په فرهنګي برخه کې د همکارۍ هوكړه لاسليک شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري پرون د فيروزکوه موسسې له رييس سره د هنرونو په برخه کې د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په مراسموکې په داسې حال کې چې د فرهنګ او هنر معيينيت سلاکار هادي رحمان هادي، د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميمولو رييس ديپلوم مهندس عبدالاحد عباسي او د فيروز کوه موسسې يوشمېر مسوولين هم حاضر وو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د دغه تفاهم ليک له مخې د فيروزکوه موسسه په بېلابېلو هنري برخو په تېره بيا لاسي صنايعو او صنعتي معمارۍ او دغه راز د روزنيزو پروګرامونو په برخوکې له دغه وزارت سره همکاري کوي . دغه راز د دغومراسمو په بهيرکې د ميراثي فرهنګونو په سازمان کې د ثبت په خاطر د يوشمېر آثارو او تاريخي آبداتو د پېژندنې او معرفي کولو، د هېواد لرغونپوهانو ته د روزنيزو پروګرامونو د جوړولو او د فرهنګي همکاريو په تېره بيا د معتبرو نړيوالو رسنيو او خپرونو له لارې د هېواد د برياليتوبونو د منعکس کولو په باب هم خبرې اترې وشوې . د فيروز کوه موسسې مسوولينو ډاډ ورکړ چې د افغانستان د فرهنګي او هنري برخو د ودې او د دغه هېواد د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او ملاتړ په خاطر له هېڅ راز همکارۍ او هلوځلو څخه ډډه نه کوي.