صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | جاوېد خشنود له ماشومتوبه له موسيقۍ سره مينه درلوده

جاوېد خشنود له ماشومتوبه له موسيقۍ سره مينه درلوده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جاوېد خشنود له ماشومتوبه له موسيقۍ سره مينه درلوده

افغان سندرغاړى جاوېد خشنود په ۱۳۵۲لمريز کال په کابل کې زېږېدلى دى. هغه وايي : د کابل د زاړه ښار اصلي اوسېدونکی دی او په ۱۳۷۱لمريز کال له انصاري ليسې څخه فارغ شوی دی، خو په کابل کې د جګړو له کبله لوړې زده کړې ترې پاتې شوې.

خشنود په ۱۳۷۳لمريز کال د کډوالو چارو په وزارت کې مامور شو او له څو مياشتو کار وروسته يې  د حامد کرزي د واکمنۍ تر راتګ پورې د کور جوړولو په اداره کې د اداري مدير په توګه کار وکړ.

خشنود وايي : له ماشومتوبه يې له موسيقۍ سره مينه لرله ، ځکه چې مشر ورور يې رفيق خشنود هم سندرغاړى و او دوی به په کور کې د موسيقۍ ډول ډول آلې لرلې او کله کله به يې له خپل ورور سره د سندرو په محفلونو کې هم برخه اخيسته: ((موږ به په کور کې هر وخت موسيقي غږوله. د ښوونځي په کنسرتونو کې به مو برخه اخيسته.)) خشنود وايي، چې جاز او ګيتار يې زده دي: ((يوه محفل ته تللي وو، زما لومړی ځل و چې يوه محفل ته ځم، هوټل ته جاز واله ناوخته شو، ټول حيران و چې پروګرام به څه ډول مخکې وړي، هغه وخت مبايلونه هم د اوس په څېر پرېمانه نه وو، ورغلم جاز مې پيل کړ، څو چې اصلي کس راتلو مجلس مې ښه ګرم کړى و، سندرې مې هم ورسره ويلې.))

خشنود وايي:  چې خپلې يوې تصوفي سندرې ډېر مشهور کړ: ((همه روز روزه بودن، همه شب نماز کردن، همه ساله حج نمودند سفر حجاز کردن)) چې د دې سندرې کمپوز او موسيقي يې هم خپله جوړه کړې وه او په دې تصوفي سندرې پسې يې له تاجکي سندرغاړې سره يوه پخوانۍ سندره ((دل شده مايلت اى يار، تو بګو چتو کنم)) په نوي طرز سره وايي چې ډېر مينه وال پيداکوي او ډېره خوله په خوله کېږي.خشنود تر اوسه ۴۰غږيزې او ۱۵تصويري سندرې لري، په پښتو او دری ژبو سندرې وايي هغه د استاد ايوب سندره چې وايي:  ((لېونۍ مينې کړم اشنا له بيابانه سره، پرېږده چې ګرځم لېونۍ په غرونو)) په خورا ښکلي ډول ويلې ده.

خشنود وايي: چې د خپلو سندرو لپاره ښه شعر ټاکي او په کمپوز کې هم تر ډېره خپل مشر ورور رفيق خشنود  ورسره مرسته کوي. خشنود هنري سفرونه هم لري، هغه په ۲۰۰۸ميلادي کال د ازبکستان سمرقند ته د يو کنسرت لپاره سفر کړى دى او هلته يې درېيم مقام خپل کړى دى. جاوېد خشنود د يو نيم کال لپاره د اريانا ټلوېزيون د موسيقۍ څانګې مسوول و چې د مازيګر له څلورو بيا د شپې تر لسو بجو به يې کار ورسره کاوه: ((يونيم کال مې کار ورسره وکړ، هلته مې دوه سندرې جوړې کړې، تصوفي سندره همه روز روزه بودن، همه شب نماز کردن، سفر .. او يوه بله مې له نذير خارا سره يو ځاى ويلې ده.))

خشنود وايي:  چې د موسيقۍ په برخه کې يې زده کړې نه دي کړې، ګيتار، ارمونيه، طبله او جاز يې هم خپله پرته له کوم استاده زده کړي دي. هغه د سندرو تر څنګ ښه پخلى کوي، موټر چلوي او اوس د اطلاعات او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د ملي راډيو ټلويزيون د موسيقۍ د توليد په آمريت کې کار کوي.

خشنود واده کړى، درې لوڼې او يو زوى لري: ((له ژونده راضي يم. ډېري سندرغاړي چې کلېپ جوړوي، کور کې ستونزې ورته جوړېږي، خو زما بيا دا ستونزه نشته، له هرې نجلۍ سره چې سندره ووايم او يا هم کلېپ ورسره ولرم. مېرمن مې نور هم هڅوي او زما کارونه ستايي.))خشنود په نږدې راتلونکي کې خپلو مينه والو ته له سندرغاړي بريالي ولي سره يوه ګډه سندره چې پښتو او دری ده وړاندې کوي چې پښتو شعر يې د مصطفى سالک او دری يې هم د قاسم بهروز دي.                حبيب وقار

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha