صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | فيروزکوه موسسې د تاريخي ابداتو او فرهنګي ميراثونو د ساتنې او ملاتړ لپاره د همكارۍ ډاډ وركړ

فيروزکوه موسسې د تاريخي ابداتو او فرهنګي ميراثونو د ساتنې او ملاتړ لپاره د همكارۍ ډاډ وركړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
فيروزکوه موسسې د تاريخي ابداتو او فرهنګي  ميراثونو د ساتنې او ملاتړ لپاره د همكارۍ ډاډ وركړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پرون د فيروزکوه موسسې له رييس سره په کتنه کې په فرهنګي برخه کې د همکارۍ د هوكړه ليک د لاسليک په اړوند خبرې وکړې .

 په دې کتنه کې  د هېواد د تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو د ساتنې او ملاتړ په خاطر د همکارۍ د يو تفاهم ليک د لاسليک، د بهزاد ميناتورۍ د انځورګرۍ  د هنر د رول او د هغه د کار د څرنګوالي او سبک په برخه کې د څېړنيز سيمينار  د جوړولو او دغه راز د هنر شورا د بيا فعاليت د زمينې  د برابرولو په برخه کې  چې له زياتې مودې را پديخوا فعاليت نه لري، خبرې وشوې.   په دې کتنه کې د فيروز کوه موسسې رييس په دغو برخوکې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د اړوندې موسسې د همکاريو ډاډ ورکړ    دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دې ترڅنګ چې د دغې موسسې د همکارۍ له امله مننه وکړه، څرګنده کړه چې فرهنګي برخو ته پاملرنه  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو کاري لومړيتوب دى.             باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha