صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | رحمان بابا د ريا عبادت (( ناقبول)) بولي

رحمان بابا د ريا عبادت (( ناقبول)) بولي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

رحمان بابا وايې: د ريا خرقه يې خداى مکړه په غاړه رحمان کوږ دستار تړلى قلندر دى

قلندران ملامتيه صوفيان وو، يعنې د اجتماعي آدابو پروا يې نه ساتله او په دې کې يې خير ليده  چې خلکو ته ځان ملامت وښيي ، خو د  کبر او غرور له ناروغي خوندي پاتې شي. خرقه چې د صوفيانو او متقيانو رسمي لباس و، طبعاً قلندرانو نه خوښوله.

 معمولاً هغه څوک چې په دينداري کې تظاهر کوي، رياکار بولو. رحمان بابا د ريا عبادت
(( ناقبول)) بولي او وايي:

د ريا تر ناقبوله عبادته

د ساقي په ميو مست و خراب خوښ يم

د ريا کار مقصد دا وي چې ټولنه د ځان منت باره کړي.

خوشحال خان وايي:

 خداى د ځان لپاره بولي

په عالم کاندي منت

اورنګزېب پاچاه ظاهري ديندارۍ ته زياته توجه کوله. ده په ظاهره د تقوا په خاطر پر قمار، شرابو او موسيقۍ باندې بنديزونه ولګول او نڅاګرې يې له درباره وشړلې ، خو د خپلو وروڼو په شمول يې په زرګونو کسان ووژل چې حکومت د ده وي او لا ډېرې سيمې يې تر واک لاندې وي. د دغسې واکمنو په وخت کې د ريا د زياتېدو امکان ډېرېږي.

 خوشحال وايي:

دور د اورنګ دى د ريا زاهدان ډېر دي.

د دغه دور د رياکارو شيخانو تر ټولو روښانه انځور شايد د خوشحال بابا په دغو بيتونو کې وليدلاى شو:

که شيخي زاهدي غواړې

په خپل لاس کې ده لالا

ليکور دستار په سر کړه

سر وهه په مصلا

يا مسواک کېږده په سر کې

يا يې وټومبه تر ملا

په تسبيح خوځوه شونډې

 نور ټګي کوې که غلا

مرد هغه ګڼه خوشحاله

چې يې کېږي مشغولا

د خپل روزګار د روانولو او يا د خوشحال په ژبه د مشغولا کولو لپاره ريا او تظاهر يوازې له ديانت سره نه بلکې له نورو اقدارو سره هم تعلق لري. ريا، دروغ، تزوير، تظاهر او ځان يو ډول ښودل،  خو په باطن کې بل ډول اوسېدل، سره ورته او مشابه بداخلاقۍ دي چې زموږ په ټولنه کې يې کمي نشته او په مخنيوي کې يې ځکه کامياب نه يو چې موږ له بداخلاقيو سره د مقابلې لپاره يوازې د نصيحت ژبه او د جزا توره پېژنو او په هغو علتونو چندان غور نه کوو چې د وګړيو اخلاقي تباهۍ ته لاره اواروي.

 که د ريا او تظاهر د کورنۍ بداخلاقيو ته راشو، يو لوى علت يې په ټولنه کې استبداد دى. زما منظور يوازې سياسي نه بلکې اجتماعي استبداد هم دى. زموږ د ټولنې ګڼ اوسېدونکي دې ته تيار نه دي چې يو څوک دې بېل فکر او بېل ذوق ولري او په خپله خوښه دې ژوند وکړي. زلمى به غواړي د زراعت متخصص شي خو لالا به يې طب ورباندې وايي. زلمى به واده کولو ته تيار نه وي مګر مور به يې ټينګه وي، چې ستا واده زما لوى ارمان دى. د زلمي به اوږده وېښته خوښ وي ، خو د پلار له وېرې به سرخرېبلى ګرځي.

 په هره هغې ټولنه کې چې فردي آزادۍ ته احترام کم وي، د دوه مخو کسانو شمېر زياتېږي.

 دغه راز فقر او احتياج بنيادم ريا او تظاهر ته اړباسي.

 حميد مومند وايي:

 څه بلا يې احتياجه

چې سړي کړې سګ مزاجه

مسلمان هندو روش کړې

او هندو مسلم رواجه

د سړک پخول، د اوبو د بند تړل، د فابريکې جوړول، د باغ ايښودل او د اقتصادي ودې لپاره هر فعاليت د بيوزلي اندازه کموي او چې هر څومره خلک له احتياجه راوځي، د تزوير او تظاهر په دام  کې د لوېدو خطر يې کمېږي. د کابو دېرش کاله پخوا کيسه ده. په پېښور کې وم. يو دوست مې چې له کاناډا راغلى و، د هغه ځاى کيسې کولې. ويل يې يوه ورځ سخت وږى وم او څرنګه چې پيسې راسره نه وې، کور ته پلى روان شوم. په لاره کې مې يو کاناډايي ملګري وليد، کور ته د تلو ست يې راته وکړ، ورسره لاړم. ده وويل: ډوډۍ خورې؟ ما هغه د وطن په حساب ورته وويل: نه، کور دې ودان! او بيا ده زما مخې ته چرګ خوړ او ما ورته کتل. او  هغه  د کابل کيسه به درته وکړم. يو ملګرى مې مېلمستيا ته تللى و. ويل يې، زه او کوربه ژر ماړه شوو، خو د کوربه د زامنو او څو نورو زلمو اشتها له موږ ښه وه. کوربه ته مې وويل: زه او ته به بلې کوټې ته لاړ شو چې دوى زموږ مخې ته ډوډۍ نه خوري، شرمېږي. کوربه راسره ومنله او وروسته بيا يوه زلمي راته وويل: کور دې ودان ، کنه وږي به پاتې وو! هغه ټولنه چې د وګړيو له اشتها رانيولې د هغوى تر وېښتو او
جامو پورې په هر شي کې مداخله خپل حق ګڼي، له وګړيو دې د ډېر صداقت توقع نه لري.

اسدالله غضنفر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha