صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | په افغانستان کې د رسنيو وضعيت او څو كلن بهير

په افغانستان کې د رسنيو وضعيت او څو كلن بهير

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

تېره اوونۍ (د ۱۳۹۷ ل كال د ثور ۱۰مه) په کابل کې دوو پرله‌پسې بريدونو د نورو ملكي کسانو ترڅنګ ۹ خبريالان هم ووژل او 7 نور يې ټپيان كړل. په همدې ورځ په خوست ولايت کې د بي‌بي‌سي خبريال او همدا راز له دغو پېښو يوه اوونۍ وړاندې په کندهار کې د کابل‌نيوز تلوېزيون خبريال هم د نامعلومو وسله‌والو له لوري ووژل شو.

په افغانستان کې پر رسنيو دا ګوزار داسې مهال كېږي، چې له تېرو ۱۷ کلونو د رسنيو د کميت د زياتوالي ترڅنګ، د سيمې په کچه په هېواد کې د رسنيو خپلواکي هم د پام‌وړ زياته شوې ده. د بې‌پولې ژورنالېستانو د نړيوال سازمان په وروستي کلني راپور کې، چې څو ورځې وړاندې خپور شو، افغانستان د رسنيو د آزادۍ په نړيواله درجه‌بندۍ کې، د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۱۸ ځاى خپل کړى دى. خو په بل اړخ کې افغانستان د خبريالانو لپاره مرګونى هېواد بلل شوى او د دغه راپور له مخې، په تېر (۲۰۱۷) م کال کې ۱۵ تنه خبريالان په افغانستان کې وژل شوي وو.افغان دولت د خپلواکو رسنيو ډېروالى او د بيان ازادي، تل د خپلو سترو لاسته‌راوړنو له جملې څخه گڼي؛ خو په بل اړخ کې څومره چې لازمه ده، د رسنيو او د هغو د کارکوونکو امنيت او ځاني خونديتوب ته يې پاملرنه نه ده کړې.

په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغان رسنيو لاسته‌راوړنې، ستونزې او پر وړاندې يې خنډونه او ننګونې بايد يادې شي.

په افغانستان کې د رسنيو تاريخ له ننه ۱۴۵ کاله پخوا په ۱۸۷۳م کال کې د اميرشيرعلي خان د سلطنت دويمې دورې ته رسېږي. هغه مهال د لومړي ځل لپاره د شمس‌النهار اخبار تاسيس شو، چې په شمس‌النهار مطبعه کې د ډبرين (ليتوګرافي) ماشين په وسيله چاپېده.

له (( شمس‌النهار)) راوروسته په ۱۹۰۶م کال کې (( سراج‌الاخبار افغانستان)) او په ۱۹۱۲م کال کې د همدغه اخبار نوې څېره(( سراج‌الاخبار افغانيه)) د افغانستان د خبر ليکنې او رسنيز ډګر له مهمو ګامونو څخه و، چې د ژورنالېزم لاره يې روښانه او روانه کړه؛ خو له دې دورې راوروسته د شاه امان‌الله خان د سلطنت پر مهال چې د ژونالېزم د پراختيا د دورې په نامه يادېږي، د نورو برخو په څېر رسنيزې برخې هم د تېر په پرتله خورا زيات پرمختګ وکړ او دغه مهال په بېلابېلو برخو کې ۲۳ جريدې او اخبارونه خپرېدل.د شاه امان‌الله خان د سلطنت پر مهال په لومړي ځل د انيس خپلواک او خصوصي اخبار خپرېدل پيل شول، چې د محى ‌الدين انيس له‌خوا يې چارې مخ ته وړل کېدې. په ټوله کې دغه دوره د افغان رسنيو لپاره روښانه او له پرمختګه ډکه دوره بللى شو؛ خو د دې دورې له پاى ته رسېدو بيا د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ تر وخته رسنيو ازادي نه لرله او د دولت په سانسور او کنټرول کې وې.د ظاهرشاه د سلطنت پر مهال که څه هم د رسنيو آزادي اعلام شوه، خو د محمد داوود خان او ورپسې د خلق او پرچم د واکمنيو پر مهال رسنۍ د دولت تر سانسور لاندې وې. دغه راز د ډاکتر نجيب د حکومت په وروستيو کې ځينو ګوندونو هم په خپلواکه توګه په خپرونو پيل وکړ.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال رسنۍ په بشپړ ډول د حکومت تر واک لاندې وې او د دولتي تلوېزيون فعاليت هم درول شوى و؛ خو له ۲۰۰۱م کال وروسته کله چې د امريکا او ناټو له بريدونو وروسته د طالبانو رژيم ړنګ شو او د دوى په ملاتړ د نوي نظام په راتګ سره آزادو رسنيو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوه ، نو اوس‌مهال سلګونه بېلابېلې رسنۍ په هېواد کې فعاليت لري.

رسنۍ چې په يوه هېواد کې د څلورمې قوې په نامه هم يادېږي، په هره برخه کې خپل ځانګړى او اغېزناک رول لري، رسنۍ د يوه هېواد په ډېرو مهمو او برخليک‌جوړوونکو موضوعاتو کې هم د مرهم او هم د مرمۍ کار ورکولى شي.

تېر ۱۷ کلونه په افغانستان کې د بيان د ازادۍ او رسنيو د خپلواکۍ يو ځانګړى پړاو بلل کېږي، چې د دولتي رسنيو ترڅنګ سلګونه نورې بېلابېلې تصويري، غږيزې، چاپي او آنلاين رسنۍ خپرونې لري؛ خو ډېر ځله د دغو رسنيو پر فعاليت او خپرونو هم د بېلابېلو عواملو له کبله نيوکې شته.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلومات پر بنسټ، په افغانستان کې سلګونه تلوېزيونونه،راډيوګانې، ورځپاڼې، اوونيزې، مجلې او خبري آژانسونه له دغه وزارت سره راجسټر شوي دي. دغو رسنيو تر دې دمه د خبر رسونې، عامه پوهاوي، د دولت پر کارونو د څارنې، د هېواد د وضعيت تحليل او ارزونې، خلکو ته د بېلابېلو تفريحي خپرونو د وړاندې کولو او نورو برخو کې ډېر رول لرلى دى، چې د افغانستان لپاره د ولسواکۍ په برخه کې مهمه لاسته‌راوړنه بلل کېږي.

په بل اړخ کې، اوسنى رسنيز بهير سره له دې چې د کميت له پلوه خورا پرمختګ لري، خو د کيفيت، مسلکيتوب او بې‌پلوۍ په برخه کې لا هم زياتې ستونزې لري. که چېرې د افغانستان د رسنيو اوسني حالت او فعاليتونو ته ځير شو او د رښتينې آزادۍ په تله يې وتلو، نو څرګنده به شي، چې اوس ډېرو فعالو رسنيو خپل رښتينى مسووليت او رسالت په سمه توګه نه دى ادا کړى؛ نه يې رسنيز اخلاق په پام کې نيولي او نه يې هم ديني او فرهنګي پولې مراعات کړې.

امنيتي ګواښونه؛ په افغانستان کې د رسنيو او ژونالېستانو پر وړاندې لويه ننګونه د دوى د امنيت نه خونديتوب دى. خبريالان چې ډېر مهال په سختو او جګړه‌ييزو حالاتو کې د پېښو سيمو ته ځي، چې خلکو ته د پېښو حقيقتونه روښانه کړي، ډېر ځله د دوى د مرګ په بيه تمامېږي.په افغانستان کې له آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) د ۱۳۹۶ لمريز کال د کلني راپور له مخې، د ۱۳۹۵ل کال په پرتله په ۱۳۹۶ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ۵۱ سلنه زياته شوې ده. دغې ادارې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ۱۶۶ پېښې ثبت کړې، چې ۱۹ پکې د وژنې ۴۱ د ټپي کېدو ۲۳ د وهلو ټکولو ۱۶ د نيولو يا بندي کولو او ۶۷ د ګواښلو پېښې دي.

معلوماتو ته نه لاسرسى؛ د افغانستان د اساسي قانون د ۵۰ مې مادې او د رسنيو قانون د ۵مې مادې پر بنسټ، معلوماتو ته لاس‌رسى د هېواد د هر وګړي حق دى؛ خو له بده مرغه ډېر کله د اساسي قانون همدا ماده خپله د حکومت، د د وسله‌والو مخالفو ډلو او زورواکانو له لوري تر پښو لاندې کېږي او رسنيو ته يې د حقايقو رسولو په برخه کې
ستر خنډ جوړ کړى دى.

د ناپېيلتوب نشتون؛ په افغانستان کې د رسنيو پر وړاندې يو بل لوى خنډ په بېلابېلو لورو پورې د دوى تړل کېدل دي. اوس‌ ډېرې رسنۍ يا په داخل کې په کوم سياسي ګوند، شخص يا جريان پورې تړلې دي، يا په بهر کې په کوم هېواد يا شخص پورې او يا هم د يوه شخص په تجارتي او مالي اهدافو پورې تړلې دي. دغه راز په تېرو ۱۷ کلونو کې د رسنيو بې‌کچې زياتوالى هم د دې ښکارندويي کوي، چې په افغانستان کې د بېلابېلو موخود ترلاسه کولو لپاره د بېلابېلو هېوادونو، ګوندونو يا اشخاصو په ملاتړ په ډېر لږ وخت کې زياتې رسنۍ جوړې او فعالې شوې. همدا لامل دى، چې ډېرى يې د يوې رسنۍ په توګه خپل اصلي رسالت نه شي ادا  کولى او بې‌طرفه نه شي بلل کېداى.

مبتذلې خپرونې؛ د افغان رسنيو پر وړاندې يو بل ستر خنډ، چې دوى يې له خپل اصلي رسالته ګرځولې او تر ډېره د ځينو بهرنيو لورو په ملاتړ او يا هم د خپلو مالي ګټو په موخه ورته اړ کېږي، د مبتذلو خپرونو لرل دي، چې هم د اسلامي شريعت او هم د افغاني دود او دستور خلاف بلل کېږي. دغو خپرونو په افغاني ټولنه کې د پردي او وارداتي کلتور په خپرولو او اغېزې زياتولو کې
هم ډېر رول لرلى دى.

په کابل، کندهار او خوست کې پر ژورنالېستانو وروستي بريدونه د حكومت، رسنيزو بنسټونو او ګڼو نورو سياسي ګوندونو او اشخاصو له لوري او همدا راز په بهر کې د بښنې د نړيوال سازمان، ناټو او ملګرو ملتونو له لوري په کلکه وغندل شول او دا يې
(( جنګي جنايت )) وباله. په ټوليز ډول رسنۍ او خبريالان هم په هېواد کې د روانې ناامنۍ ښکار دي؛ خو پوښتنه دا ده، چې کله رسنۍ او د رسنيز ډګر فعالين نېغ په نېغه په نښه کېږي، لاملونه يې څه دي؟

لومړى؛ په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې د بيان او رسنيو آزادي د افغان دولت له لوري تل د لويې لاسته‌راوړنې په توګه ياده شوې ؛ خو د بيان له آزادۍ او د رسنيو د ملاتړ په برخه کې افغان دولت خپل قانوني مسووليت او مکلفيت چې هغه د رسنيو د کارکوونکو د امنيت ساتل دي، په سمه توګه نه دى ادا کړى او په دې برخه کې پاتې راغلى دي.

دويم؛ دا چې رسنۍ د عامه پوهاوي او د معلوماتو د رسونې په برخه کې مهم رول لري، ډېر ځله د وسله‌والو مخالفينو، زورواکانو او د مافيايي او استخباراتي کړيو له لوري د دې لپاره په نښه کېږي، چې د هغوى د کړنو او فعاليتونو په اړه له ولس سره معلومات شريکوي.

درېيم؛ خپلواکې رسنۍ د خبر رسونې او نورو ټولو خپرونو په برخه کې بايد ناپېيلتوب په پام کې ونيسي، خو له بده مرغه په افغانستان کې ډېرې رسنۍ دا اصل په پام کې نه نيسي، ډېر مهال طرف واقع کېږي او د دويم لاس معلوماتو پر بنسټ او يا هم پرته له کومې اصلي سرچينې خبرونه خپروي او دې چارې هم د دوى پر ضد د تاوتريخوالي او ګواښونو د زياتېدو په تړاو ډېر رول لرلى دى.

ضياءالاسلام شېراني

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha