صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | ترهګرو ولې رسنۍ په نښه کړې؟

ترهګرو ولې رسنۍ په نښه کړې؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

تېره اوونۍ د دوشنبې ورځ دافغانستان د رسنيو دکورنۍ لپاره يوه توره ورځ وه، ځکه په ځانمرګو بريدونو کې تر لسو ژورنالېستان شهيدان او يو شمېر ټپيان شول. د دي ترڅنګ په ورته وخت کې په خوست کې د BBC راډيو تلوېزيون خبريال هم د وسله والو له خوا په شهادت ورسېد. دا چې ولي ترهګرو رسنۍ په نښه کړې غواړم دلته پرې لږ بحث وکړم

.رسنۍ د دموکراتيکو نظامونو يو مهم اصل او جز دی او د ا اصل چې کله په ټولنو كې  غښتلى نه وي په هغو ټولنو او ملتونو کې دموکراسي هم غښتلې نه وي او دخلکو غږ په سمه توګه نه اوريدل کېږي او نه هم دعدالت دپلي کېدو لپاره زمينه برابريږي، خو افغانستان د دې ترڅنګ چې له تروريزم سره  په مبارزه کې ښکيل دى همهمالې د دموکراسۍ د پياوړي کولو لپاره پراخې هڅې کوي او ددې هڅو په پايله کې سږ کال افغانستان د بې سرحده خبريالانو د ټولنې په کلنې راپور كې د 180 هېوادونو په منځ کې 118 ځای خپل کړ او د تېر کال په توپير سره يې دوه قدمه مخکې اخيستي دي چې د حکومت دا لاسته راوړنه هم يو شمېر استخباراتي کړيو او هغو هېوادونو ته د منلو وړ نه ده کوم چې له دموکراسۍ څخه ويره لري او په کوم هېواد کې چې د آزادۍ د غږ اوچتولو لپاره ټولې رسنۍ سانسور کېږي، نو هغوی هېڅکله دا مسئله نه شي قبلولى .همدارنګه رسنيو هغه وحشتونه نړيوالو او افغانانو ته خپرول کوم چې د ترهګرو ډلو له خوا ترسره کيدل چې دې مسئلې هم دترهګرو پرضد نړيوال او په کور دننه عامه اذهان منفي کړي وو او رسنيو هڅه کوله دا وحشتونه تر خلکو ورسوي او دهغوی کرکه په وروستيو کې د ترهګرو پرضد زياته شوې وه چې ترڅنګ يې د هېواد په مختلفو برخو کې د سولې په ملاتړ خيمې هم ودرول شوې او رسنيو د افغانانو دې چغې ته پراخ انعکاس ورکړ.دوهمه مهمه مسئله دا وه چې ترهګر غواړي  دعامه اذهانو په خرابولو او همدارنګه له حکومت سره د رسنيو د مخالفت لپاره داسي عمل وکړي ، چې په عامه اذهانو کې ويره خپره کړي او ترڅنګ يې خلک له حکومت څخه ناراضه کړي چې ګواکي حکومت په امنيت نيولو کې پاتې راغلى دى ، خو خلک بايد پوه شي چې موږ له ترهګرو سره په جګړه کې ښکېل يو او زموږ مسجدونه ، ښوونځي ، ښوونکي ، پوهنتونونه او هېڅ ځای خوندي نه دى. ترهګر ښه او بد نه لري، نو بايد موږ په دې پوه اوسو چې ترهګر موږ ټول وژني په دي کې د ښه او بد تو پير کول په هېڅ صورت د منلو وړنه دي او نه بايد ومنل شي  او رسنۍ هم بايد  نور دا پريکړه وکړې چې د ترهګرو د فعاليتونو د پراخ ښودلو لپاره بايد وسيله ونه ګرځي، ځکه ترهګر  جنايتكاران دي  او تېره دوشنبه هغوی دا وښودله چې په  هېڅ ډول انساني ارزښتونو عقيده نه لري، بلکې د ټولو پر وړاندي يو شان جګړه مخته بيايي .درېيمه مهمه مسئله داده چې ترهګر هر وخت غواړي داسي کار و کړي چې د خبرونو سر ټکى شي او له دې لاري دوی خپل قوت او اغېزه ښکاره کړي او داسي وښيي چې دوی ډېر قوي دي له همدې امله يې رسنۍ په نښه کړې، ځکه د رسنيو په نښه کولو سره ترهګرو ته پراخ تبلېغاتي کمپاين کېږي چې له دې لارې هم عامه اذهان خرابوي او هم دخپل قوت د ښودلو لپاره کوښښ کوې چې نړيوال پردوی بحث وکړي  او دا د رواني جګړې يو اصل دی، چې داسې څه تر سره کړي چې دخبرونو دسر ټکي واوسي،نو دې ټکو ته په کتو سره اوس بايد څه وکړو ؟

لومړی: د افغان امنيتي ځواکونو او رسنيو ترمنځ بايد همغږي لا زياته شي او هڅه وشي چې د داسې پيښو په پيښيدو سره رسنۍ دا ومني چې د ساحې له سمې پاکولو وروسته دوی بايد خبري پوښښ ته ورشي .

دوهم : درسنيو مشران هم بايد د خپلو کارمندانو ژوند په خطر کې ونه غوځوي، ځکه يو شمېر رسنۍ هڅه کوې، د شهرت لپاره خپل کارکوونکي داسې ساحو ته ولېږي چې هلته ښکاره خطر موجود وي او همدې مسئلې ته درسېدو لپاره بايد افغان حکومت دکار قانون درسنيو دکار سرمشق وگرځوي او په دې هکله جدي اقدامات وکړي .

درېيم : رسنۍ هم بايد نوري پوه شي چې دوی په خپلو تبلېغاتو يوازې دښمن پياوړى کوي. دوی بايد نور د دوست او دښمن فرق وکړي نه داچې د طالبانو په مرسته سيمو ته لاړ شي او د حکومت ضد راپورونه جوړ کړي او افغان امنيتي ځواکونه هر وخت د دوی تر انتقاد لاندې وي. دوی بايد نور لارې جدا کړي او دا مسئله د تل په څېر حل کړي ، ځکه حکومت دوی ته امکانات برابروي .

سپين سهار

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha