صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | په هرات کې د قبرونو د ډبرينو لوحو د غلا د مخنيوي لپاره موزيم جوړېږي

په هرات کې د قبرونو د ډبرينو لوحو د غلا د مخنيوي لپاره موزيم جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان په لوېديځ کې د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست؛ په دغه ولايت کې د مشهورو فرهنګي څېرو له قبرونو د ډبرينو لوحو د لوټل کېدو د مخنيوي لپاره د يوه ځانګړي موزيم د جوړولو پر طرحې کار کوي.

 ددې ادارې چارواکي وايي، ددې موزيم په جوړېدو سره به دا تاريخي آثار هلته راټول او وساتل شي. دغه رياست د ورکو شويو تاريخي ډبرينو لوحو کره شمېره نه لري، خو اټکل کوي چې په تېرو دوو لسيزو کې د هرات په بېلابېلو سيمو کې له مشهورو زيارتونو سلګونه ډبرې لوټل شوې وي. چارواکو همداراز د لرغونو آثارو د قاچاق کوونکو له منګولو لسګونه لوحې بېرته ترلاسه کړې دي، خو دا لوحې بيا هېڅکله هم پر قبرونو ونه لګول شوې. د غلو او لوټمارانو په لاس دا ډول لسګونه ماتې شوې ډبرينې لوحې اوس د هرات په اختيار الدين کلا کې په يوه تياره خونه کې پټې ساتل کېږي.

د هرات د فرهنګي ادارې چارواکي وايي، ددې لپاره چې دا ډبرې اسانه ولېږدول شي، غله يې په منځ څو ټوټې کوي، خو ځينې نور بيا وايي چې دا ډبرې يوازې وړلو کې د اسانتيا لپاره نه پرې کېږي، بلکې يو شمېر کسان د مشهورو تاريخي څېرو د هويت له منځه وړلو لپاره دا کار کوي.په هرات کې د تيموريانو د دورې د مشهور انځورګر کمال الدين بهزاد د زيارتارزښتناکه ډبرينه لوحه هم غلو ماته کړه، خو په وړلو يې بريالي نه شول.اوس دا ټولې لوحې د هرات لرغونې کلا ته لېږدول کېږي او پر ځاى يې نوې لوحې اېښودل کېږي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال جاوېد ضرغام رسنيوته ويلي ، چې نوي موزيم د دغو پخوانيو تاريخي لوحو د ساتلو لپاره په پام کې نيول شوى دى.

ده وويل: (( موږ په لسګونو هغه ډبرينې لوحې چې غلو يې له هېواد د وېستلو هڅه کړې وه او د پوليسو له خوا کشف او نيول شوي، بېرته دلته راټول کړي دي. دغه  آثار به دلته د لنډ مهال لپاره پاتې وي. موږ هڅه کوو چې د هرات د تاريخي ډبرينو لوحو موزيم ډېر ژر پرانيزو.)) خو دا يوازې ډبرينې لوحې نه دي چې د لوټل کېدو له ګواښ سره مخ دي. په لرې پرتو لرغونو سيمو کې ناقانونه کېندنو هم فرهنګيان اندېښمن کړي دي.د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي غواړي چې د لرغونو آثارو د ساتلو لپاره ځانګړي امنيتي ساتونکي وګومارل شي، خو تراوسه ددې کار کوم څرک نه تر سترګو کېږي.د هرات د امنيه قومندانۍ د مطبوعاتو يو  چارواکى سيد احمد محمدي وايي، دا کار د هرات د پوليسو له واک وتلې خبره ده.

ده وويل: دوى دا غوښتنه په کابل کې د لوړپوړو چارواکو تر غوږونو رسولې، خو دوى هم د فرهنګيانو په څېر انتظار باسي چې کله به يې ځواب ومومي.د هرات يو شمېر فرهنګيان بيا د لرغونو توکو د خوندي کولو لپاره د خلکو پر رول ټينګار کوي، خو د نصر الدين سلجوقي په څېر کسان چې د هرات د تيموريانو د دورې د هنرونو په تړاو يې يو کتاب ليکلى بيا وايي: په دې برخه کې له خلکو هله د مرستې تمه کېداى شي چې ددې آثارو پر ارزښت پوه شي.

ښاغلي سلجوقي وويل:  (( يوازينۍ خبره چې ډېره مهمه ده د خلکو پوهاوى دى. دوي بايد پوه کړاى شي چې ډبرينې لوحې يعنې څه؟ په دې تړاو بايد د اطلاعاتو او فرهنګ رياست خلکو ته معلومات ورکړي.)) دى همداراز ځوان څېړونکي هڅوي چې د افغانستان د ټولو لرغونو آثارو د معياري پېژندلو لپاره ليکنو ته ملا وتړي. د ښاغلي سلجوقي په خبره، دا کار به ددغو آثارو د سمې پېژندنې او ساتنې زمينه برابره کړي.                    محمد قاضي زاده

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha