صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د خبريالانو او نورو بېګناه خلكو وژل د اسلاميت ضد عمل دى

د خبريالانو او نورو بېګناه خلكو وژل د اسلاميت ضد عمل دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دافغانستان دتاريخي دښمنانو پېرودل شويو،روزل شويو،تغذيه شويو او وسله والو شويو وحشي صفتو تروريستي ډلو په دې وروستيو كې دهېواد په مركز او ولايتونو كې د بې پرې او ناپيلي قشر په توګه آن دخبريالانو،ژورناليستانو، تصوير اخيستونكو اوهنرمندانو په ګډون پر بې ګناه ،بې دفاع ،مظلومو او نادارو خلكويې ځانمرګو اوغلچكي بريدونو او بمي چاودنو ته زور وركړى دى

 چې په ملي ،سيمه ييزه اونړيواله كچه يې دټولو بشردوستو ،عاطفه لرونكو اوصله انسانانو زياتې كركې اوغوسې راپارولې دي، دهغو عاملين يې په كلكه غندلي او محكوم كړي ، زيات لعنتونه يې پرې ويلي او دلوى خداى (ج) له درباره يې پرې دزياتو عذابونود را نازليدو هيله كړې ده كه څه هم له دې سره جوخت دامريكا په مشرۍ له نړيوالې ټولنې څخه په كلكه داغوښتنه شوې چې د افغانستان او امريكا په ګډون دسيمې او نړۍ هېوادونو ثبات ته ديو ستر ګواښ په توګه دترهګرو او د پاكستان په څېر دهغوى دملاتړكوونكو،تغذيه كوونكو،روزونكو، توليدوونكو، صادروونكو اووسله وال كوونكو هېوادونو دپه نښه كولو او ځپلو لپاره نور بايد له خپل ټول زور او ځواك څخه كار واخلي او دهغوى مشران دې دنړۍ دستر تروريستي سازمان دمشر اسامه بن لادن، د طالبانو دپخواني مشر ملااختر محمدمنصور او دغه راز دعراق او ليبيا د وخت داستبدادي رژيمونو دخپلسرو جمهورو رييسانو صدام حسين او معمرالقذاقى له برخليكونو سره مخ كړي اودتاريخ توروكندو ته دې پورې وهي نو هله به دافغانستان، امريكا،فرانسې ،جرمني او هند په ګډون دسيمې اونړۍ دهېوادونو خلك دبشر د ډېر ستر او ګډ دښمن په توګه دطالبانو، حقاني شبكې،القاعده اوداعش په څېر دتروريستي ډلو دځانمرګو او غلچكي بريدونو اوبمي چاودنو اود غه راز دپاكستان ،ايران او روسيې په ګډون دهغوى دملاتړو هېوادونو له شره تل خوندي شي اود سپټمبر مياشتې ديوولسمې نېټې دزړه دردوونكې اوبوګنوونكې پېښې په څېر ناخوالې اونا دودې به بيا نه ګالي اوله دې پرته به نه يوازې په افغانستان بلكې دنړۍ په نورو هېوادونو كې به هم دامريكا په مشرۍ دنړيوالې ټولنې دغړو هېوادونو خلك تل دترهګرو اودهغوى دملاتړو هېوادونوداجيرانو دځانمرګو اوغلچكي بريدونو ښكار كېږي او وژل كېږي اوله امله به يې تل ويرونه اوماتمونه ګالي. درسنيو له لارې دخپرو شويو، رپوټونو پربنسټ تروريستي ډلو په كابل،كندهار او خوست كې پرخبريالانو،ژورناليستانو او نورو بېګناه ، بې دفاع او مظلومو خلكو او همدارنګه دهېواد په نورو سيمو كې دولسې جرګې اودلسواليو دشوراګانو دټاكنو لپاره دراى اچوونكو دنومونو د ثبتولو پرمركزونو دخپلو ترسره شويو ترهګريزو بريدونو په لړ كې په خوست كې دراى اچوونكو دنومونو دثبتولو پر مركز هم وحشيانه اوبې رحمانه بريد وكړ اوزياتو بېګناه ،بې دفاع او مظلومو خلكو ته يې مرګ ژوبله واړوله چې بيايې هم دخلكو زياتې غوسې اوكركې راوپارولې او څرګنده يې كړه چې دترهګرو او دهغوى دملاتړو هېوادونو دغه ډول وحشيانه اوبې رحمانه بريدونه له اسلاميت او انسانيت سره هېڅ اړخ نه لګوي او د مخنيوي لپاره يې دامريكا او دافغانستان ټولې كشفي امنيتي اودفاعي ادارې تل بېدارې ،هوښيارې اوتيارې واوسي او داسلام اوسولې ددښمنانو ددغه ډول وحشيانه اوبې رحمانه بريدونو پلانونه له پلي كېدو دمخه كشف اوشنډ كړي اودهغوى پرخوب اوخيال دې بدل كړي ،نو هله به دترهګرو اود پاكستان ،ايران او روسيې په څېر دهغوى دملاتړو هېوادونو دسترې هيولا له شره خوندي شي.

شاولي قرار

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha