صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | رښتينې غوڅه او نه ماتېدونكې اراده د فسادونو مخه ډب كولاى شي

رښتينې غوڅه او نه ماتېدونكې اراده د فسادونو مخه ډب كولاى شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په داسې حال كې چې دجمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ افغان حكومت دهېواد په قضايي ،عدلي،امنيتي او نورو ادارو كې له فسادونو اودغه راز د مځكو له غاصبانو،د نېشه يې توكو له كښت ،قاچاق او استعمال ، انسان وژونكو، انسان تښتوونكو،غلو، بډې خوړونكو ،قانون ماتوونكو او پرښځو دتېري كوونكو په ګډون د جنايت كارانو، بلواګرو اونورو ملي خاينانو پرضد دمبارزې لپاره يولړ قوانين جوړ كړي دي اود تطبيقولو او تنفيذولو ډګرته يې وړاندې كړي دي او هم يې دهغوى پرضد د رښتينې،

 غوڅې  او نه ماتېدونكې مبارزې لپاره دقضايي او عدلي ادارې،پراساسي قانون د څارنې له عالي ادارې ،د مځكو له ادارې او له نېشه يي توكو سره دمبارزې وزارت په څېر دلسګونو خپلواكو اوعالي ادارو جوړولو ته سازمان وركړى دى، خو په افغانستان كې دقدرت دګدۍ اوپيسو لېونيانو ،زورواكانو، سترو غاصبانو اونورو كورنيو او بهرنيو مافيايي كړيو په هېواد كې ددغه ډول فسادونو پرضد دمبارزې لپاره د ادارو د فعاليتونو اوپه دې برخه كې دنافذو قوانينو مخه ډب كړې اوله دې لارې يې دخپلو ځانونو دلاپړسولو اوپړقولو لپاره نه يوازې زياتو لوټماريو، بلكې په هېواد كې يې زياتو ناامنيو ته هم لاره پرانيستې ده اوپه دې توګه اوبه خړوي اوكبان په كې نيسي. درسنيو له لارې دخپرو شويو رپوټونو پربنسټ په افغانستان كې دفساد پرضد د مبارزې په اړه د اروپايي ټولنې په وروستي څلورم نړيوال كنفرانس كې دويناوالو په تېره بيا دافغانستان  دبيارغاونې پرچارو دامريكا د څارنې او پلټونكې ادارې (سيګار) مشر هم په افغانستان كې ديادو فسادونو په اړه واقعيتونو ته ګوته ونيوله اوپه زغرده يې دا وويل چې كه په افغانستان كې دفسادونو لړۍ همداسې دوام وكړي، نو ورسره جوخت به جنګ جګړې نورې هم زور واخلي او دبېلابېلو پروژو د جوړولو او رغولو لپاه دامريكا او اروپا په ګډون دنړيوالې ټولنې شوې مرستې به پر اوبو لاهو شي او د تېر په څېر به دقدرت دګدۍ او پېسو دليونيانو،جنګسالارانو،قوماندان سالارانو، ټوپكيانو او نورو ملي خاينانو ،فاسدانو، فاسقانو او جنګي جنايتكارانو په جېبونو كې ولويږي او دافغانستان بيكارو،بې وزلو او جګړه ځپلو خلكوته دكارموندنې لپاره  به د صنعتي فابريكو او توليدي كارخانو پرځاى د بې پلانه اوبې نقشې آسمان څكو برجونو اودنګو دنګو ماڼيو په څېر داستهلاكي پروژو پر جوړولوبه يې ولګوي اوله دې لارې به نه يوازې دهېواد د ښارونو بڼه لابدرنګه كړي،بلكې ښارونه به  د زياتو كثافتونو پر ډېرانونو بدل كړي اوښاريان به له زياتو روغتيايي ستونزو سره لاس اوګريوان كړي. دافغانستان جمهور رييس په هېواد كې له فسادونو سره دخپل هېواد دحكومت  تېرو درې كلنو مبارزو ته دګوتې نيولو په ترڅ كې دا ژمنه وكړه چې  د هېواد په ټولو قضايي ،عدلي او امنيتي ادارو او نورو دولتي او حكومتي ارګانونو كې به دفساد دبيخې له منځه وړلو اوپه فسادونو كې به دښكېلو كسانو د په نښه كولو اود سختې جزا لپاره به دقانون منګولو ته د هغوى دسپارلو لپاره پر رښتينو، كوټلو، بېړنيو اوغوڅو اقدماتو لاس پورې كړي اوپه دې برخه كې به له خپلو خلكو اونړيوالې ټولنې سره خپلو ژمنو ته دعمل  جامه ورواغوندي اوله دې  لارې به دهغوى باور راخپل كړي. دافغانستان دمځكو دعالي ادارې د يو باوري خبرځاى له قوله په هېواد كې ددغه ډول سترو فاسدانو، فاسقانو،ملي خاينانو، جنګي جنايتكارانو ،جنګسالارانو او زورواكانو له ډلې څخه يوازې اتلس زرو غاصبانو يومېليون اوشپږسوه جرېبه مځكه غصب كړې ده، بې پلانه د نګې دنګې ماڼۍ ، آسمان څكي برجونه،لوړپوړې ودانۍ،ښارګوټي،رستورانتونه اونور راز راز تاسيسات يې په كې جوړ كړي دي اويايې دهغو مځكې پرنورو خلكو پلورلې دي اوپرعايداتو يې ځانونه پړسولي اوپړقولي دي چې دكابل ښار په ګډون دهېواد په ښارونو كې خپل سرې اوبې پلانه دنګې ماڼۍ اولوړ پوړې ودانۍ يې دثبوت څرګندې بېلګې كېداى شي. دسياسي شنونكو اونورو كارپوهانو په آند دافغانستان دكلونو كلونو دا وروسته پاتې ساتل  شوى او جګړه ځپلى هېواد  به هله له دغه ډول جنګي جنايتكارانو،بلواګرو،غاصبانو ،انسان تښتوونكو، انسان وژونكو، وحشي صفتو ،بې رحمو اوسخت زړوفاسدانو، فاسقانو اوملي خاينانو پاك شي چې دامريكا او  اروپا په ګډون نړيواله ټولنه اودغه راز له جرمونو سره دمبارزې نړيواله محكمه په افغانستان كې ددغه ډول جنګي جنايتكارانو ،فاسدانو او فاسقانو د په نښه كولو په برخه كې له افغان حكومت سره مرستې ته ودانګي،هغوى ونيسي او پرسختو جزاګانو دې ورسوي اوله دې پرته به دغه ډول جنګي جنايتكاران،غاصبان ،ملي خاينان اوبلواګر تل سرې سترګي اوخلاصې تڼۍ گرځي او نور به هم له ناوړه استفاده كوونكو چارواكو سره دناوړو معاملو ،جوړښتونو او سازشونو له مخې د مځكو غصبولو، اختلاس ،احتكار ،قاچاق ،انسان تښتونو، انسان وژنو او نورو فسادونو ته زور وركړي او د هېواد خلك به له زياتو بدمرغيو سره لاس اوګريوان كړي اود زياتو كړاوونو دګاللو توروكندو او ژورو ګړنګونو ته به يې پورې وهي.

ش-پرتمين همت يار

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha