صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د بهايي جان د شعر په ګلستان كې د امېل يادونه

د بهايي جان د شعر په ګلستان كې د امېل يادونه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د بهايي جان د شعر په ګلستان كې د امېل يادونه

بهايي جان په خپل وخت او زمانه كې دخپل ولس خواخوږي پير و، چې په غزني او څرخ كې يې تراوسه خانقاوې شته اولمسيان يې په كې اوسېږي.د بهايي جان دخاورو كور اوزړه جونګړه دخاصو او عامو، نارينه اوښځو له پاره دمراد او حاجت او دزړونو دمرام دپوره كېدو ښكلى دربار او تكيه ځاى و، دده دخاورو دكور دروازه دخاصو او عامو، خان اوغريب، حاجتمن او مريد پر مخ شپه او ورځ خلاصه وه او هرحاجتمن دحاجت دپوره كېدو له پاره برخه ځنې وړه، ديګ يې بارو، ډېروږي تږي يې دخانقا په دربار كې ماړه وو.

 له ښه مرغه له دې سره دبهايي جان په لاس كې قلم هم و، دخپل ولس ښه اوبد، وركې اوزبادې، ورانې ويجاړې، خوشالۍ غمونه دردونه، دظلم او مظلوم حال، دعشق او مينې ، خط اوخال ګاڼې اوپسول ، كالي او جامې، دخداى (ج) حمدونه، دپيغمبر(ص) نعتونه، داولياوو ستاينې اونور په لسګونو موضوعات يې په ادبي لوړه بڼه كښلي اوبيان كړي دي. داسلام  په باره كې يې ځانګړي درانه اثار ليكلي دي. دده دا علمي خدمت جاوېدان اوپه ميراث ترې راپاتې دى، دده دا علمي خزانه هېڅكله وركه او زوال نه لري اوتل به ژوندۍ او ځلانده وي.  ده په خپل ادبى ايجاد او شعر كې كومه خيالي يادونه اوستاينه نه ده كړې، دپښتو ژبې دپلار خوشال خان خټك په شان يې په ښكاره هرڅه په ګوته كړي اوبيان كړي دي، كوم چې ليدلي يې دي... بهايي جان په پښتو ، فارسي اوعربي ژبو ښه اشعارويلي او كښلي دي. دى د روحانيت اوادب په برخه كې سترنوم لري. زه دده دلوړ شخصيت په اړه نور څه نه وايم، ځكه چې زموږ پوهان او درانه ليكوال ورسره پوره اشنا دي. دلې خپلې موضوع ته ، چې دده په سوزان شعر كې دامېل دپسول او ګاڼې يادونه ده، په مينه سره ور ځير كېږو. امېل دپښتني اوافغاني ګاڼې په ډله كې ډېر مشهور پسول دى، چې زرګران يې له سرو اوسپينو زرو څخه ډېر ښكلي
جوړ وي. دا ګاڼه پېغلې اوناوې په ډېره مينه له نورې ګاڼې سره په غاړه كې اچوي اوپه ټټردپاسه كه مزي يې اوږده وي د نامه ترغوټې پورې رسېږي، كه مزي لنډوي دټټر اوسينې دپاسه اوڅنګ پروت اوزنګېږي، دغه حال په دغې لنډۍ كې ډېر خوږ راغوړېدلى دى:

مزې دې وكړې سرو امېله

دشاليلى پر سينه تل كوې خوبونه

يا داچې:

امېل دسرو زرو مزه كي

يارمې غريب دى زما نشته امېلونه

په هرحال ، بهايي چان بهايي، دپښتني پسول او نورو زيوراتودډولونو په لړكې دامېل  يادونه، دخپل صنم په غاړه او ټټر كې په ډېرې  مينې سره ډېره خوږه څرګنده كړې. دده په لاندې شعري غزل اوټوټه كې به ورته غوږ او ځير شو، چې څه په ادبي لوړه ادا له خپل  صنم سره په سوال اوځواب وايي:

پرې سو امېل ديارله څنګه

اوس مرغلرې ځنې ټولې كه ملنګه

امېل مې پرې  سو ستاله لاسه ولې ولې

زه خبر نه وم سرببرې ستاله جنګه

له مانه بې رسخته ولاړې ولې ولې

ومېلمانه ته دې ست نه و كى بې ننګه

زما دپېزوان غمى دې مات كئ ولې ولې

دعاشقانو مسخرې نه وي بې شرنګه

ته په هر ځاى كې ماته ګورې
 ولې ولې

كله به خلاصه شي مرغۍ دباز له چنګه

بهايي جانه ځواني مرګ
شې ولې ولې

راځه بېګاته شينخالكې ړنګه بنګه

بيا هم بهايي جان دكلتور اوفرهنګ ددغه توكي يادونه، له پښتني كلتور او فرهنګ سره دمينې له كبله،دپښتني پسول او زېور په لړ كې ډېره رنګينه راوړې ده. په لاندې خوږه ټوټه كې يې دصنم او محبوبې دښكلا ، ناز، ادا، مكيز او له ځينو نوروګاڼو سره يو ځاى په دې باب داسې در افشاني كړې ده، چې دده له خولې به يې واورو، څه په خوشالۍ سره وايي:

سپينه خوله دې جارسم سرې لبانې مى

يابوى دلونګين دى يا عطر دبطحا

( كوټوال دار دې سوردټيك غمى)

چې وينم ګل ، ته راپه ياد شې كنه

سرو روان كله شمشاد شې كنه

( قتل ته تيار دى تور نشه پېكى)

امېل ترڅنګ روپۍ ترغاړه كنه

بنګه يوازې ګو در ته ولاړه كنه

( زما وخواته ګوري خوري شكر ګنى)

لكه پېزوان زړګى مې رېږدي كنه

مابه ايسار ، كه به مې پرېږدي كنه

( خال چې پيره دار دى نه پرېږدي سړى)

زلفې چړې دګل رخانو كنه

په وينو سرې دعاشقانو كنه

( ښه مخ وي هرچېرې خان او درانى)

وروځې كږې خوني مژګان دي كنه

غله دهرات كه دايران دي كنه

( عقل زما خام دى زړه هم لېونى)

بهايي جان دمينې زوى دى كنه

دګران په عشق سينه الودى كنه

( شكر دغونډانو نه دى خندنى)

دوخت او دوران د امېل دمرغلرو او دوختونو پېړيو او زمانو دتېرېدو او بېلتون په باب، چې دا تول تېرېږي، نو داسې په ناهيلۍ او نااميدۍ سره په خواشينى وايي، دده له سوي بيان څخه به يې واورو:

زما نګاره دا دوران به مدام نه وي

داخبرې دابيان به مدام نه وي

زه به نه يم چې وګورم ستاومخ ته

ستا تازه تازه چشمان به مدام نه وى

شنه خيمه دشنه اسمان به وي ولاړه

ددې دهرآشنايان به مدام نه وي

تل به نه وي قافلې زما داوښكو

ستا دغاړې سره مرجان به مدام نه وي

هرسړى كوي ژوندون ترفلك لاندې

خداى به وي مګر جهان به مدام نه وي

دغه چرخ دغه لوګر خلك به  نوروي

زما اوستا نام و نشان به مدام نه وي

زما بشربه شي ترتورو خاورو لاندې

ستاګلونه دګرېوان به مدام نه وي

جوړوي دې نن سبا دسوز غزلې

مستانه بهايي جان به مدام نه وي

همدغه غزل يې په څه زياتې نااميدۍ او په غميزه توګه او حال ، چې دهر چازړه ځوروي، دحقيقت او دژوندون دتېر ېدو په باب داسې په ارمان سره په خواشينوونكي تصويركې په بل رنګ راوړى دى او وايي:

پرغونډۍ به سره ګلان وي موږ به نه يو

نوي نوي به مرغان وي موږ به نه يو

پرچمن به سرې اوسپينې رمې ګرځى

كښته پورته به كوچيان وي موږ به نه يو

زموږ پرقبر به شنې ترخې زرغونې وي

غوړېدلي به ګنګان وي موږ به نه يو

په كابل كې به مېله وي دځوانانو

تماشه به دپغمان وي موږ به نه يو

نوى آس ، نوى لباس ، نوى شالونه

پرې سپاره به ښه ځوانان وي موږ به نه يو

پرغونډانو به تازه تازه شمال وي

دابه غر دا به آسمان وي موږ به نه يو

په هرځاى كې به همڅولي سره ټول وي

په مجلس كې به ياران وي موږ به نه يو

سره جنډه دسخي ځوان به وي ولاړه

ګل سرخ به دشاديان وي موږ به نه يو

نور به واړه شي فاني بهايي جانه

همېشه به حق سبحان وي موږ به نه يو

سرمحقق _ علي محمد منګل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha