صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د (( پکتيکا د تاريخ په اوږدوکې )) سيمينار د جوړولو كمېسيون غونډه وكړه

د (( پکتيکا د تاريخ په اوږدوکې )) سيمينار د جوړولو كمېسيون غونډه وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د (( پکتيکا د تاريخ په اوږدوکې )) سيمينار د جوړولو كمېسيون  غونډه وكړه

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست پوهاندمحمد رسول باوري په مشرۍ پرون پکتيکا دتاريخ په اوږدو کې سيمينار دجوړولو دكمېسيون لومړى غونډه جوړه شوه .

 په دې غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  وويل چې ددغه  سيمينار دجوړولو هدف په تېرو وختونو او په اوسني حالت کې  دپکتيکا ښه  معرفي کول دي  او په دې سيمينار کې به ددغه  ولايت  دفرهنګي ، ټولنيزو ، اقتصادي اوسياسي  حالت او دمثبتو بدلونونو درامنځته کولو په باب  خبرې وشي . ده څرګنده کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  ددغه سيمينار دلاښه جوړولو په خاطر هلې ځلې کوي  دغه راز په دې غونډه کې  دسيمينار دجوړولو د نېټې او ځاى ، دمېلمنو درابللو دڅرنګوالي او دتدارکاتي مسئلو په باب خبرې اترې وشوې   دغه راز  دكمېسيون غړو  خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل او ټينګار يې وکړ چې پکتيکا دتاريخ په اوږدو کې دسيمينار دلاښه ترسره کولو په خاطر هلې ځلې کوي .       باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha