صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | پوهاند باوري : د کتاب د ورځې لمانځنه خلکو ته انګېزه ورکوي او له کتاب لوستلو سره مينې اوعلاقمندۍ ته يې هڅوي

پوهاند باوري : د کتاب د ورځې لمانځنه خلکو ته انګېزه ورکوي او له کتاب لوستلو سره مينې اوعلاقمندۍ ته يې هڅوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پوهاند باوري : د کتاب د ورځې لمانځنه خلکو ته انګېزه ورکوي او له کتاب لوستلو سره مينې اوعلاقمندۍ ته يې هڅوي

د کلک زري اکاډمۍ پرون د کتاب د ورځې د نمانځنې په مراسموکې، يوشمېر شاعرانو او ليکوالو ته جايزې ورکړې.

د کتاب ورځ د (شهرکتاب) او د (کلک زري) اکاډمۍ له خوا په کابل کې ونمانځل شوه او هغو ليکوالو او شاعرانو ته چې آثار يې غوره بلل شوي وو، جايزې ورکړل شوې.په دغو مراسموکې چې د يوشمېر ليکوالو، شاعرانو او د علمي او فرهنګي شخصيتونو په ګډون پرځاى شول، په فرهنګي  چاروکې د جمهوري رياست سلاکار اسدالله غضنفر د کتاب او د کتاب لوستلو د اهميت په  اړوند خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې د هغو ليکوالو او شاعرانو د ډيرو غورو آثارو د انتخابولو لپاره چې د جايزې مستحق کيږي؛ بايد د ژبې  قواعد، لارښوونې، ارزښتونه او معيارونه زيات په پام کې ونيول شي .دغه راز ده د کتاب د ورځې له امله ټولو په تېره بيا ليکوالو ته مبارکې وويله.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د کتاب د ورځې نمانځنه خلکو ته زياته انګيزه ورکوي او هڅوي يې چې له کتاب لوستلو سره مينه او علاقمندي پيدا کړي. ده زياته کړه چې دغه راز د کتاب د ورځې په مناسبت د کتاب د چاپولو او د کتاب د تکثير لپاره زياتې زمينې برابريږي او زيات کتابونه د مينه والو په واک کې ورکول کيږي.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې دغه وزارت هم په پام کې لري  چې په نږدې راتلونکې کې د بېلابېلو هنري او ادبي برخو د يو شمېر غوره کسانو د جايزو په ورکولو سره قدرداني وکړي.دغه راز  د ملي امنيت شورا د فرهنګي  چارو سلاکار نجيب الله منلي په خبروکې وويل: د کتاب د ورځې د نمانځنې غونډه سږکال د هېواد د يوه بې ساري  ليکوال جلال نوراني په نامه چې په بېلابېلو برخو په تېره بيا په طنزي برخه کې يې ډول ډول آثار پريښي دي، نمانځو.ده زياته کړه چې د کلک زري اکاډمۍ کال په کال د هېواد د يو شمېرغوره ليکوالو او شاعرانو آثارو ته د حکم هيئت له څيړنې وروسته د ژبې د قواعدو  د طرزالعملونو او د هنري او ادبي ارزښتونو او معيارونو او د ملي وحدت په پام کې نيولو سره چې په يو ډول نه يو ډول په خپلو ليکنوکې يې په پام کې نيولي وي،  جايزې ورکوي.په دغو مراسموکې مجيب مهرداد، علم ګل سحر او يوشمېر ليکوالو د هغو شاعرانو او ليکوالو د آثارو او ليکنو په اړوند چې جايزې يې ګټلې دي؛  معلومات ورکړل او ويې ويل چې د پوهاند لطيف بهاند، ډاکتر احسان الله درمل، امير مروج،  علي پيام، حميدې ميرزاد او د نعيم آزاد آثار د کلک زري اکاډمۍ د روان کال د جايزو مستحق شوي دي .د مراسمو په پاى کې جايزې د مسوولينو له خوا پر هغو ليکوالو او شاعرانو وويشلې شوې چې  آثارو يې جايزې ګټلې وې

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha