صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | پوهاند باوري: افغانستان او چين فرهنګي ټولنيزې او تاريخي اړيکې لرى

پوهاند باوري: افغانستان او چين فرهنګي ټولنيزې او تاريخي اړيکې لرى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پوهاند باوري: افغانستان او چين فرهنګي ټولنيزې او تاريخي اړيکې لرى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدرسول باوري، په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت له سفير او له هغه هيئت سره چې له دغه هېواد څخه کابل ته راغلى دى، د فرهنګي اړيکو د پراختيا په باب خبرې وکړې.

د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:  دغه هيئت چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو د پراختيا او د سينګ يانګ ايالت د معرفي کولو په خاطر چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، کابل ته راغلى دى او د دې ترڅنګ د هېواد ځينې تاريخي ساحې هم ګوري .په دې کتنه کې د چين سفير د دواړوهېوادونوترمنځ دفرهنګي او ټولنيزو همکاريو په باب خبرې وکړې او د وريښمو لاره يې د افغانستان او چين ترمنځ  د فرهنګي پيوستون مرکز وباله .په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د چين ولسي  جمهوريت د افغانستان د خلکو د تاريخي دوست په توګه وباله او ويې ويل چې افغانستان او چين فرهنګي، ټولنيزې او تاريخي اړيکې لرى، په تېره بيا د وريښمو لاره چې افغانستان او چين له اروپا سره نښلوي، د دغو دواړو هېوادونو د تاريخي اړيکو څرګند بيان دى.په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت سفير هوډمن دى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو د لا زياتې پراختيا او د سينګ يانګ ايالت د معرفي کولو په باب چې له افغانستان سره ګډه پوله او فرهنګي مشترکات هم ورسره لري، يو سيمينار جوړ کړي .په دې سيمينارکې به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د چين د ولسي جمهوريت  او افغانستان ترمنځ د لرغونو تاريخي اړيک په باب وينا وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha