صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د افغانستان عام خلك د برېښنايي تذكرو د وېشلو ملاتړ كوي

د افغانستان عام خلك د برېښنايي تذكرو د وېشلو ملاتړ كوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

اوس ولس په دې پوه شوى ،چې د ژوندانه د ښه والي، دامنيت د خوندي كېدو، پرمختګ ، د چارو د روڼوالي او په تېره بيا د رڼو او عادلانه ټاكنو او دغه راز د مهم ملي هويت او ستر تابعيتي سند لپاره، برېښنايي تذكرې ډېرې مهمې دي، له همدې امله كله چې تېره پنجشنبې د برېښنايي تذكرو لړۍ د ولسمشر او نورو مهمو چارواكو له خوا پيل شوه، ولس يې تود هركلى وكړ، دا منو چې د اجرائيه رييس ښاغلي ډاكټر عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو كړيو له خوا يې مخالفت وشو، خو ولس خپل خير اوس درك كړى او د بريښنايي تذكرو د وېش لړۍ به هرو مرو پلې كوي.

دا منو چې  اختلافونه شته، خو د كورنيو چارو  وزارت د نفوسو د احوال د ثبت اداره وايي، چې دا سياسي ناندرۍ د برېښنايي تذكرو د وېش لړۍ نه شي درولى! د دې ترڅنګ د برېښنايي تذكرو لپاره ټول قانوني مراحل بشپړ شوي او اوس يې د اجرا كېدو لړۍ پيل شوې ده. موږ لومړى امنيت ته ستره اړتيا لرو، چې د برېښنايي تذكرو يو شمېر مخالفين يې پلمه ګرځوي ،كه پام وشي، نو په پوځي، استخباراتي ،ملي او نورو ادارو او عام ولس كې د دښمن كسانو نفوذ كړى او همدا اوسنۍ كاغذي تذكرې يې جعلى جوړې كړې او يا يې هم په واسطه!؟ همدا كسان په ګڼو ترهګريزو بريدونو كې لاس لري او پردي سړي هم د كاغذي تذكرو په اخيستلو سره ځان په ولس كې پټ كړى دي! دغه راز يو شمېر كسانو او ډلو د خپلو افرادو د (( ډېر )) ښوودلو لپاره هڅې كړې ،چې يو فرد دې ،څو څو تذكرې واخلي، موږ وليدل، چې په يوه نمبر او ګڼه ،ډېرو كسانو ته يوه تذكره وركړل شوې او داسې كسان هم شته، چې د ناوړو ګټو د تر لاسه كولو لپاره آن لس دوولس تذكرې هم لري! همدا راز د يوه كس لپاره يا د يوه كانديد لپاره د څو څو وارې رايې وركولو لپاره هم هڅې شوې، چې په بېلابېلو نومونو د رايو كارتونه تر لاسه او ناوړې موخې تحقق ومومي، له همدې امله ټاكنې تر پوښتنې لاندې دي او امنيت مو خوندي نه دى. د دې مخنيوى يوازې او يوازې برېښنايي تذكرې كولى شي! د برېښنايي تذكرو لويه ځانګړنه دا ده ،چې د هر شخص د سترګو او ګوتې نښه ثبتوي او يو كس نه شي كولى ،چې څو تذكرې واخلي او بيا ترې ناوړه ګټه پورته كړي. دغه راز دښمن هم نه شي كولى ،چې دغه تذكرې واخلي او د ملت په منځ كې ځان پټ كړي. ښېګڼه يې دا ده ،چې په چارو كې اسانتيا راولي ، د بېلګې په توګه د پاسپورټ ، لېسنس ، د موټر او نورو تحصيلي اسناد ، ټول په برېښنايي تذكره كې ثبتېږي. نن موږ وينو ،چې د پاسپورټ، لېسنس او د موټر او نورو تحصيلي اسنادو تر لاسه كول او يا يې نوي كول، څومره ستره بوختيا او سرګرداني ده، خو برېښنايي تذكره دا ټولې چارې آسانوي او ولس هم همدا غواړي. په سوداګريزه راكړه وركړه او دغه راز نورو معاملو كې د برېښنايي تذكرو لرل، د نننۍ نړۍ ستره غوښتنه ده، لكه اوس ،چې له كمپيوټر او انټرنېټ پرته چارې نه شي تر سره كېداى، نو همداسې ملتونه د چارو د سمون او عادلانه كړنو لپاره روڼوالي ته اړتيا لري او دا جبري ده، كه څوك بيا برېښنايي هويت او برېښنايي پېژند پاڼه ونه لري، له دغه پرمختګه پاتې دي، لكه نن څوك له تكنالوژۍ ( كمپيو ټر او انټرنېټه ) ګټه نه شي اخيستلى، بې سواده او نالوستى ګڼل كېږي، همداسې كه څوك برېښنايي تذكره ونه لري، نو وروسته پاتې ،نالوستى او په ستونزو كې غرق وي! دغه راز نورې ګټې هم لري،چې بايد پرې كتابوته وليكل شي، خو دلته يې يادونه په لنډه توګه كوو او له همدې امله ولس خوښ دى، چې برېښنايي تذكرې ولري. هغه څوك چې د دې تذكرو مخالفت كوي، نو ملت پوهېږي، چې دا كسان ګډوډي غواړي او په دغې ګډوډۍ كې يې ګټه ده، لكه په تېرو څو لسيزو كې ،خو ملت نور د هغوى د ګټو قرباني نه شي كېداى، ملت اوس پوه شوى، ملت ملي يووالى او اجماع لري، دلته ټول توكمونه سره وروڼه دي، سره ګاونډيان دي، وينه يې شريكه ده، له يو او بل سره خېښۍ او خپلوۍ لري، مړۍ او ژوندى يې سره شريك دى، درد ، غم او خوښۍ يې سره يوه ده، نو دا كسان دا ملت نه شي سره بېلولى، دا يو افغان ملت دى او زرګونه كلونه ګډ تاريخ لري. له دې پرته د ملي هويت پر سر ناندرۍ د سختې خندا وړ دي، تل به دا ګډوډۍ نه وي،بلكې ورځ تر بلې نظام پياوړى كېږي او د خلكو واك او ټاكنې ته ارزښت وركول كېږي او دا د نړۍ ستره غوښتنه هم ده، دغه راز د قانون حاكميت هم ورځ تر بلې پياوړى اوپراخه كېږي، كه څوك د قانون له مخې عمل ونه كړي او قانون ته ځان تسليم نه كړي، نه ولسمشريزو ټاكنو او نه هم د ملت وكالت ته كانديدېداى شي، په اساسي قانون كې راغلي، د ولسمشرۍ لپاره كانديد بايد: « دافغانستان تبعه، مسلمان  او له افغانې مور او پلاره زېږيدلى وي او د بل هېواد تابعيت ونه لري» اوس نو که څوک له افغانېته انکار کوي نو بيا د ولسمشرۍ لپاره هم د كانديدۍ حق له لاسه ورکوي. په داسې حال کې چې د افغانستان هر وګړى د قانون له مخې دا حق لري چې له شرايطو سره سم ځان يا هم بل څوک کانديد کړي. ولسمشر غني سره له دې چې د برېښنايي تذکرو وېش په ځنډ پيل كړ، خو ټول ولس يې بيا هم ننګه او ملاتړ كوي او دا د ټولو ملي مسووليت دى، چې د برېښنايي تذكرو د وېش لړۍ د بري تر بريده ورسوي، كه څو ك يې په نااګاهانه توګه مخالفت كوي، هغوى دې په عاقلانه، عادلانه او منطقي توګه له سره فكر وكړي او د ټولنې او قانون له غوښتنې سره دې ځانونه عيار كړي.

تميم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha