صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د تاريخي عکسونو يوشمېر سلايډونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شول

د تاريخي عکسونو يوشمېر سلايډونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د تاريخي عکسونو يوشمېر سلايډونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دسرپرست پوهاند محمد رسول باوري په وړاندې د چهار شنبې په ورځ د افغانستان د طبيعي منظرو دتاريخي عکسونو يوشمېر سلايډونه په لندن کې ددغه وزارت د افتخاري فرهنګي اتشې له خوا دافغان فلم رييس ته وسپارل شول .

  دباختراژانس دخبريال د خبرله مخې ،  ددغو سلايډونو دسپارلو په مراسمو کې  چې په کابل کې پرځاى شول په لندن کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت افتخاري  فرهنګي اتشې  وحيد پرونتا وويل : په دغو سلايډونوکې دافغانستان دبېلابېلو سيمو د طبيعي منظرو يوسلو ديارلس تاريخي عکسونه شامل دي چې په  ١٩٧٠ ميلادي لسيزه کې ديو انګليسي دانشمند  فليس فوکس له خوا چې دافغانستان دوخت  دکانونو او صنايعو په وزارت کې  دافغان دمنجمنت انستيتوت دپروژې  دمدير په توګه يې کار کاوه  عکسونه اخيستل شوي وو .   ده زياته کړه ، چې دغه سلايډونه دفوکس کورنۍ  دې ته دسوغات په ډول ورکړي وو  او دوى دغه تاريخي سلايډونه  د ښې ساتنې په خاطر  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته وسپاره .   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري  په داسې حال کې چې  دافغان فلم رييس  محمد ابراهيم  عارفي کيهان  هم حاضر و ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته ددغو سلايډونو دسپارلو په خاطر  دوحيد پرونتا  دهمکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه . 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha