صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د نجونو د انځورګرۍ د آثارو نندارتون پرانيستل شو

د نجونو د انځورګرۍ د آثارو نندارتون پرانيستل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د نجونو د انځورګرۍ د آثارو نندارتون پرانيستل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معيينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د چهارشبې په ورځ د نجونو د انځورګرۍ هغه نندارتون پرانيست چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ٩٨ يمې کاليزې په درناوي جوړ شو.

 دغه نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنرستان رياست د غلام محمد ميمنګي د روزنيز آمريت له خوا د ملي نګارستان او د اميد د سولې بڼ په همکارۍ په کابل کې جوړ شو.د دغه نندارتون د پرانيستلو په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  مالي، اداري او ګرځندوى معيينې د دې ترڅنګ چې د هنرمندو نجونو د هنري کار قدرداني وکړه او څرګنده يې کړه چې د هېواد هرمندو نجونو د ستونزو او ناخوالو له شتون او محدودو امکاناتو سره بيا هلې ځلې کړې دي او د خپلو هنري ځواکمنيو ځينې برخې يې نندارې ته وړاندې کړې دي او هيله يې وکړه چې د هېواد هنرمندې نجونې به وکولاى شي په راتلوونکې کې د سيمې په کچه هم نندارتونونه جوړ کړي.دې په اوسنيو شرايطوکې د هېواد د هنر او هنرمندانو حالت ته اشاره وکړه او ويې ويل:   د جګړې سيورى د دې سبب شوى ، چې فرهنګ او هنر ته کمه پاملرنه وشي .پوهنيارې مصطفوي د هېواد له هنر او هنرمندانو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ د  څرګندولو په ترڅ کې له رسنيو څخه هم وغوښتل چې په خپلو خبرونوکې دې هنري او فرهنګي پروګرامونو ته زياته پاملرنه وکړي.دغه راز د هنرستان رياست د غلام محمد ميمنګي د روزنيز مرکز آمر سيدمحمد صابر هاشمي خبرې وکړې او ويې ويل :  په دې نندارتون کې د غلام محمد ميمنګي د روزنيز مرکز د کابو دېرشو تنو نجونو د انځورګرۍ، ګرافيک، خطاطۍ، ميناتورۍ، لاسي صنايعو  ٧٠ آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.د دغو مراسمو په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستاين ليکونه د چارواکو له خوا مستحقو نجونو ته ورکړل شول.                      باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha