صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | په کندهار کې موزيم او عامه کتابتون ته نوې ودانۍ جوړېږي

په کندهار کې موزيم او عامه کتابتون ته نوې ودانۍ جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په کندهار کې موزيم او عامه کتابتون ته نوې ودانۍ جوړېږي

په کندهار کي دموزيم او کتابتون لپاره د نويو ودانيو اړتيا زياته ده او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې اړتيا د پوره کولو لپاره نوې اومجهزې ودانۍ جوړوي .

دې ودانيو ته  په عينو مېنه کې لس جرېبه مځکه په کندهار کې د افکو کمپنۍ په وړيا ډول ورکړې چي دوه نيم مېليونه  امريکايي ډالره  ارزښت لري . د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني  له افکو کمپنۍ څخه مننه وکړه چې د داسې يوه بنسټيز کار لپاره يې مرسته کړې ده، نوموړي وويل ملي سوداګر دې په دې برخه کيې مرسته وکړي ،چې دلته مجهزې ودانۍ جوړې سي او سلګونه کلونه، د سيمې ګڼ نسلونه ورڅخه ګټه واخلي، نوموړي وويل چي افکو کمپنۍ د ودانيو د جوړېدو په برخه کې هم ډاډ ورکړی دی . د کندهار والي وايې چې د موزيم او کتابتون لپاره ودانۍ اړينې دي  او دوی به هڅه وکړي چي په دې برخه کي پرمختګ پراختيا ومومي .نوموړي وويل، دا دواړه د روزنې او ملي هويت د ساتنې ستر مرکزونه دي چي بايد جدي پاملرنه ورته وسي او اداره يې ژمنه ده چې په دې برخه کې به د سوداګرو او مرستندويه موسساتو مرستي جلب کړي . د افکو کمپنۍ مشر هاشم کرزي خبريآلانو ته وويل، چي په دې برخه کي هر وخت د هر چا مرستې ته چمتو دي او ژمنه يې وکړه چې پر دې مځکه د ودانيو د جوړېدو په برخه کې هم خپل مالي وس نه سپموي . د کندهار عامه کتابتون او ملي موزيم دا مهال د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې وړې ودانۍ لري چي د داسې  دوو مهمو بنسټونو لپاره مناسبې نه دي، دا رياست وايې هڅه کوي چي د جوړې سوې نقشې مطابق مجهزې ودانۍ ژر جوړې کړي .

نظرات (2 نوشته شد)

avatar
Cheap Gucci Outlet 09/05/2016 03:45:39
- Inside "about" selection, this says our type is usually several. 2 . six (8E200) when that helps.
avatar
Louboutin Replica 09/05/2016 06:16:24
I really enjoy seeing, I have this kind of hard time using these hellfire and brimstone to captcha rules. And so glad this specific spot doesnt' put it to use! It is possible to hardly learn these!
مجموعه نتایج: 2 | نمایش: 1 - 2

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha