صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د افغانستان د سولې په اړه پرله پسې غونډې د حكومت د سوله ييزو هڅو زېږنده ده

د افغانستان د سولې په اړه پرله پسې غونډې د حكومت د سوله ييزو هڅو زېږنده ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان دسولې په اړه دكابل دپروسې تېرې دوي نړيوالې غونډې، د تاشكند او تاجكستان وروستى نړيوال كنفرانسونه، په جاګارتا كې دافغانستان ،اندونيزيا اودپاكستان ددينې عالمانو او دغه راز د سعودي عربستان په كوربه توب دنړۍ داسلامي هېوادونو دديني عالمانو راتلونكى غوندې دچين اوتركمنستان دهېوادونو په منځګړيتوب د افغانستان دحكومت او طالبانو ترمنځ دسولې راتلونكو خبروته دزمينې برابرول او دافغانستان او پاكستان ددولتونو ترمنځ د دواړو هېوادونو د مشرانو دخبرو اترو او ليدنو كتنو لړۍ

 دافغانانو ديوې سترې غوښتنې په توګه په هېواد كې درښتينې او سراسري سولې لوړ هدف ته درسېدلو له پاره دجمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ دافغان حكومت دپرله پسې سوله ييزو هڅو او زياتو منډو ترړو زېږنده ده اوهمدارنګه ورسره جوخت د افغانستان دسولې په اړه دبليجم دهېواد په پلازمينې بروكسل كې دناتو دغړو هېوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو وروستۍ غونډه اودغه راز ترڅنګ يې دروسيې په كوربه توب ددغه هېواد په سوچي په ښار كې دشانګهاى سازمان دوروستۍ غونډې په څنډه كې د روسيى، پاكستان او ايران په گډون ددغې غونډې د يو شمېر برخه والو هېوادونو له امنيتي چارواكو سره دافغانستان دملي امنيت شورا درييس محمد حنيف اتمر ليدنې كتنې اوخبرې اوپه ترڅ كې يې دسيمې اونړۍ ثبات ته د ډېرسترګواښ په توګه له ترهګرو سره ديادو هېوادونو پرمبارزې دافغانستان دملي امنيت شورا درييس محمدحنيف اتمر پوره ټينګار او دبشر دډېر ستر دښمن په توګه دترهګرو دځپلو له پاره ديادو هېوادونو شوې ژمنې او داسې نورې لاس ته راوړنې هم دافغانستان د حكومت دنه ستړي كېدونكو سوله ييزو هڅو اوزياتو منډو ترړو دثبوت نورې څرګندې بېلګې دي چې دسولې په اړه دافغانانو دسترآرمان دلاس ته راوړلو له پاره جمهور رييس غني په څه دپاسه درې كلنه واكمنۍ كې ترسره كړي دي ،خوله ډېره بده مرغه ترشايې د پاكستان، روسيې اوايران په ګډون دسيمې اونړۍ ددغه ډول مغرضو او درواغجنو هېوادونو مشرانو اونورو چارواكو له افغاني مشرانو سره له خپلو ژمنو څخه تل سرغړونه كړې ده، طالبان دحقاني شبكه اونورې ترورېستى ډلې يې لاخپلو ناولو غېږوته ورنږدې كړي دي، روزلى يې دي او وسله والې كړي يې دي اوپه افغانستان كې يې دافغان ځواكونو ،امريكيي پوځيانو او نورو خلكو دوژلو له پاره ځانمرګو اوغلچكي بريدونو، بمي چاودنو اوداسې نورو فجيعو عملونو ته لاهڅولي او لمسولي دي. يادو واقعيتونو ته په كتو په افغانستان كې دامريكا په ګډون دنړۍ دهېوادونو مېشت ځواكونه په افغانستان كې دپاكستان ، روسيې او ايران په څېر دمغرضو، تېري كوونكو او پاروونكو هېوادونو دروزل شويو وحشي صفتو ترورېستي ډلو دبې رحمانه تېريو او بريدونو په وړاندې بايد له سختو غبرګونونو او غاښ ماتوونكو ګوزارنو څخه كارواخلي او داسامه ،ملااختر محمدمنصور ،معمرالقذافي او صدام حسين په څېر دپاكستان ددغه مغرض او خپلسري هېواد روزل شوي ترورېستي مشران اودهغوى ځالې په نښه اوله خاورو سره دې خاورې كړي، نوهله به دافغانستان، امريكا اوهند په ګډون د سيمې او نړۍ هېوادونه دترهګرو او دپاكستان په څېر دهغوي دتوليدوونكو ، ملاتړكوونكو ،روزونكو اووسله وال كوونكو هېوادونو له شره دتل له پاره خوندي شي. دسياسي شنونكو په باور له دې پرته به دامريكا په مشرۍ نړيواله ټولنه دسپتمبر مياشتې ديوولسمې نېټې په څېر زړه دردوونكې اوزړه بوګنوونكې پېښې تل ګالي اوله امله به يې له سترګو داوښكو پرځاى سرې وينې بهېږي.

شاولي قرار شينوارى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha