صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | هنرمندانو په هېواد كې له ستونزو سره سره ارزښتناك آثار رامنځته كړي

هنرمندانو په هېواد كې له ستونزو سره سره ارزښتناك آثار رامنځته كړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هنرمندانو په هېواد كې له ستونزو سره سره ارزښتناك آثار رامنځته كړي

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي ، اداري او ګرځندوى معيينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي پرون د ( لبخند ) دانځورګرۍ دآثارو نندارتون په کابل کې پرانيست.

 دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :   دغه نندارتون  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ملي نګارستان دآمريت له خوا  داميد جهاني موسسې په همکارۍ    په کابل کې   جوړشوى دى. په دې نندارتون کې دخطاطۍ دهنري ډلې د ځوانو هنرمندانو دانځورګرۍ ، رسامۍ او خطاطۍ څلوېښت آثار نندارې ته وړاندې شوي دي .ددغه نندارتون دپرانيستلو په مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي ، اداري  او دګرځندوى معيينې دهنر او هنرمند درول په اړوند خبرې وکړې او څرګنده يې کړه  چې په هېوادکې  له سختو شرايطو او له شته ستونزو سره سره  ، بيا هم  هنرمندانو له هڅو اوهاند سره لاس نه دى اخيستى  په هنري کارونو کې يې لاس پورې کړى دى او ارزښتناک آثار يې رامنځته کړي دي.دې  ددې ترڅنګ  چې  دخطاطۍ دهنري ډلې دځوانو هنرمندانو دهنري کارونوقدرداني وکړه  دغه شان نندارتونونو  جوړول يې دهنر  دودې په برخه کې ارزښتناک  ګام وباله اوله رسنيو څخه يې وغوښتل چې  دهنري اوفرهنګي خبرونو  او رپوټونوپه منعکس کولو کې  زياته پاملرنه وکړي.دغه راز په دغو مراسمو کې دملي هنرستان رييس محمد هاشم شارق  دهرمندانو دکار دلارې  پرسر دپرتو ستونزو  او خنډونو په باره کې  خبرې وکړې او  ويې ويل چې هنرمندان له محدودو امکاناتوسره سره په دې بريالي شوي دي   چې  په خپلو هنري کارونوسره دخلکو دردونه منعکس کړي او دغه راز  نور ښه پيغامونه  تصويرکړي.سهيلاسادات  د خطخطي دهنري ډلې دهنرمندانوپه استازيتوب دهغو آثارو په اړوند  چې په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي معلومات ورکړل او داطلاعاتو او  فرهنګ له وزارت او له هغو بنسټونو څخه چې ددغه نندارتون په  جوړولو کې يې له دوى سره همکاري کړې ده مننه وکړه،.ددغو مراسمو په بهيرکې  ځوانې شاعرې ريحانې فرخيار يو شعر  چې ددغه نندارتون په مناسبت يې برابر کړى و ، ولوست .دملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني دباخترآژانس خبريال ته وويل چې ددغه شان هنري  نندارتونونو جوړول  ځوانان زيات هڅوي  چې په هنري کارونو لاس پورې کړي او خپلې ولولوې له  دې لارې منعکسې کړي.دې زياته کړه  چې ملي نګارستان تل دهنرمندانو ملاتړ کړى دى   او دهنري آثارو  دنندارتونو په  جوړولو کې له دوى سره همکاري کوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha