صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | استاد خيال محمد ته د غازي ميربچه خان مډال وركړل شو

استاد خيال محمد ته د غازي ميربچه خان مډال وركړل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
استاد خيال محمد ته د غازي ميربچه خان مډال وركړل شو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغه مډال په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر د ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخېلوال په سپارښتنه استاد خيال محمد ته ورکړى دى.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت فرهنگي اتشه ښاغلي عبدالرحمن حبيبزوى امريکا غږ اشنا راډيو ته ويلي چې ټاکل شوې وه په پيښور کې د استاد خيال محمد په وياړ جوړه شوې غونډه کې د افغانستان سفير ډاکټر عمرزاخېلوال نوموړي ته دا مډال ورکړى وي، خو د سفري ستونزو له کبله د ښاغلي زاخېلوال سفر ونه شو او د مډال ورکولو لپاره به په نږدې راتلونکې کې بله غونډه جوړه شي.

استاد خيال محمد ته دا مډال په اسلام اباد کې د افغانستان د سفير او د ولسمشر د خاص استازي ډاکټر عمر زاخېلوال په سپارښتنه
 ورک
ړ شوى دى.

ښاغلى حبيبزوى وايي چې د پښتو موسيقۍ لپاره د استاد خيال محمد خدمتونه په ډېر څه ارزي او د ولسمشر له خوا د غازي ميربچه خان دا عالي مډال دا پيغام ورکوي چې د افغانستان ولس د استاد خيال محمد د فني او هنري
خدمتونو قدرداني
 کوي او هغه ستايي
.

ښاغلي حبيب زوى وويل چي إستاد خيال محمد ته د غازي مير بچه خان پرعالي دولتي مډال  علاوه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت په اسلام آباد کې دافغان سفيرډاكتر عمر زاخېلوال او په پېښور کې د افغانستان د جنرال قونسل عبدالله وحيد پويان له خوا نغدې پيسې  هم ډالۍ شوى دي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha