صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | زردشت شمس: سياحتي شركتونه دې ګرځندوى فرهنګ په هېواد كې پراخ كړي

زردشت شمس: سياحتي شركتونه دې ګرځندوى فرهنګ په هېواد كې پراخ كړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
زردشت شمس: سياحتي شركتونه دې ګرځندوى فرهنګ په هېواد كې پراخ كړي

په ښه توګه دګرځندوى د نړيوالې ورځې د نمانځنې په اړوند پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اداري، مالي او ګرځندوى د معيين زردشت شمس په مشرۍ يوه غونډه جوړه شوه .

 د باختر آژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې غونډه کې چې د سياحتي شرکتونو د مسوولينو او استازو په ګډون د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معيين  وويل دغه وزارت په شته امکاناتو سره په ښه توګه د ګرځندوى د نړيوالې ورځې د نمانځنې په خاطر هلې ځلې کوي . ده زياته کړه چې دغه وزارت د سياحتي شرکتونو په همکارۍ په پرتم سره  د ګرځندوى د نړيوالې ورځې نمانځنې ته اړتيا لري او بايد د دغو شرکتونو  مسوولين هڅه او هاند وکړي چې د سياحت فرهنګ په هېوادکې لا زيات پراخ بنسټه کړي .  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري، مالي او ګرځندوى معيين زياته کړه: په پام کې ده چې په هېوادکې د سياحتي چارو د ستونزو د حل کولو په خاطر د اړوندو ارګانونو د استازو او د سياحتي شرکتونو دمسوولينو په ګډون  يو ګډ بورد  جوړ شي . دغه راز په دې غونډه کې د سياحتي شرکتونو مسوولينو او استازو خپلې يولړ ستونزې، نظريې او پېشنهادونه طرحه کړل او د سياحت په چاروکې دغو شرکتونو ته د زياتو آسانتياوو د برابرولو په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه.  په مقابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري، مالي او ګرځندوى معيين  د امکاناتو په حدودوکې په هېوادکې د سياحت د حالت د ښه والي په خاطر ددغه وزارت د هڅو او هاند ډاډ ورکړ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha