صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | په امريكا كې دې د افغانستان د سفارت د فرهنګي اتشې كارونه همغږي شي

په امريكا كې دې د افغانستان د سفارت د فرهنګي اتشې كارونه همغږي شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په امريكا كې دې د افغانستان د سفارت د فرهنګي اتشې كارونه همغږي شي

دځوانانو دچارو معين او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات پرون دويډيو کنفرانس له لارې په امريکا کې ددغه وزارت له فرهنګي اتشې سره دهمغږۍ په اصل ټينګار وکړ. دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : ډاکتر کمال سادات په امريکا کې ددغه وزارت له فرهنګي استازي مجيدقرار سره په دغو خبرو کې وويل ؛ ددې اړتيا شته چې په امريکا کې دافغانستان دسفارت فرهنګي اتشه داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره همغږي ولري.

په دې خبروکې په امريکاکې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت فرهنګي اتشه مجيدقرار  ددندو دپرمخ بيولو لپاره ديومشخص پروګرام  او دمشخصو منابعو دنشتوالي يادونه وکړه . د مجيدقرار دڅرګندونوله مخې ؛ دپروګرام او دمنابعو  له نشتوالي سره سره  په عمومي ډول  ددندو دلايحې له مخې  کارونه ترسره کوي. ده وويل  چې  دټاکلي پلان له مخې  مشخص کړه وړه کافي منابعو ته اړتيالري. ده څرګنده کړه :دغه نمايندګي په مياشت کې يوځل  له محصلانو او دپوهنتون له استادانو سره دفرهنګي غونډو د جوړولو له لارې دفرهنګي اړيکو دپراختيا په باب  کتنې او خبرې اترې کوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha