صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د خندق عمليات د الله ((ج)) په کور کې؟

د خندق عمليات د الله ((ج)) په کور کې؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان ستراتيژيک دښمنان د افغانستان د پرمختګ پرضد له هرډول امکاناتو کار اخلي آن تردې چې د خداى کور ته هم ورڅخه پناه يو سو هلته مو هم نه پرېږدي او وژني مو، دښمن ته هېڅ ارزښت نه لري هغه که د الله کور وي اوکه د الله کتاب، دښمن هېڅ موقع له لاسه نه ورکوي، د ښمن په هېڅ قيمت د افغانستان پرمختګ نه غواړي، د ښمن هروخت هڅه کوي چې افغانان او سرهم د دوولسم پېړۍ ژوندولري زموږ ښوونځي راوسوزوي ځکه چې علم د پرمختګ لوى سبب دى. په همدې موخه ښوونځي را سوزوي،

 په هرهغه څه کې چې د افغان خير وي، دښمن تلاش کوي هغه په شر بدل کړي، د ښمن خپله خوښي د افغانانو په اوښکو او وينو کې ګوري! کله چې د ښمن دومره ظالم او غدار دى او موږ يې په وړاندې همدومره بې مسوليته واوسو ،نو پوه شئ چې خونه مو ورانه ده، موږ بايد له داسې دښمنه د سولې او ياد خير  هيله هېڅ کله ونه کړو، چې نه مو ورڅخه حجره، جلسه، جومات او مدرسه په امن کې وي او نه سر اومال، نور بايد ټول افغانان لږ په ځان رحم وکړو، د ښمن ته د ښمن نه ويل د د ښمن په وړاندې بې مسووليتي او غفلت او له ځان او ټولنې سره جفا ده! په دې کې هېڅ شک نه شته چې جګړه پردۍ ده، فکر او سوچ پردى دى، خو وژل کېږم زه، همدا زه د جګړې قرباني يم ،خو زه خو هم د يوه ژوندي موجود په توګه د ځان ژغورنې حق لرم.

طالبان او داعش، نور په کومه انګېزه ما وژني!؟ په اسلام کې د رسول الله (ص) د جنګ ۱۵ اداب او فرمانونه وو، چې ددې دواړو تروريستي ډلو په جنګي فارمول کې يې هېڅ څرک نه ليدل کېږي.محمد (ص) خپلو ملګرو ته داسې امر کړى و،چې ونې او بوټي مه وهئ، خو طالبانو او داعش شنه ځنګلونه پرې کړل او ډېرې عام المنفعه سرچينې يې وچې کړې.

محمد (ص) خپلو ملګرو ته امر کړى و،چې ماشومان مه وژنئ، خو داعش او طالبانو ماشومان ووژل، په ننګرهار، کابل، غزني، فراه او د هېواد په ګڼو نوروسيمو کې يې تنکي ماشومان د باروتو خوراک کړل، آن داعش خو په ننګرهار کې دوه تنکي ماشومان په منځ څيرې کړل.

محمد (ص) خپلو ملګرو ته امر کړى و،چې ښځې مه وژنئ، خو داعش په ننګرهار کې مسلمانې تورسرې له کورونو وايستې او بې پردې يې کړې او ځينې يې شهيدې کړې. طالبانو په کابل او نورو ولاياتو کې بې شمېره مېرمنې د باروتو په لمبو کې لولپه کړې.

محمد (ص) خپلو ملګرو ته امر کړى و،چې ضعيف او بوډاګان مه وژنئ، خو داعش د ننګرهار په شينوارو کې سپين ږيري او مشران پر بمونو کېنول او پر غير انساني او غير اسلامي ډول يې ووژل. د دې تر څنګ د هېواد په نورو ښارونو کې بې شمېره سپين ږيري د چاودنو له امله ټوټې ټوټې شول، بې پته شول او نه يوازې د انسانيت له پلوه يې سپکاوى وشو، بلکې په اسلامي ارشاداتو کې هم د داسې غير انساني مرګونو جواز نه شته.

محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړى و:

راهب او زاهد مه وژني، خو طالبانو او داعش نه يوازې غير اسلامي راهبان ووژل او سپکاوى يې وکړ، بلکې اسلامي علما يې ډېر بې رحمه شهيدان کړل او په جوماتونو كې يې د لمانځه پر مهال ووژل.

محمد (ص) خپلو ملګرو ته امر کړى و،چې اندامونه مه غوڅوئ، خو داعش او طالبانو د ملي اردو او ملي پوليسود منسوبيو پښې او لاسونه غوڅ کړل، په ټاکنو کې د ګډون کوونکو ګوتې يې غوڅې کړې، له مسلمانانو يې سرونه پرې کړل او له ځوانانو يې سترګې وايستې.

له اسيرانو سره ښه سلوک کوئ او هغوى تغذيه کړئ، خو طالبانو او داعش پر بنديانو تجارت وکړ، پر پاکستان او نورو استخباراتي ادارو يې افغان اسيران خرڅ کړل، د ملي اردو بې شمېره اسير سرتېري يې ووژل، قومي مشران يې اسيران کړل او بيا يې د خپلو شومو موخو لپاره ووژل او پر ځينو اسيرانو يې آن جنسي تېري هم وکړل.

محمد (ص) خپلو ملګرو ته امر کړى و،چې تسليم شوي خلک وبښئ، خو طالبانو او داعش د ملي اردو او ملي پوليسو کوم عسکر له تسليمېدو وروسته بښلي؟ دوى له تسليمېدو وروسته بهرني سرتېري زياتره وخت د پيسو په مقابل کې خوشې کړي، خو افغان مسلمان سرتېري يې د رسول الله (ص) د حکم خلاف وژلي او بېرته يې خوشي کړي نه دي.

محمد (ص) خپلو ملګرو ته امر کړى و،چې مريضان مه وژنئ، خو طالبانو او داعش ډلې پر روغتونونو بريدونه وکړل، ناروغان يې ووژل، ډاکتران يې ووژل او آن ځينې ناروغان يې په روغتونونو کې د هدفي وژنو ښکار کړل.محمد (ص) خپلو ملګرو ته امر کړى و: چې د اوسېدو ځايونه مه ورانوئ، خو طالبانو او داعش ډلې عامه ځايونه د بمونو په لمبو کې وسوځول او وران يې کړل، آن پلونه، روغتونونه او ښوونځي يې وسوځول او له ملكي ځايونو او كورونو د جګړې د ډال په توګه كار اخلي.

محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړى و،چې

عبادت ځايونه مه ورانوئ، خو طالبان او داعش ډله د رب پر کور هم رحم نه کوي، پر جوماتونو بريدونه کوي، مقدس ځايونه ورانوي او غير مقدس ځايونه خو پرېږده چې د رب کورونه هم ترې په امان پاتې نه شول.

پر بني قريضه کورنۍ رسول الله ص له لس زره لښکر سره بريد وکړ، د بريد پر مهال آن هغو کفارو او منافقينو ته هم برائت و، چې په جومات کې به يې پنا اخيسته.په مکه مکرمه کې چې د الله (ج) کور دى د وينې تويول حرام دي، خو په افغانستان کې داعش او طالبان په جوماتونو کې د بې ګناه انسانانو د وينې تويولو جواز لري.

محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړى و:

د خوړو له زيات ضرورت پرته څاروي مه ذبحه کوئ، خو طالبانو په بدخشان کې پر غواګانو جنسي تيري وکړل، د خلکو مالونه يې د عشر او ذکات په پلمه په زور واخيستل او د خلکو مالونه يې په برمته کې ونيول او ويې خوړل.

محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړى و:

له سفير او نماينده سره بد سلوک مه کوئ، هغوى مه وژنئ، خو طالبانو په غزني او كندهار کې هغه مشران ووژل چې په جرګه ورغلي وو، نورې داسې زرګونه پېښې شته چې د رسول الله (ص) ددغه حديث سره په ټکر کې دي.

محمد (ص) خپلو ملګرو ته امر کړى و:

څوک په زور او جبر مه مسلمانوئ، خو طالبان او داعش پر مسلمانانو جبر کوي، پاتې شو کافر. دوى بې ګناه مسلمانان په دې پلمه ځوروي چې ګواکې د حکومت ننګه کوي کفر خو لرې خبره ده.محمد (ص) خپلو ملګرو ته امر کړى و،چې

د اجسادو بې عزتي مه کوئ، خو طالبانو او داعش ډلې بې شمېره جسدونه وسوځول او په مړينه يې په ګوليو وويشتل چې مړي يې بدرنګه شي. اندامونه يې ترې غوڅ کړل، سرونه يې غوڅ کړل او بيا يې سوځولي، أن اوس يې په لوګر کې خلکو ته ويلي، که چا په ټاکنو کې ګډون وکړ، تناسلي آلې به يې ترې غوڅې کړي.

الله تعالى فرمايي:

ژباړه: چاچې يو بې ګناه مسلمان قصداً وواژه، ځاى به يې ابدي جهنم وي. که د اسلام سياسي تاريخ وکتل شي هېڅ داسې لاسوند به ونه مومئ چې په کې د انساني تاريخ بدرنګي راغلې وي.

اسلام د امن دين دى او دا اوس چې د خندق په نامه طالبانو کوم مسلمان ضد عمليات اعلان کړي، نوم ښايي د رسول الله (ص) د مشهورې غزا خندق څخه په الهام اخيستل شوى وي، خو رسول اکرم ص په خندق غزا کې د مسلمانانو د وژلو پيل نه و کړى، طالبانو د خندق عمليات د پوهنتون د يوه استاد په وژلو پيل کړل.

نو پردې اساس د طالب او د طالب د نوي ويرژن شوي داعش جګړه د اسلام پرضد، د مسلمانانو پرضد او د افغان پرضد ده! که چېرته افغان ولس ددغو شريرو وحشيانو پرخلاف يو موټى نه شي او په وړاندې يې د جهاد اعلام ونه کړي، همداسې به کله په جومات ، کله په حجره  او کله په مدرسه کې وژل کېږي.په لاهور کې هيرامنډۍ ته ورته په سلګونو زنا خونې او شراب خونې په امن کې دي، يو ځانمرګى بريد په کې ونه شو، خو په پښتونخوا او په افغانستان کې جوماتونه په امن کې نه دي، چاودنې په کې کېږي، نو خبره د جهاد نه بلكې د فساد ده، دوى غواړي چې په افغان خاوره تل فساد خپور وي، الله (ج) په قران کې فرمايي هغه څوک قتل کوي چې په مځکه فساد خپروي، نو موږ ته قران حکم کوي موږ ته الله (ج) حکم کوي چې دې شرخوښو پرخلاف جهاد وکړو خو دوى ته يوازې تور پنجاب وايي چې ورشه افغان ووژنه په پنجاب کې دې ډم خانې وي، خو د لراوبر افغان جوماتونه او ښوونځي وران کړه. لنډه دا چې يوه د حل لاره لرو هغه دا چې هر افغان بايد د ملي امنيتي ځواکونو په څېر دهېواد ساتنه خپل فرض وګڼي هر افغان بايد لکه د امنيتي سرتېري په شان داسې احساس د مسوليت وکړي کنه ورکېږو او تباه کېږو.

د ښمن ته موږ تر ننه د د ښمن په سترګه نه دي کتلي او نه مو ورسره داسې چلند کړى او نه د دښمن په وړاندې يو موټى شوي يو، خو د ښمن زموږ برعکس موږ واجب القتل ګڼلي يو، موږ وژني زموږ په وړاندې، که د ښمن اقليت دى، خو يو موټى دى ،هدف يې زه يم ،لر او دواړه موږ وژني نو اې افغانه! د دښمن په مقابل كې تل هوښيار او بېدار اوسه.

عطاءالله خان حيران

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha