صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د اسلامي فرهنګ د پراختيا د تصوف د رول نړيوال سيمينار جوړېږي

د اسلامي فرهنګ د پراختيا د تصوف د رول نړيوال سيمينار جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اسلامي فرهنګ د پراختيا د تصوف د رول نړيوال سيمينار جوړېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ پرون د اسلامي فرهنګ د پراختيا د تصوف د رول د نړيوال سيمينار د جوړولو په خاطر يوه مقدماتي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د اسلامي فرهنګ د پراختيا د تصوف د رول په نړيوال سيمينارکې به خلکو او د تصوف مينه والو ته د تصوف د لا ښې پېژندنې او معرفي کولو او په ټولنه کې د تصوف د درناوي په باب خبرې وشي.  دغه راز په دې غونډه کې د سيمينار د جوړولو د کمېسيون د غړو د ټاکنې، د کورنيو او بهرنيو مېلمنو د بلنې، د تصوف په اړوند د علمي او څېړنيزو مقالو د انتخاب او د هغه د تدارکاتي مسئلو په باره کې خبرې وشوې او دغه راز نجيب الله منلى د کميسيون د رييس په توګه انتخاب شو. دغه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ او د قومونو، قبايلو او سرحدونو د چارو د وزارتونو، د افغانستان د علومو اکاډمۍ او د ملي امنيت شورا د استازو په  ګډون جوړه شوه.  د اسلامي فرهنګ د پراختيا د تصوف د رول نړيوال سيمينار به د روان هجري لمريزکال د زمري په مياشت کې په کابل کې جوړ شي.                          باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha