صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د دارالمان ماڼۍ د تاريخي برم ساتنه د پاملرنې وړ ده

د دارالمان ماڼۍ د تاريخي برم ساتنه د پاملرنې وړ ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د دارالمان ماڼۍ د تاريخي برم ساتنه د پاملرنې وړ ده

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د چهارشنبې په ورځ د دارالامان ماڼۍ دبيا جوړولو دکار بهير وکوت .

ددارالامان ماڼۍ دشاه امان الله غازي په زمانه کې  جوړه شوې ده  دتاريخ په اوږدوکې  دناوړو پېښو  ډګر دى .  دغه ماڼۍ څو ځلې  په پېښو کې ويجاړه او اور يې اخيستى دى .  په وروستيو کلونوکې  دغه ماڼۍ  په کورنيو جګړو کې په بشپړه توګه  ويجاړه شوه .   دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د ښار او کور جوړولو وزارت ته  لارښوونه وکړه چې دغه ماڼۍ  بيا  جوړه کړي چې ددغې ماڼۍ دبيا جوړلوکار  پيل شوې دي .  داطلاعاتو او  فرهنګ وزارت سرپرستې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  او د  دغه وزارت  دبودجې او ګرځندوى د چارو ستر سلاکار سيد رضا حسيني ددغې تاريخي او دشاه امان الله خان ديادګار دماڼۍ د بيا جوړولو دکار بهير وکوت . دښار او کور جوړولو وزارت سلاکار او ددارالامان ماڼۍ دبيا جوړولو دپروژې آمر  ډاکتر سيد رضا حسيني خبرې وکړې او وي ويل : دماڼۍ دبيا جوړولو دپروژې  لومړى او دويم پړاو بشپړ شوى دى  او هغه څه چې ددارالامان ماڼۍ دبيا جوړولو دپروژې په تطبيق کې مهم دي دهغې  دتاريخي اصالت  ساتنه ده .             باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha