صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د برېښنايي تذكرو وېشل د وطن جوړونې او نظام جوړونې پرلور مضبوط ګام دى

د برېښنايي تذكرو وېشل د وطن جوړونې او نظام جوړونې پرلور مضبوط ګام دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان جمهور رييس محمداشرف غني دافغانانو ديوې ډېرې سترې غوښتنې په توګه په دې روانې يوويشتمې پېرۍ كې محير العقولو اختراعاتو، خارق العاده اكتشافاتو ،تكنالوژيكي پرمختګونو اونورو زياتو او مهمو نويو بدلونو ته په كتو د ډېرو انتظارونو له ګاللو اوناندريو وروسته ددغې پرمختللې پيړۍ ديوې ډېرې مهمې اړتياپه توګه هېوادوالو ته دبرېښنايي تذكرو دويش په اعلامولو سره نه يوازې دوطن جوړونې اودنظام دثبات په لور يو سترګام واخيست ،بلكې پرمټ يې په راتلونكي كې په هېواد كې درڼو ، شفافو ، عادلانه آزادو اوسراسري ټاكنو ترسره كولو ته هم لاره پرانيستله اوپه هغو كې يې ددرغليو مخه ډب كړه

 اوهم يې د دوست اودښمن، دخپل اوپردې دپېژندلو په اړه له افغان كشفي، امنيتي او دفاعي ځواكونو سره دپوره مرستې له پاره زمينه برابره كړه او هم به دهېواد په مركز اوولايتونو كې د راز راز اقتصادي او پراختيايي پروژو دپلي كولو له پاره دوګړو دشمېرو له مخې دقيق ارقام دپروژو دپلي كولو دماهرانو په واك كې وركړي چې پرمټ يې دهېواد دټولو ولايتونو په ښارونو ،كليو او بانډو كې دمتوازن انكشاف او پراختيا له پاره دافغان حكومت جوړو شويو او طرحه شويو پلانونو ته دعمل جامه ور واغوندي او له دې لارې دهېواد دټولو خلكو غوښتنو او اړتياووته ځواب ووايي.لكه چې دافغانستان جمهور رييس هم په هغو ځانګړو مراسمو كې چې ديوې  ډېرې مهمې اړتيا په توګه دافغانستان خلكو ته دبرېښنايي تذكرو دويش داعلامولو له پاره جوړه شوى وه يادو مهمو ټكو ته ګوته ونيوله او جوته يې كړه چې افغانان به ددغو برېښنايي تذكرو دترلاسه كولو په مرسته نه يوازې د پرمختللې يو ويشتمې پيړۍ دپرمختللې تكنالوژۍ له ښېګڼو برخمن شي، بلكې دافغانستان دجمهوري رياست ، ولسى جرګې او ولايتي شوراګانو په ټاكنو او داسې نورو چاروكې به ددرغليو له پاره دجعلي اوتقلبي تذكرو كارولو او استعمالولو ته هم دپاى ټكى كېږدي او په پوره شفافيت سره به په هېواد كې دچارو دپرمخ بيولو اوسمون له پاره لاره اواره كړي اوله دې پلوه به دخلكو اندېښنې له منځه يوسي اوپه پاى كې به دافغانستان وګړنى، ولسي اوديموكراتيك نظام هم لاغښتلى او با ثباته كړي اوپرځلېدو به يې راولي. دهېواد خلكو ته دبرېښنايي تذكرو دويش په اړه دافغانستان دجمهور رييس دا ستر او پرځاى ګام دافغانانو له تاوده هركلي سره مخ شوى دى او ويلي يې دي چې له نېكه مرغه دهېواد دخلكو له پرله پسې غوښتنو سره سره داسلام او افغان دواړه كليمې اوداسې نورې مهمې ځانګړتياوې هم په كې درج او ځاى كړاى شوي دي او هرڅوك چې افغانانو ته ددغه ډول برېښنايي تذكرو له ويش سره مخالفت كوي دويش په لاره كې يې دخنډونو له اچولو څخه كاراخلي، پر ضد يې خلك راپاروى اوله دې لارې په قومونو او توكمونو كې نفاق اچوي بايد ډډه ترې وكړي، ځكه دبرېښنايي تذكرو ويش ستره ملي اړتيا ده، چې له نېکه مرغه اوس يې ټول قانوني او حقوقي پړاوونه بشپړ شوي او د اجرا کولو لړۍ يې پيل شوه، د نفوسو د احوال د ثبت ادارې هم ويلي ،چې هغوی به دا لړۍ په لومړيو کې په کابل او ورپسې به يې په  ټول هېواد کې بشپړه کړي. ولسمشر غني لومړی  دهېواد امنيت ياد کړ، چې دا تذکرې يې خوندي کولی شي او هم د افغان ملت هويت ثابتوي او د افغان په جامه کې د بې مسووليته كسانو او مجرمانو د پټېدلو مخه نيسي. دا تذکره اقتصادي رفاه هم  رامنځته کوي او عدالت او ټولنيز حقونه تامينوي. دا د هېواد د ښې راتلونکي لپاره، لوی ملي پروګرام دی او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له  هر افغان وګړي غوښتنه کېږي چې تذکره واخلي او د دې مهمې ملي پروسې ملاتړ وکړي. دغه راز ولسمشر د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ دوطن جوړونې او  د نظام  ‌جوړونې په لور اساسي ګام وباله، خو د حکومت اجرائيه رييس ډاكترعبدالله عبدالله دغه بهير نامشروع وباله ، چې لا هم د الکترونيکي تذکرو د وېش پر سر د حکومت د مشرانو تر منځ د نظر اختلافات شتون لري. د ښاغلي عبدالله په وينا، په اوسنيو شرايطو کې افغانان يووالي ته جدي اړتيا لري، خو له سلامشورو پرته د برېښنايي تذکرو د وېش پيل به د افغانستان د قومونو ترمنځ د اختلافاتو لامل شي. موږ پوه نه شوو، چې  اجرائيه رييس ولې دا ملي پروسه ، چې د ټول ملت پرې ملي اجماع ده ،د اختلافونو لامل بولي!؟ پوښتنه دا ده ،چې افغانان بايد په يوه ملي هويت ونه پېژندل شي؟ ايا د افغان ولس په منځ کې بايد د غله، ترهګر او جنايت کار مخنيوی ونه شي، ايا دا تذکرې بايد په ټاکنو او نورو چاروكې  د ګڼو درغليو د مخنيوي لپاره ونه کارول شي؟ او ايا افغان ولس دې هم د نورو هېوادونو د ملتونو په څېر د ۲۱ مې پېړۍ د لويې غوښتنې پر بنسټ دا تذکرې ونه لري، چې د ملي هويت د تثبيت تر څنګ په ګڼو چارو كې او د درغليو په مخنيوي کې مهم او ستر رول ونه لوبوي؟ اوس ملت پوه دی ، چې دا لړۍ به  دهېواد نظام او ملي يووالی خوندي وساتي، ځکه د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون په شپږمه ماده کې له تعديل او د ولسمشر غني له توشېح وروسته، د دغو تذکرو دوېشلو د  بهير په وړاندې ټول خنډونه له مخې پورته شوي. دا ماده چې په برېښنايي تذکرو کې د افرادو د مشخصاتو د ثبتولو په اړه ده، له تعديل وروسته يې په الکترونيکي تذکرو کې د دين، مليت او قوم د نومونو يادولو ته لاره  هواره کړې ده.دا کار د ټول ملت له نظرياتو، اندېښنو او نيوکو وروسته تر سره او ټول قانوني اوحقوقي  مراحل يې بشپړ شوي دي، که  څوک بيا  هم اختلافات لري، نو عالمانه، منطقي، دور اندېشانه، ملي او په نړيوال تفکر برابر برخورد دې وکړي، په تذکرو کې هم د دين، هم د ملت او هم د قوم يادونه شوې ده. سربېره پر دې په۲۱ مه پېړۍ کې اوسنۍ تکنالوژي امر کوي، چې ملتونه دې برېښنايي تذکره ولري، چې په سياسي، اقتصادي، امنيتي او فرهنگي معاملو کې ورته ستره اړتيا ده. له همدې امله د برېښنايي تذکرو د وېش مهم ملي گام په هېواد كې  د امنيت د تحقق لپاره ستر عمل دى او په هېواد كې  د پرمختګ، هوساينې ،ټولنيز نظم او ملي يووالي لپاره مهم اصل دی، نو د ټولو سياسيونو، مشرانو، ځوانانو او ټول ملت دا سترمسئوليت دى چې په اوسني مهم مهال کې د برېښنايي تذکرو د تر لاسه کولو په لړۍ کې ګډون وکړي او دا ملي او مهمه لړۍ په خوښۍ او ملي رسالت سره بشپړه کړي.او له دې لارې دهېواد په ټولو چارو كې پوره شفافيت او پرمختګ ته زمينه برابره كړي اوپه دې توګه دكلونو كلونو جګړه ځپلو افغانانو ته درښتينو اوسترو خدمتونو دسرته رسولو جوګه شي او ښه راتلونكې او روښانه سباوون ور په برخه كړي.

شاولي قرار شينوارى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha