صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د لرغونپوهنې په برخه کې د نړيوال بانک د همکاريو قدرداني وشوه

د لرغونپوهنې په برخه کې د نړيوال بانک د همکاريو قدرداني وشوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د لرغونپوهنې په برخه کې د نړيوال بانک د همکاريو  قدرداني وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري د افغانستان د پرمختيا لپاره د کيندنې له پروژې څخه د ملاتړ په برخه کې د نړيوال بانک د همکاريو له امله قدرداني وکړه .

د باختر آژانس دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې پرون د افغانستان د پرمختيا لپاره د کيندنو د پروژې   د تطبيق او لګښت له بهير څخه د رپوټ د وړاندې کولو په مقصد په کابل کې د نړيوال بانک د دفتر له خوا جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دې ترڅنګ چې د دغې پروژې د تطبيق په برخه کې د نړيوال بانک د همکاريو او ملاتړ له امله قدرداني وکړه، د اطلاعاتو او فرهنګ  له وزارت په تېره بيا  د لرغونپوهنې په برخه کې يې د دغه بنسټ په زياتو همکاريو ټينګار وکړ.دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رييس نورآغا نوري (د افغانستان د پرمختيا لپاره د کيندنو د پروژې) د تطبيق او لګښت په باب رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې دغه رياست د دغې پروژې   د مديريتي پلان په باب د کار په حال کې دى چې تر اوسه پورې په سلوکې اوويا يې  بشپړ شوى دى. ده زياته کړه: د افغانستان د پرمختيا لپاره د کيندنو په پروژه کې کيندنې،  د لرغونو ساحو بيا احياکول، د تاريخي آثارو ترميمول او د هېواد د لرغونپوهانو د ظرفيتونو لوړول شامل دي.دغه راز په کابل کې د نړيوال بانک استازي مايکل استنلي د لرغونپوهنې په برخه کې ددغه بانک دهمکاريو په باب معلومات ورکړل او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يې د دغه بنسټ د ملاتړ او همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha