صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | برېښنايي تذکرې د افغاني هويت ثابتوي

برېښنايي تذکرې د افغاني هويت ثابتوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په افغانستان کې د سياسي او ټولنيزو ستونزو او د ولس د اقتصادي کمزوريو د بنسټيزو لاملونو څخه يو هم د دې هېواد د وګړو د حقيقي نفوس او د همدې وګړو د ټولنيز ژوند د بېلابېلو اړخو په باب د کره مالوماتو نه شتون دی. کله چې د افغاني ټولنې د وګړو د حالاتو همدارنګه د ژوندانه دلومړنيو او اساسي اړتياوو کره مالوماتو ته لاسرسۍ نه وي، ممکنه نه ده، چې دولت د هر سمت، ولايت، ولسوالۍ، قوم او کلي په سطحه داسې برنامې پلان او عملي کړي، چې په پوره ډول د دوی د ژوند د ښه کېدو لامل وګرځي.

په متوازن ډول د هېواد ټولو وګړو ته د پوهنې او روغتيا د برخې خدمتونه، بيارغونه، اقتصادي پرمختګ، د کرنې او مالدارۍ د ودې او پرمختيا پلانونه د دقيقو مالوماتو په نه شتون کې امکان نه لري او که وشي، اغېزمنتوب او د خلکو په ژوند کې به يې بدلونونه په هغه کچه نه وي، چې تمه يې موجوده ده.

اوس وخت کې چې افغانستان لا هم په بحراني او کړکېچن حالت کې راګير دی او دلته د پېښيدونکو ستونزو له کبله خلک په جسمي او رواني لحاظ صدمه ويني، پر ملي پروسو او ملي ګټو شکايتونه او نيوکې د دې پر ځای چې اصلاح رامنځته کړي، له بده مرغه ولسي بدګومانۍ ته لمن وهي.

په طبيعي توګه د موثقو مالوماتو په نه شتون کې، خدمتونه نا انډوله او د خلکو د هيلو خلاف وي، چې بيا ددې نا متوازن حالته د افغانانو تر منځ د بې باوريو او تضادونو د راپارولو لپاره استفاده کېږي.

که لږ يې واضح ووايو، د برېښنايي تذکرو او د وګړو د کره شمېرې د نه مالوماتو له کبله په پارلمان کې د سيمو د خلکو د استازيو له ونډې نيولې بيا، تر عرضه کيدونکو خدمتونو او د نظام په سياسي دستګاه کې د کدرونو او اشخاصو تر سهم پورې ټولې مسئلې د خوابدۍ او شکايتونو ملګرې دي.لامل يې څرګند دى، په دې برخه کې د اصلاحاتو لپاره د افغاني ټولنې د وګړو کره شمېر او د وګړو د ټولنيز حالت په باب لازم مالومات نه شته، نو که چېرې محدوده ډله خلک د اوږدو کلونو لپاره د ملت ټول واک په لاس کې اخلي او برعکس که د پراخو سيمو اهل کسان له هر څه پاتې کېږي، په دې باب ګيلو ته به څه مناسب ځواب موجود وي؟

د افغانانو د پېژندپاڼو او يا تذکرو په باب بل بحث د افرادو د هويت مسئله ده، موږ نه شو کولای چا ته نوی او جعلي هويت ورکړو او يا د چا اصلي هويت سلب کړو.

د افغانيت د تثبيت لپاره د افغانستان له اساسي قانون سربېره د دې هېواد اوږد تاريخ ګواه دی، هغه وخت چې د دې وطن تن او وجود ته د سيمې د استخباراتو لاسونه نه وو رارسېدلي، دلته اصلاً د شمال او جنوب،ختيځ اولوېديځ او د ژبو پر تنوع د خلکو تر منځ د تو پير مسئله نه وه موجوده.

متاسفانه د سيمې هېوادونو د افغانانو له نورو مجبوريتونو دا استفاده هم وکړه، چې يو شمېر بې عزمه، متزلزل او خرڅ شوي کسان يې پر دې مامور کړل، چې دا هېواد  خلکو ته يوه مسافر خانه او اوسېدونکي وروڼه مليتونه په کې د څلورو ورځو مسافر وښيي او داسې فکر خپور کړي چې خدای مکړه دا يو واحد او نه بېلېدونکى ملت نه دى.

افغانستان د افغانانو ګډ کور دی او د افغان کلمه د دې تاريخي ملت په هر فرد چې پلار او نېکه يې د دې ټاټوبي وي اطلاق کېږي، د افغان په نوم کې د قوميت په لحاظ کمي او برتري نه شته، دا هېواد له ګڼو مليتونو
 (( ازبکو، ترکمنو، تاجکو، پشه يانو، پښتنو، اهل هنودو، نورستانيو، ايماقو، ګوجرو او نورو لويو او وړو قومونو))   څخه جوړ شوى د
ی.

دا نوم د دې هېواد په هر وګړي اطلاقيږي، افتخار يې دى او اصيل افغان يې په هېڅ بيه بې قدري نه کوي.

افغانيت يو داسې ارزښت نه دى، چې يو کس دې په مفته چا ته اهداء کړي او له بل کس څخه دې په زور لرې کړي، افغانيت له پخوا تر ننه د دې ملت د پېژندګلوۍ سمبول و او له ننه د جهان تر پايه به د افغانانو د پېژندنې نښه وي.

دا مسئله د الکترونيکي تذکرو په وېش او د دې بهير  په ودريدو پورې کوم منطقي تړاو نه لري، افغاني هويت موږ ته د دولتمردانو له خوا نه دى تفويض شوى، بلکې دا وياړ راته له تاريخونو راپاتې دى او ټول خواره ولسونه يې ځانونه پر پاللو مکلف بولو.

موږ وينو چې په دې وروستيو کې د دولت په سياسي دستګاه کې يوه وړه کړۍ له دې مسئلې هم د حکومت او سياست خبرې جوړوي او اوس چې نور څه نه دي ورپاتې، غواړي په دې توګه افغان وروڼه په خپلو کې سره خوابدي کړي.

،خو دا ارمان نه پوره کېدونکى دی، د افغانيت نوم نه روس ورک کړى او نه انګريزانو، نه مغلو ورک کړى او نه چنګيزيانو او نه بل طاغوتي قوت ته خدای ج دا توان ورکوي، چې د افغانانو دا ستر وياړ ولوټي.

له دې کبله د اصلي افغانانو د پېژندنې او له دې نامه څخه د بدې استفادې د مخنيوي لپاره د برېښنايي تذکرو وېش يو مهم اقدام دی او دا کار بايد لا پخوا شوى وای.

 ولسمشر غني د لومړنۍ  برېښنايي تذکرې د اخيستلو پر مهال وويل: په ۲۱مه  پېړۍ کې حکومتوالي، اقتصاد او په ځانګړي ډول خدمتونه معلوماتو پرته نه شي ترسره کېدای.

محمداشرف غني څرګنده کړه: نن د نظام جوړونې په لور يو مهم ګام واخيستل شو، داسې نظام چې د اساسي قانون له سپارښتنو سره سم متوازن پرمختګ عملي کړي، متوازن انکشاف په دې معنا دى چې جغرافيايي معلومات راټول او پلان جوړ کړای شو چې مهمې پايلې به يې د بودجې لګښت وي.

جمهوررييس غني د الکترونيکي تذکرې مثبتو اغيزو ته په اشارې وويل: ټاکنې د ولسواک نظام مهمه برخه جوړوي، چې له جبر او زور پرته د خلکو په رايو کېږي او دا يوه اړتيا ده چې ټول افغانان تذکرې ولري او په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.

د ولسمشر ياد پيغام ته په کتو او د هېواد اړتياوو ته په پام زموږ هيله داده چې ټول افغانان که هغه د امنو سيمو اوسېدونکي دي او که تر ګواښ لاندې سيمو کې ژوند کوي، بايد په جرئت سره تذکرې واخلي، خپل هويت تثبيت او سياسيون دې هم له دې مسئلې د خلکو تر منځ د بې اتفاقيو د رامنځته کولو د وسيلې په توګه کار نه اخلي.هغوی دې په دې پوه شي، چې هېڅوک حق نه لري  د پرديو په اشاره او لارښوونه د افغانانو د اسلاميت او افغانيت په داعيې سوداګري وکړي او دا پنځه زره کلن يوموټى ملت په يو اوبل نامه سره ووېشي.

مجيب پښتون

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha