صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د (( بغاوت مديريت)) د افغان غمېزې د پای ته رسولو لپاره د مشورو ټولګه

د (( بغاوت مديريت)) د افغان غمېزې د پای ته رسولو لپاره د مشورو ټولګه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د (( بغاوت مديريت)) د افغان غمېزې د پای ته رسولو لپاره د مشورو ټولګه

دا هغه کتاب دي چې د ۱۳۹۶ کال په لومړيو مياشتو کې له چاپه راووت. د کتاب د لوستلو پر وخت مې داسې ګڼله، چې د پوځي چارو داسې يو شنونکى معلومات راکوي، چې بشپړ ډول پر موضوع برلاسى او لوبغاړى دى.کتاب د خورا مهمې موضوع «د بغاوت مديريت» په اړه ليکل شوى دى. بغاوت د بشري ټولنې همزولى او د تاريخ په اوږدو کې په بېلابېلو بڼو څرګند شوى دى.

 هماغسې، چې بغاوت کورنۍ او بهرنۍ انګېزې لري؛ دا هم روښانه کوي، چې استخبارات ډېر ژر د خپلو موخو د ترلاسه کولو له‌پاره عمل کوي او له‌دې ښکارندې ګټنه کوي، چې کرکه له جګړې سره يوځاي شي.د دغه کتاب د لوستلو پر مهال دا روښانېږي، چې اوس‌مهال دولتونه مخامخ جګړې نه‌کوي او د خپلو موخو له‌پاره له ترهګرو او باغي ډلو کار اخلي. دا خبره په کتاب کې د بهرنيو استخباراتي ډلو کار ګڼل شوى دى. د کتاب ليکوال په افغانستان کې د روانې ناروا او بدمرغې جګړې روښانه انځور کښلى او دا يې جوته کړې، چې افغانستان بهرنيو استخباراتي ادارو د خپلې نيابتي او هر اړخيزې جګړې له‌پاره مناسبه جغرافيه ګڼلې ده.د بغاوت مديريت کتاب ښودلې، چې په کور دننه وګړيو څه ډول پاڅون يا بغاوت ته لاره جوړه‌کړې او دغه راز، له ۲۰۰۱ کال راهيسې د افغانستان روانه جګړه د حل پر ځاي څرنګه او ولې پراخه شوه. له دې سره هم‌مهاله دا هم بابيزه شوې‌ده، چې د ستونزې اصلي غوټه، چېرې وه، دغه. کتاب دا هم راښيي، چې په افغانستان کې د سيمې د استخباراتو په مرسته بغاوتونه لمسېږي، پراخېږي او په لويه کچه ملاتړي لري.کتاب ډېر داسې موضوعات راټول کړي، چې موږ ورسره هره ورځ تکراراً مخېږو او کله چې د سترګو ليدلي حالات دلته لولو؛ سملاسي خپلې تجربې او ليدلي حالات راتداعي کېږي.په‌دغه کتاب کې د وروستيو لسيزو ځېنو هغو مسئلو ته ځغلنده کتنه شوې، چې افغانستان يې ناامنه کړي. د بېلګې په توګه، د پاکستان له‌خوا د طالبانو تمويلول، د طالبانو او داعش وسله‌والو د ځپلو په اړه ناغېړي او د هغوي د راڅرګندېدلو جدي نه ګڼل او دغه کتاب يوه ښه زاويه پرانيسته او ښه تشه يې دا راپه ګوته کړه، چې د ملي دفاع وزارت، د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت د لوى رياست افسرانو او سرتېرو ته د روانې جګړې او بغاوت ضد په اړه د پوځي کارپوهانو تر څارنې لاندې تعليم‌نامې او کتابونه وليکل شي.دغه راز،  د يادو توکو په ليکلو کې د ټولو هغو افسرانو له تجربو استفاده وشي، چې په پوځي عملياتو او دندو کې ښه لاس لري.(( د بغاوت مديريت))  وړانديز کوي، چې په افغانستان کې د روان بغاوت د پای ته رسولو له‌پاره بايد د باغي ډلو کورنۍ او بهرنۍ ريښې وچې شي، د بغاوت شنډولو په عملياتو کې له سياسي، پوځي لارو ـ چارو يو ځاي کار واخيستل شي.کتاب وايي: افغان حکومت بايد د ملي امنيت دلوى رياست په تشکيل کې داسې ډلې جوړې کړي، چې دغه باغيان په کور، کليو، بانډو، غرونو او رغونو کې د هغوی په جامو کې تر خپلو ځالو پورې تعقيب کړې او په وړاندې يې کرار ـ کرار جګړه وکړي.ښه ده، چې کتاب مطالعه شي او تر څنګ يې پوځي ـ سياسي چارواکي خپلې تجربې وليکي او د رواني جګړې په مديريت کې د يو مسلکي مضمون په توګه په حربي ښوونځيو او په نظامي اکاډميکو مرکزونو کې تدريس شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha