صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | امريکايي جنرالان د افغانستان په هکله کومې غلطۍ کوي؟

امريکايي جنرالان د افغانستان په هکله کومې غلطۍ کوي؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په نړيوالو رسنيو كې داسې رپوټونه او ليكنې خپرې شوي، چې په افغانستان كې يې د امريكايي جنرالانو او د امريكا د جګړې تېروتنې يادې كړې دي، رپوټونه كاږي، چې د امريكايي جنرالانو هغه باټې چې ګنې په افغانستان كې يې د ترهګرۍ ضد جګړه ګټلې، ناسمې دي ،چې جنرال جان نيکلسن د خپلو پخوانيو جنرالانو هغه څرګندونې بيا تکرار کړې چې د امريکا تازه ستراتيژۍ چې په کې د هوايي ځواک غښتلي کولو او د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د امريکايي سرتېرو زياتولو، په افغانستان کې وضعيت بدل کړى دى.

 د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د چارو څېړونکې پټرېشا ګوسمن په افغانستان کې د امريکايي جنرالانو د پرله پسې غلطيو په اړه په مقاله کې نظرونه وړاندې کړي دي. په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال نيکلسن چې د ۲۰۱۶م کال له مارچ مياشتې راهيسې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د «پرېکنده ملاتړ ماموريت» مشر دى وايي: اوس بايد له حقيقته خبر شوى واى. د دې ليكنې موخه دا ده ،چې ګنې تېرو نورو جنرالانو هم ورته خبرې كړې وې، د بېلګې په توګه كاږي،چې په ۲۰۱۴م کال کې د جنرال نيکلسن ځاى ناستي جنرال جان کمپبل ويلي و،چې ده هم په افغانستان کې بدلون ليدلى دى. په ۲۰۱۳م کال کې امريکايي جنرال جوزيف ايف، ډا نفورډ هم د جګړې د بريا خبره کړې وه. له هغه پخواني امريکايي جنرال جان الن هم اعلام کړى و، چې «موږ د بري په حال کې يو او موږ يې ګټو.» له ده وړاندې په ۲۰۱۱م کال کې جنرال ډېوېډ پېټريس ويلي و، چې امريکايي ځواکونو د طالبانو پرمختګ پر شا کړى دى. بل لوري ته بيا په ۲۰۱۰م کال کې جنرال سټنلي مېک کرېستل فکر کاوه چې بريا لا هم د لاسته راوړلو وړ ده او په ۲۰۰۹م کال کې جنرال ډېوېډ مک کېرنن د وضعيت د ليدلو په پايله کې ويلي و، چې دامريکا متحد ايالتونه په افغانستان کې جګړه نه بايلي. دغه لړۍ همداسې روانه ده او ان هغه وخت ته رسېږي کله چې په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا په مشرتوب نړيوال ائتلاف د طالبانو رژيم را نسکور کړ. ګوسمن په دې مقاله کې ليکي چې امريکايي قوماندانان به حقيقت هغه وخت ښه درک کړي چې دوى د ننګرهار ولايت په ملکي روغتون کې ډېر وخت تېر کړي، لکه څرنګه چې دې د تېرکال په ډسمبر مياشت کې په دغه روغتون کې وخت تېر کړ.
 د دې په حواله دې په دغه روغتون کې د هوايي بريدونو او بې پيلوټه الوتکو له قربانيانو سره مرکې کړې دي. دې ليکلي چې په دې قربانيانو کې يو ۱۵ کلن هلک هم شامل دى چې دواړه پښې يې وروسته له هغې قطع شوې چې د افغان ځواکونو چورلکې د دوى پر موټر چې د کورنۍ غړي يې پکې سپاره وو او يوې جنازې ته روان وو، ډزې وکړې او په پايله کې يې د هغه ترور ووژل شوه او درې تنه نور په کې ټپيان شول
. په دې ټوله کيسه کې بيا يو بل حقيقت هم ورک دى او هغه دا چې له ۲۰۰۹م کال راهيسې دغې جګړې ۲۸ زره او ۲۹۱ قربانيان اخيستي او څه ناڅه ۵۲ زره او ۳۶۶ يې بيا ټپيان پر ځاى پرېښي دي. ملګرو ملتونو ويلي چې دا هغه شمېرې دي چې دوى يې تائيدولى شي، په داسې حال کې چې حقيقي شمېرې ښايي له دې هم لوړې وي. د دې تلفاتو د ۷۰ سلنې مسووليت پر وسله والو طالبانو اچول کېږي او د پاتې نورو تلفاتو مسووليت بيا پر افغان امنيتي ځواکونو او بهرنيو ځواکونو په ځانګړې توګه پر امريکايي ځواکونو اچول کېږي. ګوسمن په خپله دې مقاله کې همدا راز ليکلي چې د کابل ښار له اوسېدونکو سره چې هغې مرکې او خبرې کړې، هغوى ورته ويلي چې دوى ټول تل په دې وېره کې دي چې د ياغيانو په بل ځانمرګي بريد كې به د دوى د کورنۍ غړي ووژل شي. ځينو بيا د وروستيو بريدونو په پايله کې په روغتونونو کې د خپلو خپلوانو د لټولو دردوونکې کيسې کولې. په ورته وخت کې، په هرات او ننګرهار کې ځينو افغانانو هغې ته ويلي چې دوى تل په دې وېره کې وي چې کوم هوايي بريد به يې ژوند واخلي. د دغو ولايتونو خلکو له ګوسمن څخه پوښتلي چې ولې دوى [افغان او بهرني ځواکونه] له بمبارده مخکې دا نه ويني چې په دوى کې مېرمنې او ماشومان هم موجود دي؟ بل لوري ته بيا په هلمند کې له وروستي ځانمرګي بريد وروسته، هلمنديانو خوځښت کړى او د جګړې له دواړو اړخونو د سولې او د وژنې د بندولو غوښتنه کوي، له دې سره سم د افغانستان په ځينو نورو برخو کې هم دې ته ورته لاريونونه او غونډې شوې دي. په عين وخت کې بيا امريکايي چارواکي د بريا خبرې کوي. د بېلګې په توګه په يو لړ تازه پوځي عملياتو کې د طالبانو پخوانى غړى قاري حکمت چې په دې وروستيو کې يې له داعش ترهګرې ډلې سره خپل بيعت اعلام کړى و، د افغانستان په شمال کې ووژل شو. د امريکايي ځواکونو هوايي عملياتو بيا هېواد له داعش سره له تړلو ډلو پاک کړى نه دى او نه يې هم وسله وال طالبان د سولې خبرو ته اړ کړي. د دې پرځاى دغه څه، د مقابل عمل لپاره دروازې پرانيستلې چې له امله يې ښاري سيمې ډېر ځله د ترهګريزو فعاليتونو ښکار ګرځېدلې دي، هغه څه چې امريکايي چارواکي يې هم تائيدوي. د مقالې د ليکونکې په باور، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان به د افغانانو په منځ کې هغه وخت ډېر اعتبار ترلاسه کړي چې دى په فساد دککړو پوليسو له قوماندانانو او له ملېشه ځواکونو او جنګ سالارانو سره خپلې اړيکې پرې کړي. د دې ترڅنګ که چېرې دوى د ملکي تلفاتو د کمښت په موخه اساسي او ښه اقدامات عملي کړي او د ملکي تلفاتو پرمهال مناسب جبران او مسووليت ومني، دا به هغه حقيقي بدلون وي چې افغانان به يې هرکلى وکړي. په دې مقاله كې ښه ارقام وړاندې شوي، خو د جګړې د اصلي عامل په اړه هېڅ هم نه دي ويل شوي، پاكستان او تر شا يې نور هېوادونه پر افغانستان د تپل شوې جګړې اور ته نور او نور تېل ور شيندي او ددې جګړې د تازه ساتلو لپاره يې ترهګرې او جګړه مارې ډلې ساتلې دي، دغه راز په حكومت كې هم د هغوى كسان شته ،چې د نظام د پرمختيايي ، سوله ييزو او نورو اقتصادي چارو په شمول د ملي پروګرامونو مخنيوى كوي، دا د دې ستونزې اصلي محورونه دي، چې بايد په ياده ليكنه كې يې ذكر شوى وى. اوس هم وخت شته، پر پاكستان او تر څنګ يې  پر نورو هېوادونو چې ترهګر يې روزلي او د افغانستان د جګړې لپاره كار كوي، بايد فشارونه ډېر او ورسره هر ډول اړيكې پرې شي، نړيواله ټولنه بايد همداسې وكړي، له دې پرته دا جګړه د ناسور داغ دى، چې رغېدل يې شونى كار نه دى!

هدايت الله نوري

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha