صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د هندي سينما د ستوري ونود کهنه هنري ژوند

د هندي سينما د ستوري ونود کهنه هنري ژوند

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د هند وتلی فلمي هنرمند، فلم جوړوونکی او سياستوال ونود کهنه په ممبي کې د ۷۰ کلونو په عمر څو ورځې مخكې مړشو. دى له ډېرې مودې راهيسې د سرطان پر ناورغۍ اخته و.

 د ممبي د سر اچ ان ريلائنس فاونډېشن روغتون وياند تُشار پانيه، ويلي چې ونود کهنه د مثانې په سرطان اخته و او په وينا يې د اپرېل مېاشتې په ۲۷ مه نېټه مړشو.  ونود کهنه په ۱۹۴۶م کال کې په پېښور کې زېږېدلى او په ۱۹۶۸م کال کې يې د هنر په ډگر کې قدم اېښی و. ده د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې له سلو زياتو فلمونو کې کار کړی دی. په اتيايمه لسيزه کې ده د ميليونونو مينه والو په زړه کې ځاى درلود. په دغو دوو لسيزو کې دى د باليووډ په مخکښو ستورو کې هم شمېرل کېده. دده په يادگاري فلمونو کې «ميرې اپنې»، «ميرا گاو ميرا ديش»، «غدار»، «کچې دهاگې» او «امر اکبر  انتهوني» فلمونه شامل دي. په «امر اکبر انتهوني» فلم کې دده نقش ډېر ستايل شوی و. دغه فلم د درېـو داسې وروڼو کيسه وه، چې په وړکتوب کې يو له بل څخه ورکېږي. په ۱۹۸۲م کال کې ونود کهنه څه موده له فلمي نړۍ سره مخه ښه وکړه او د يوه روحاني گورو يا مشر اوش رجنيش پيرو شو، خو پنځه کاله وروسته يې بيا فلمي نړۍ ته مخه کړه او خپلو مينه والو ته يې د «انصاف» او «ستياميو جياني» فلمونه نندارې ته وړاندې کړل. په ۱۹۹۷م کال کې ونود کهنه د بهارتيه جنتا پارټي، له لوري د لوک سبها يا ولسي جرگې په ټاکنو کې برخه واخيسته او د جرگې غړی هم شو. کهنه دوه ودونه کړي وو او څلور ماشومان لري چې په کې هنر مند اکشى کهنه هم شامل دى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha