صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | ولې ډېرې مينې په سرخوږي او نفرت پاى ته رسېږي؟

ولې ډېرې مينې په سرخوږي او نفرت پاى ته رسېږي؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولې ډېرې مينې په سرخوږي او نفرت پاى ته رسېږي؟

دوه کسه کله چې يو بل ته زړه ورکوي له ټولو مهم ورته د ((ډاډمنې ملګرتيا دوام)) دى؛ دوى دا حق هم لري ، چې يوه واقعيت ته پاملرنه وکړي، يو پر بل باور وکړي او پر ساده شيانو ځانونه تېر نه باسي.

 کله چې دوه مننان د هغې اړيکې پر ارزښت ، چې د دوى دواړو تر منځ ده پوه نه شي ، نو څنګه به وکولاى شي ، چې خپلې ډاډمنې رابطې ته دوام ورکړي!موږ تل په دې باور يو کله ، چې څوک د ملګرتيا لپاره ټاکو فکر کوو زموږ ټاکنه تر ډېره بريده پر ځاى ده؛ خو حقيقت داسې نه دى کله کله موږ په خپلو ټاکنو کې دومره لويه تېروتنه کوو ، چې پايله يې په ډېرو لويو دردونو او ناخوالو بدلېږي.موږ زياتره وخت نا مناسب انتخاب کوو او کله مو، چي اړيکې کړکېچنې شي، نو بيا له ځانه دا پوښتو چې ولې زموږ ملګرتيا دوام ونه کړ؟

د ملګري په ټاکلو کې زموږ مهمې تېروتنې کومې دي ، چې زموږ ملګرتيا په تاوتريخوالي اړوي؟

د اړيکو سم او نا سم دلايل څه دي؟

ولې ډېرې مينې په سرخوږي او نفرت سره پاى ته رسېږي؟

څنګه ډاډ تر لاسه کولاى شو، چې زموږ ملګرتيا او اړيکې په تاوتريخوالي نه اوړي؟

دا ټول هغه مسايل دي، چې غواړم په اړه يې خبرې وکړم.

له ملګرتيا څخه ډار او تېښته:

ايا تاسو هم د هغو کسانو له ډلې ياست کله چې څوک درسره علاقه وښيي، نو تاسو د ډار احساس وکړئ؟

آيا تاسو د ملګرتيا او ګرانښت له رامنځته کېدو تښتئ؟ ايا تل ستاسو ملګري تاسو په نه ملګرتيا او نه مينه کولو تورنوي؟که مو ځواب هو وي، نو د دې امکان شته ، چې تاسو يو ځل مخکې هم په مينه کې ماتې خوړلې او يا هم پر خپل نفس بې باوره ياست چې دا خپله بېلابېل لاملونه لري. کله چې انسان په خپلو دلايلو ونه توانيږي او ځان د ملګرتيا او مينې وړ وګڼي، نو طبيعي خبره ده ، چې نسبت نورو خلکو ته به ځان بې تفاوته او کم احساسه احساسوي.

ډېر هغه خلک چې د خپل شخصيت احساس ونه لري، يا له خپلې نيمګړتيا او بدۍ خبر وي، په ملګرتيا کې پرمختګ نه شي کولي او کله هم چې څوک د ملګرتيا او مينې لاس ورته اوږد کړي، نو ځان يوې خوا ته کاږي. د دوى ستونزه دا ده چې ځانونه د مينې او ملګرتيا وړ نه بولي. شايد له ماشومتوبه د دوى په ځان کې دا احساس نغښتى وي ،چې دوى ((مينه خوښوونکي نه دي))د ماشومتوب د وخت خاطرې، د نورو پوهونې، او زموږ د هوښ او استعداد په هکله د نورو قضاوت، ټول زموږ پر راتلونکې اغېزه لري. ما کلونه له خپلې مور او پلار سره ژوند کړى او په ډېر احتمال سره مې هغوي له ځانه هوښيار، پوه او با تجربه ګڼلي. په حقيقت کې مې په هغوي باور درلود او ډېر راته ګران وو. زما په اړه د هغوي نظر په ډېرې چټکتيا سره زما په روح او روان کې اغېزه ومونده. که چېرې يو له هغوي ماته دا ويلي واى، چې ګواکى دوى ته په کافي اندازه ښه، با هوښه او ګران نه يم، نو د دوى دې خبرې به ز ما خورا زياته اغېزه كوله او زما راتلونکي پروګرام به يې تنظيم کړى واى. کله چې لويېږو ،نو هغه پروګرامونه چې زموږ په کورني ژوند کې موږ ته ښودل شوي، ښه اغېزه لرلي شي.له بلې خوا کله چې انسان په مينه کې د مرګ هڅه وکړي، ښه به دا وي چې له داسې کار څخه لاس واخلي او دا دې په ياد وساتي چې تر راتلونکو ناخوالو او غمونو يې له دې کاره لاس په سر کېدل ګټور دي. په حقيقت کې دا ډار د مينې او ملګرتيا د رابطې د رامنځته کېدو په اصل پورې تړاو نه لري، بلکې له پايلو يې ډار په کار دي. داسې کسان شايد په ماشومتوب او ځوانۍ کې له چا سره صميمي وو او بالاخره اړيکې يې کړکېچنې شوې وي او روح ته يې زيان رسېدلى وي او اوس نه غواړي په داسې يو ځاى کې پاتې شي چې په راتلونکي کې له خوښيو آن نېکمرغيو بې برخې شي.           ژباړه: امين حنان

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha