صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | هرات (۷۰۰) تاريخي آثار،خو درې لارښوونکي لري

هرات (۷۰۰) تاريخي آثار،خو درې لارښوونکي لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هرات  (۷۰۰) تاريخي آثار،خو درې لارښوونکي لري

په هرات کې چې د لرغونو او په زړه پورې تاريخي ځايونو کور دى، د سيلانيانو د لارښوونکو روزل په کې پيل شوي دي.چارواکي هيله‌من دي چې د امنيتي حالاتو په ښه کېدو به پر هرات بيا سيلانيان ورمات شي، نو ځکه دوى بايد له مخکې ورته چمتو و اوسي.

د هرات سيمه ييز چارواکي وايي: اوس په ټول ولايت کې د ګرځندويانو د لارښوونې لپاره په دولتي تشکيل کې يوازې درې کارکوونکي لري.دا درې لارښوونکي د هرات د اختيارالدين په لرغونې کلا کې دنده ترسره کوي.دا کلا چې په ورځ کې شاوخوا څلوېښت کورني او په مياشت کې تر شلو بهرني سيلانيان يې ليدو ته راځي د هرات تر ټولو ستره لرغونې ودانۍ ده.د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوى د څانګې مشر وحيد سلطاني د پاتې سلګونو نورو لرغونو سيمو او ودانيو په اړه اندېښمن دي: ((موږ په خپل تشکيل کې ځانګړي درې تنه د ګرځندويانو د لارښوونکو په توګه لرو ، چې هغه هم يوازې په اختيارالدين کلا کي دنده لري او موږ يي کله کله په نورو سيمو کي هم په کار ګومارو، خو هره مهمه ودانۍ يي بايد ولري. مثلاً د لرغونو منارو سيمه، د ګازرګاه سيمه او ډېري نورې مهمې سيمې لارښوونکو ته اړتيا لري. ))  دا تشه به په آسانۍ ډکه نه شي، خو دې هدف ته د رسېدو لپاره چارواکو له بهرنيو موسسو هم د مرستو غوښتنه کړې. مخکې يې په ۲۵ ښوونځيو کې په سلګونو زده کوونکو ته په دې اړه لومړني معلومات په کارځايونو کې ورکړي او اوس غواړي شپږ مياشتني کورسونه جوړ کړي.د يادې موسسې د کلتوري څانګې مشره (الهه فروتن) وايي: دا به دوى ته د راتلونکې لپاره د کار موندلو وړتيا ورکړي: (( دا به وخت غواړي ، خو ګرځندوى داسې صنعت دى چې ډېر عوايد خلکو ته ور په برخه کولاى شي. که څوک وغواړي چي دا صنعت زده کړي او د ګرځندويانو د لارښوونکو په توګه وروزل شي، دوى به له دولتي چوکاټه بهر ټولنې جوړې کړي، ګرځندويان به جذب او پرېمانه پيسې به ترلاسه کړي.))  په دې پروګرامونو کي له هيلپ موسسې سره د افغانستان د تلپاتې پراختيا موسسه هم همکاري کوي. د نوموړې موسسې مشره (الهه بنايي) وايي: په ښوونځيو کې په دې برخه کې ترسره شوي ښوونيز پروګرامونه ډېر موثر و: (( هغو زده کوونکو چې په دې اړه يې په ښوونيزو کارځايونو کې ګډون کړي و، ښې څېړنې يې ترسره کړې دي. دوى په خپل کار کې بريالي دي. زه ويلى شم چې که دوى فعاليت ولري د راتلونکي لپاره به ډېر بريالي لارښوونکي وي.))داسې فکر کېږي چې د ګرځندوي په برخه کې روزل شوي ځوانان په آسانۍ په خصوصي سکټور کې د کار موکه ترلاسه کولي شي، ځکه په هرات کې ګڼ شمېر هوټلونه او تفريحي ځايونه هم جوړ شوي چې د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو د پالنې لپاره لارښوونکو ته اړتيا لري.   

                     محمد قاضي زاده

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha