صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د فقر او بېکارۍ د مخنيوي په موخه د صنعتي او توليدي پروژو د جوړولو اړتيا

د فقر او بېکارۍ د مخنيوي په موخه د صنعتي او توليدي پروژو د جوړولو اړتيا

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په تېرو اوولسو کلونو كې دافغانستان دڅلوردېرشو ولايتونو په سترو او کوچنيو ښارونوکې ددنګو دنګو ماڼيو ، آسمان څکو ،برجونو ، رستورانونو، هوټلونو ، لوړ پوړو ودانيو او نورو خپلسرو جوړو شويو بې پلانه او استهلاکي پروژو دشمېر دکچې او دهغودڅرنګوالي په اړه دترسره شويو سروې ګانو له مخې يوازې په کابل ښارکې له اوو سوو څخه زيات خپلسري اوبې پلانه آسمان څکي برجونه، دنګې دنګې ماڼۍ اونورې لوړ پوړې ودانۍ او استهلاکي اوغيرضروري پروژې جوړې شوې

 او همدارنګه دهېواد نور ښارونه هم له دغه  راز دنګو دنګو ماڼيو ،  آسمان  څکو برجونو او  داسې نورو خپلسرو اوبې پلانه  لوړ پوړو  ودانيو او استهلاکي پروژوڅخه ډک شوي، چې دښارونو بڼه يې بدرنګه کړې، دموټرو تم ځايونه هم نه  لري اوآن  تردې پورې چې د تشنابونو  دناولو اوبو او نورو کثافتونو دله منځه وړلو له  پاره له لازمو  وسايلو څخه هم بې برخې دي او  له بده مرغه پر راز راز ساري او وژونکو  ناروغيو يې دښاريانو اونوروخلکو داخته کېدو له پاره هم  زمينه برابره کړې ده،  چې شخصي روغتونونه او کلينيکونه تل پرې ډک  وي اوآن  تردې چې دناروغانو له فيسونو او  پيسو څخه ددغو كلينيكونو دمالکانو دجيبونو دډکولو په موخه  لنګه غوا ترې جوړه  شوې ده  . په داسې حال کې چې دافغانستان په ميليونولوستي  او نالوستی ځوانان اونور خلک دبيکارۍ له لاسه ډېر زيات احتياج دي او دکارموندنې له پاره په هېواد کې ددغه ډول دنګو ماڼيو آسمان  څکو برجونو او نورو استهلاکي پروژو پرځای دصنعتي فابريکو، توليدی کارخانو اونورو اوږدمهالو او بنسټيزو پروژو جوړولو ته  ډېره اړتيا لري  او په کلکه داغوښتنه کوي  چې پانګه وال اونور شتمن خلک او سوداګربايد پرخپلو دغه ډول بيکارو،  نېستمنو، نادارو ، بې وزلو، وږوتږو، بربنډو،  لالهاندو اوسرګردانو خلکو  دپوره زړه سوي اودهغوى دلاس نيوي دانساني عاطفې او صله رحمۍ دلوړې روحيې اوعالی احساس دپالنې له مخې د کارموندنې له پاره ديادو استهلاکي او  غيرضروري پروژو پرځاى دصنعتي فابريکو اوتوليدی کارخانو پرجوړولو، پرڅپاندو اوبهاندو سيندونو دبرېښنا کوټونو  اوبندونو پرجوړولو، دبډايو کاني زېرمو اونورو طبيعی زېرمو په راسپړلو اوپه کاراچولو پانګه اچونه وکړي او  له دې لارې دې دهېواد دکلونو  کلونو دغه ډول جګړه ځپلي ، بې وزلي ،نادار  اوبيکاره خلک دفقر اوبيکارۍ  په څېرله کړوونکو اوربړوونکو ستونزو وژغوري او هم  دې دافغانستان دکلونو کلونو دغه وروسته پاتې ساتل شوی  هېواد دسيمې او  نړۍ نورو هېوادونو ته دګدايۍ دکچکول دغځولو له احتجاجه خوندي کړي او په دې توګه دې خپل هېواد او خلکو ته دسترو او  رښتينو خدمتونو دسرته رسولو  جوګه شي.زموږ پردغه  جګړه ځپلي هېواد او  پر وږو، تږو ، بربنډو ، بېکارو اوبې وزلو خلكو زړه سواندي چارواکي او  پرخپل هېواد او خلکو نور مين خلک بايد په خپلو کې د پوره همغږۍ او مرستې دلوړې روحيې دپالنې له مخې کورني اوبهرني  پانګه وال ،  سوداګراونور بډاى او شتمن خلک دې ته اړ کړي چې له دې وروسته د هېواد ديو  ستر بشري ځواک په توګه نږدې لسو ميليونو بېکارو لوستو او نالوستو ځوانانو اونورو بې وزلو، نيستمنو ، نادارو او  محتاجو هېوادوالو ته  دکارموندنې په موخه دهېواد په ښارونو او نورو سيمو کې دخپلسرو،  بې پلانه  او بې  نقشې دنګو  ماڼيو ، آسمان  څکو برجونو، لوړپوړو ودانيو اونورو غيرضروري استهلاکي پروژو  پرځاى دصنعتي فابريکو او توليدي کارخانو په څېر داوږدمهالو اوبنسټيزو پروژو جوړولو او دغه راز دسيندونو، کاني زېرمو ، کرنيزو مځکو او  ځنګلونو په ګډون له خدای راکړو بډايو او پريمانو طبيعي  زېرمو څخه داعظمي ګټې اخېستنې په موخه پانګې اچونو ته په کلکه خپله ملاوتړی  اوله  دې لارې دغه  وروسته پاتې ساتل شوى هېواد او بيکاره ، بې وزلي ، نادار، او  محتاج خلک دفقر او بيکارۍ له ستونزو وژغوري اوپه دې توګه د افغانستان دا ماته بېړۍ دژغورنې ساحل ته ورسوي چې په پايله کې يې دهېواد بيکاره او بې وزلي خلک دپاکستان په څېر دسيمې اونړۍ دمغرضو استخباراتي کړيو او دهغوى دروزل  شويو تروريستي ډلو دشومو موخو اوله بلې خوا دانساني قاچاقچيانواو په غرونو ، ځنګلونو او  دښتو کې دځناورو ، مرغانو او کارغانو اوپه سمندرونوکې دکبانو  ښکار نه شي.

     شاولي قرار شينواری

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha