صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د هېواد د روانو حالاتو په اړه (( ملي کرښه )) کتاب

د هېواد د روانو حالاتو په اړه (( ملي کرښه )) کتاب

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د هېواد د روانو حالاتو په اړه (( ملي کرښه )) کتاب

له نامه يې څرګنده ده چې (ملي کرښه ) به د يوه داسې کتاب نوم وي چې د هېواد له څلوېښت کلنې غمېزې سره يې ژوره ګنډه خوړلې وي او په پاڼو کې به يې هغه خوږې ترخې سجل وي کوم چې افغانان په دې وروستيو کلونو کې د خپلو او پرديو له خوا ورسره مخ شوي دي ، په تکرار سره وايو چې ددغه کتاب د متن مواد د افغان ملت د ملي ژغورنې او نجات لپاره هغه شفا بښونکې نخسه ده چې که موږ دخپل ملي ژوند ټولنيزې سياسي اقتصادي او فرهنګي چارې په دې کرښه روانې کړې، نو له شک پرته به دخپل هېواد د سياسي برخليک بيړۍ د سياسي حالاتو له دې توپاني سمندر څخه د نجات ساحل ته را وباسو .

    ملي کرښه کتاب په حقيقت کې د هېواد د تکړه ليکوال او سياست وال حبيب الله رفيع  د يو لړ ملي او علمي مقالو مجموعه ده چې په ډېره ځېرکۍ يې د هېواد په روانو مسايلو قلم خوځولي او څرخولى دى په دغو مقالو کې پر ملي مسئوليتونو،  ملي مسايلو،  ملي هويت ، ملي زړه سوي ، ملي اړتيا ، ملي تګلارې ، ملي سرود ، د خلکو په وړاندې مسئوليت ، متوازن انکشاف ، طبيعي شتمني ، ملي لورينه ، ملي محاکمه ، قانوني چلند ، افغان خپلواکي ، ملي خپلواکي او ملي هدفونه ، ملي مشر توب ، ملي حکومت ، ملي روزنه ، اساسي قانون ، ملي تجربه ، ملي ترمينالوژي ، د قومي کولو سياست ،  د ملي آزموينې ورځ ،  لوړه ، د حاکميت دوام ، ملي دنده  ، توريد که توليد ؟ ، د افغانستان معدنونه ، پښتوملي ژبه، ملي ژبه رسمي ژبه ، مورنۍ ژبه درسنۍ ژبه ، ملي کلتور ته متوجه زيانونه ، کلتوري يرغل ، کلتوري لوټمار ، زموږ اوبه زموږ آبرو ، معدني اوبه رو غتيايې اوبه ، ملي اداره ، ملي سرشمېرنه ، له ملي کلمې نه ناوړه ګټه اخيستل ، د مسئوليت کمربند ، ملي مصئونيت ، ستر ملي مصلحت ، ملي ګټې ، د سرطان ۲۶مه نېټه ، ملي مشارکت ، انتخابات او اندېښنې ، د ژمنو توپان د ولسمشرۍ کانديدان ، ملي اراده پلې شوه ، د جرګې پيژند ګلوي ، د شورا د ملي ارادې مظهر ، د پارلمان پردندو سربېره د سلو په شاوخوا کې هغه تحقيقي او علمي مقالې چاپ شوې چې هره يوه يې د هېواد د نجات لپاره له خپل ځان سره په زړه پورې طرحې او وړانديزونه لري .په دغو مقالو کې حبيب الله رفيع زيار اېستلي،  چې خلک او ولسونه ورورۍ  برابرۍ  او ملي زغم ته را وبولي اويو د بل په خوا پورې د تېرو اوږدو جګړو د پای ته رسولو لپاره د سولې د هڅو په رڼا کې ديوې متوازنې او انکشافي  ادارې د را منځ ته کولو لپاره په اتحاد او اتفاق لاس په کار شي او په دې توګه ملت د حکومت او حکومت د عام ولس پر وړاندې د ملي مسئوليت احساس ولري او له يو بل سره په پوره همکارۍ د خواخوږي اوصميميت  په فضا کې خپلې ورځنۍ چارې سمبالې کړي .

موږ د پورتنيو مقالو له متن څخه  د ملي هويت  له مقالې څخه کټ مټ يو څو کرښې را اخيستې دي چې ستاسې پام يې لو ستلو ته را اړوو .ملتونه او هېوادونه د(ظرف او مظروف) په توګه د خپل تشکيل له لومړيو پوړيو نه د ((تشخص )) (( ځانګړنو ))  او هويت لاره نيسي او ددولتونو په کورنۍ کې خپل ځانګړې اجتماعي او سياسي شخصيت تر لاسه کوي له هرڅه وړاندې د ملت تشکيل په يوه ځانګړې خاوره کې کېږي او د ملي تشکيل لومړی شرط دادي ، چې ددې خاورې اوسېدونکي به په ارادي توګه ځان له دې جغرافيايې محدودې سره تړلي بولي او د هغې د ساتنې او پالنې لپاره به د سرښندنې تر پولې ولاړ وي .تاريخ هغه زماني ظرف دي چې ددې ملت کړو وړو راشو درشو او راکړو ورکړو ته اخلاقي اجتماعي او اقتصادي ځانګړتياوې ورکوي او ملي هويت يې تثبيتوي ، افغانستان يو لرغوني هېواد دي چې د زرګونو کلونو په اوږدو کې يې تشکل کړي يو ملت په کې جوړ شوي ځانګړنې يې موندلې او يو ملي هويت يې تر لاسه کړې .په هر صورت دغه کتاب ډېرې نورې خوږې او علمي مقالې هم لري چې هره يوه يې ځانګړى باب اوپند  دى چې د ټولو  بېلګو را وړل دلته نا ممکن دي .ملي کرښه په ۳۱۸ مخونو کې په ښکلي صحافت سپين کاغذ او مجلده وقايه د ۱۰۰۰ټوکونو په تېراژ د ښاغلي حبيب الله رفيع له خوا ليکل شوى ، محمد نبي تدبير يې اهتمام په غاړه درلودلى او د امان کتاب خپرولو موسسې له خوا په ۱۳۹۶ کال چاپ شوى دى ، ددغه ګټورکتاب دلوستلو سپارښتنه  ټولو ادب دوستانو ته كوم. 

حيات الله حليم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha