کې د چين سفير ياوجينګ هم د افغانستان د جمهور رييس د دويم مرستيال د هغه سفر له امله چې تېره مياشت چين ته وشو،  مننه وکړه او ويې ويل : د چين حکومت دغه سفر د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا لپاره مهم او اغيزمن بللى دى او د هراړخيزې پياوړتيا غوښتنه کوي.               باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha