صفحه اصلی | hiwad | لیکنی

لیکنی

افغان حکومت د ترورېستي مرکزونو او ترهګرو لېست پاكستاني مقاماتو ته وسپاره

افغانستان خپل ګاونډي هېواد پاکستان ته د ۸۵ ترهګرو او ۳۲ ترهګريزومرکزونو ادرسونه او لېست سپارلي ، چې پروړاندې يې اقدام وکړي او دغه ترهګر له نيولو وروسته افغانستان ته وسپاري. افغان حکومت خبردارى ورکړى که چېرې په دې اړه د پاکستان حکومت اقدام ونه کړي افغان حکومت به هڅه وکړي ، چې د نړيوالې ټولنې له لارې پر پاکستان فشارونه او بنديزونه زيات کړي. ... ادامه

هيله ده چې د افغانستان لپاره د ډونالډټرمپ پلان جګړه ختمه كړى او سوله راولي

له يوڅه انتظار وروسته د روان كال دسلواغې مياشتې په ۲۱تمه دجمعې په شپه ولسمشر محمد اشرف غني له خپل امريكايي سيال ډونالډټرمپ سره تېلفوني خبرې وكړې. ددغو خبرو په اړه دولسمشر دوياند مرستيال ښاغلي شاه حسين مرتضوي آزادۍ راديوته وويل: جمهور رييس محمد اشرف غني او ډونالډټرمپ دافغانستان اوسيمې دامنيت په اړه، داقتصادي او پراختيايي چارو اودغه راز دتروريزم په وړاندې دمبارزې اودتروريزم دملاتړو هېوادونو په اړه بحث وكړ. ... ادامه

افغانانو ته دې دكار او فعاليت زمينې برابرې كړاى شي

سره له دې چې افغانستان دكاني زېرمو، ځنګلونو كرنيزو اوشاړو مځكو او اوبو له پلوه يوغني هېواد دى، خو له دې سرچينو څخه هغسې چې ښايي تراوسه پورې ګټه نه ده اخيستل شوې. كه چېرې له دې زېرمو څخه كار واخيستل شي او په كارولوېږي ډېرو بيكارو اوبې روزګارو افغانانو ته به كار پيدا شي .بېكاره او بې روزګاره افغانان د كار په لټه كې دي او چې په خپل هېواد كې ورته كار پيدا شي څومره به ښه وي. په خپل هېواد كې كار كول د هېواد آبادي ده اوله بله پلوه به افغانان دكار موندلو په خاطر بهرنيو هېوادونوته له خطره ډك سفرونه نه كوى اودمرګ له خطرونو څخه به بچ شوي وي. ... ادامه

د ترهګرۍ پرضد د ناټو او امريكا نوى پلان پاكستان ته د خطر زنګ دى

داچې پاكستان د ګاونډيو هېوادونو په ملتيا له ترهګرۍ لاس نه اخلي او د وخت په تېرېدو سره دوى د ترهګرۍ د ودې او پراختيا لپاره نوي پلانونه او نوې پاليسۍ جوړوي او له ترهګرو نه په هر ځاى او هر وخت كې كار اخلي او پاكستان د دې لپاره ايران ، انګلستان ،روسيه اوچين هم د ترهګرو په روزنه او تجهيز كې شريكوي،نو په همدې كچه د ترهګرۍ پر ضد حساسيتونه را پورته كېږي.نوموړي هېوادونه له تروريستي ډلو ټپلو نه دلاس د آلې په شان كار اخلي او د افغانستان، امريكا او نړيوالې ټولنې د پرمختګ مخه پرې ډب كوي. ... ادامه

د سولې په اړه د ژمنو د پلي كولو له پاره دې له پاكستانه تضمينونه واخيستل شي

دافغانستان د سولې په اړه د مسكو په كور به توب د وروستيو د وو غونډو په ګډون داسې نورې په لسګونو ملي ،سيمه ييزې او نړيوالې غونډى هم جوړې شوي دي او دافغانستان په جګړو كې دډېرو مهمو ښكېلو هېوادونو له ډلې څخه دطالبانو، دحقاني شبكې ،لشكر طيبه ،جيش محمد،القاعده ،جنګوي اسلام ،جندالله او د داعش په څېر د اويا وو روزل شويو ،تغذيه شويو او وسله والو شويو وحشي صفتو تروريستي ډلو د ستر ملاتړي هېواد په توګه خپلسري، دوه مخي او درواغجن پاكستان هم په كې حتمي ګډون كړى دى ، ... ادامه

افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع وړتيا لري

د تېرې جمعې له ورځې را په دې خوا د ډيورنډ کرښې له ها خوا څخه پر لعل‌پورې، ګوشتې،سركاڼو او نازيانو ولسواليو راکټي بريدونه وشول ، چې د دې بريدونو له امله په سلګونو کورنۍ نورو خوندي سيمو ته کډه شوې او د رسنيو د ر پوټو نو پر بنسټ په دې بريدونو کې اته تنه زخميان شوي هم دي. افغان چارواکو د پاکستاني ځواکونو د راکټي بريدونو پروړاندې توند غبرګونونه ښودلی او ويلی يې دی .چې د پاکستان دا ډول پاروونكى عملونه د ټولو نړيوالو قوانينو او د ښه ګاونډيتوب د اصولو پر خلاف دي او که چېرې د پاکستان دغه راز تېري کوونکي عملونه دوام وکړي ، نو افغان امنيتي ځواکونه چمتو دي چې له خپلې لوېشت لوېشت خاورې څخه په ډېره مېړانه دفاع وکړي او ولسونو ته دا ډاډ ورکوي ، چې كه يو افغان سرتېرى هم ژوندى وي نو هېڅ تېري کوونکي هېواد ته به اجازه ورنه‌کړي چې زموږ د هېواد يوه لوېشت خاوره لاندې کړي. ... ادامه

د مخاط زخم يا Peptic ulcer

تعريف :دpeptic ulcer اصطلاح د مخاط زخم چې له اسيد سره د نږدې تماس له کبله په معدي معائي قنات کې را منځته کېږي اطلاق کېږي. ... ادامه

د جستوZinc په اړه ضروري معلومات

جست يو ضروري منرال دى چي د انسان په وجود کي زياد شعمي حجرات جست افرازوي. همدارنګه د لاړو غدې پروستات معافيتي سيستم او د کولمو ځينې حجرات د جستو آيون افرازوي جست په وجود کي د سلو انزايمونو فعاليت تنبي کوي لکه لکتيت ديهايدروجنيز الکلين فاسفتيز ، کاربونيت انهايدريد د نيکلو نيک اسيد ميتابوليزم او د پروتين جوړيدو لپاره ضروري ګڼل کيږي د کولاجن جوړېدو او ګلايکولايزس او اکسيداتيف فاسفورېشن کې عمده رول لوبوي. ... ادامه

(( برق آسا )) عمليات که پر افغان خاوره ښکاره تېرى

د پاکستان د سند ايالت د شهباز قلندر په زيارت کې له چاودنې وروسته د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د دولت د مخالفتونو ميزان ورځ تربلې مخ پر زياتېدو دى. په دې وروستيو کې دپاکستان دولت د ډيورند کرغېړنې کرښې ته څېرمه د خپلو ملېشو په ځای پرځاى کولو بوخت دى او پوځ يې په خپله اعلاميه کې په افغان خاوره کې د برق آسا عملياتو خبر ورکړی دی. ... ادامه

د سيدحفيظ الله هاشمي د بشردوستانه هڅو او هلوځلو له امله د مننې او كورودانۍ پيغام

د مرغومي مياشتې (۲۱) مه نېټه د کابل ښار په دارالامان واټ كې د ملي امنيت د پخواني پنځم رياست او دملي شورا د اوسنۍ ماڼۍ دالحاقيې مخي ته د ملي شورا پر کارکوونکو داسلاميت او انسانيت دښمنانو مرګونى بريد وکړ، چې په پايله کي يي له پنځوسو زيات کسان شهيدان شول او له سلو زيات نور يې ټپيان پرځاى پرېښودل چې شهيدان اوټپيان په بېړنۍ توګه همدې ځاى ته نږدې استقلال روغتون ته ولېږدول شول. ... ادامه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 next last مجموعه نتایج: 1327 | نمایش: 1 - 10