صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | دملي تياتر كار ګردانه آغلې تمنا ((توانګر)) : د تياتر د هنر له لارې د ټولنې ناخوالې، بدمرغۍ او كمزورۍ خلكو ته ښودل كېږي

دملي تياتر كار ګردانه آغلې تمنا ((توانګر)) : د تياتر د هنر له لارې د ټولنې ناخوالې، بدمرغۍ او كمزورۍ خلكو ته ښودل كېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دملي تياتر كار ګردانه آغلې تمنا ((توانګر)) : د تياتر د هنر له لارې د ټولنې ناخوالې، بدمرغۍ او كمزورۍ خلكو ته ښودل كېږي

د ملي تياتر هنرمندانو د افغانستان د خپلواكۍ د بېرته ترلاسه كولو په وياړ ننداره جوړه او هېوادوالو ته يې وړاندې كړه. همداسې د نورو نندارو د جوړولو اوبشپړولو چارې هم روانې دي. آغلې تمنا (( توانګر)) چې د تياتر كارګردانه ده په دې ډګر كې ډېرې هلې ځلې كوي. تمنا توانګر ديوې مركې په ترڅ كې هېوادورځپاڼې ته داسې وويل: تياتر د خلكو هنر دى او د ټولنې له زړه نه راپورته شوى، نو د خلكو دخدمت لپاره دى. تياتر يو له هغو هنرو نوڅخه دى، چې د ټولنې ستونزې ، كمزورۍ، كړاوونه اوخوښۍ انعكاسوي. په دى اساس يوازې تياتر كولاى شي، چې دټولنې ستونزې انځوركړي.

آغلى((توانګر)) زياته كړه: دتياتر دهنر له لارې دټولنې ناخوالې، بدمرغۍ او كمزورۍ خلكوته ورښودل كېږي.انسانان ډېر معلومات د خپلو سترګو په واسطه اخلي، نو هغه شيان، چې په سترګو ويني پرهغو باور كوي. تياتر هم په خپل وارسره ډېره اغېزه پر ټولنه كوي.

اغلې توانګر دتياتر او سينماترمنځ دتوپير په تړاو څرګنده كړه: سينما د اووم هنر په توګه پېژندل شوې او دتياتر له هنر سره ډېر نږدېوالى او شباهت لري، خو د تياتر دهنر حالت، چې دكارګردانۍ په برخه كې يې لري دسينما هنر دتياتر په پرتله دومره له ستونزو سره نه مخ كېږي.

دې زياته كړه: دسينمادلوبغاړي او دتياتر د لوبغاړي ترمنځ توپير دادى، چې دسينما دلوبغاړي اكټونه واړه دي، خو دتياتر د لوبغاړي اكټونه لوى دي. په سينما كې ظرافتونه ډېر ليدل كېږي. ددې لپاره ،چې هلته ماشيني كار دى. لكه كمپيوټر په ژوندۍ بڼه كار په كې نه ترسره كېږي، خو په تياتر كې اكټونه ډېر لوى دي او دظرافتونو چارې په كې نه شته.

هغه كس، چې په تياتر كې دكار ګردانۍ په برخه كې خپل تخصص ترلاسه كړي هغه دسينما يو تكړه كارګردان كېداى شي. كه څوك په سينماكې د كارګردانۍ تخصص ترلاسه كړي كه وغواړي، چې په تياتر كې رول ولوبوي له ستونزې سره مخ كېږي. تياتر په ژوندۍ بڼه ښودل كېږي اوكوم كسان، چې دستيژ پرسر ژوندى رول لوبوي دا ډېر ستونزمن كار دى. كله ،چې د سينما يولوبغاړى داكټ كولو پرمهال تېروتنه كوي هغه په ايډت كولو سره اصلاح كېداى شي.خوكله ،چې دتياتر يولوبغاړى په يواكټ كې تېروتنه وكړي هغه مهال يوازې دى كولاى شي تېروتنه جوړه كړي اويا دجوړولو او اصلاح كولو كاريې ناشونى شي.

د ملي تياتر كارګردانې تمنا وويل: زما له انده سينما اوتياتر دټولنې له زړه نه راوتلي هنرونه دي اوله پيل نه د ټولنې په چوپړ كې وو. دبېلګې په توګه له لومړۍ ورځې نه، چې بشريت وپېژندل شو تياتر داسې يوهنر و،چې د بشريت اوټولنې په خدمت كې يې ځاى درلود. تياتر د بشريت ښوونكى و او اوس هم دى، دې زياته كړه: د تاريخ په اوږدوكې،چې كومې پېښې منځ ته راغلې، لكه: ستونزې،جګړې، ربړونه او نورې كومې پيښې ، چې انسانانو ته پېدا شوې، دغه خلك دسينما اوتياتر له هنر څخه بې برخې پاتې شول او هنر په تياره كې وساتل شو. اوس هم داسې كسان شته ،چې سينما اوتياتر نه پېژني. دا،چې موږ وغواړو تياتر او سينما د خلكو په خدمت كې كړو، بايد دعامه پوهاوي لپاره زمينه ورته برابره كړو،چې پر حقيقتونو يې پوه كړاى شو. دا چارې دغږيزو، انځوريزو اوچاپي رسنيو له لارې ترسره كېداى شي، خو لكه ،چې خلك سينما او تياتر ونه پيژني نه شي كولاى هغه نيكې موخې، چې سينما او تياتر يې لري پرى وپوهېږي.

آغلى تمنا دخپلو خبرو په دوام وويل: كوم كسان يا لوبغاړي،چې د تياتر په ډګر كې دنده ترسره كوي هغوى ډېر ربړونه زغمي . دتياتر هنر د اسطورو ، افسانو او ديوه هېواد له تاريخ سره ډېر نږدېوالى لري اوډېر دحماسو او افسانو پرسر څرخيږي. هغه كسان ،چې دسينما په ډګر كې دنده ترسره كوي ډېرې هلې ځلې كوي، چې دورځې موضوعات څرګند كړي. زما له انده د افغانستان سينما د پرمختللو هېوادونو دسينما ګانوپه پرتله دومره پرمختګ نه دى كړى، چې وغواړي يوفلم اويايو تاريخي او حماسي سريال جوړ
كاندي. دا كار څو كاله وخت په بركې نيسي، خو د افغانستان پر تياتر ډېر كلونه كارشوى او هم يولرغونى او ځلانده تاريخ لري. نوله دې پلوه د تياتر ننداره ډېره پرتاريخ، اسطوره اوحماسه باندې څرخيږي او دنندارې په ډول
خلكوته وړاندې كېږي.

              محبوب _ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha