صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | آيا د پاکستان پر ژمنو باور كېداى شي ؟

آيا د پاکستان پر ژمنو باور كېداى شي ؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د سولې په اړه په کراتو له پاکستانه د ملاتړ غوښتنه شوې او دوى هم د افغان سولې د ملاتړ غږ بدرګه كړى؛ خو دپاكستان درواغجنه او دوه مخې پاليسۍ د افغانستان دسولې په اړه هېڅ ګټه نه لري پخوا به پاکستان د افغان سولې په اړه داسې د ملاتړ څرګندونې کولې چې خپل شرطونه به ىې هم په کې ځاى پر ځاى کول او د امرىکا فشارونه د اوس په څېر نه وو پرې لګېدلي؛

بلکې ىوازې په قطر او ىا نورو هېوادونو کې ظاهراً د افغانستان په ګټه او د پاکستان د نىت  مطابق پټ د سولې له پروسې د پاکستان او طالب جنګىالىو په ګټه استفاده کېده.په قطر کې د سولې د پروسې د پلي کېدو په موخه دفتر پرانىستل شو، چې طالب مشران به د پاکستان په مرسته سوله وکړي؛ خو له بده مرغه پاکستان چې د سولې د نه کولو نىت ىې درلود د تخرىب هڅه ىې وکړه، چې د اسلامي امارت په نامه د طالبانو حضور نړىوالو ته ثابت کړي. پخوا پرته له پاکستان، سعودي عربستان او عربي متحدو اماراتو  نور هېچا په رسىمت نه پېژانده، د اسلامي امارت د بېرغ په را پرځولو سره دغه پروسه بدنامه او ناکامه شوه.همدا ډول په ىو شمېر نورو هېوادونو کې هم د هغوى په منځګړىتوب د سولې په اړه خبرې پىل شوې؛ خو چې د پاکستان ګټې به په کې خوندي نه وې او ىا دا چې د دغه هېواد شوم اهداف به نىمګړي پاتې کېدل، پروسه به تخرىب شوه.دا ځل د امرىکا بېسارى جدىت، د افغان  حکومت سالمه او د سولې په اړه تر پخوا منظمه پلانګذاري چې په اوږدو کې په ىې پاکستان ډول ډول فشارونه منځته راوړل، د مرستو لړۍ پرې ټکنۍ شوې او د ډالرو د سېلابونو د وچکالۍ ګواښونه ورته وشول، په دې ډول به  پاکستان اړ کړي چې د افغان سولې په اړه كوټلي ګامونه واخلي.ځکه؛ پخوا طالبانو ته د افغان حکومت له لوري داسې بې قىد او شرطه وړاندىز نه و شوى، همدا ډول د دولت په دولت د اړىکو او خبرو اترو پلان بېسارى دى، پر طالب وسله والو برىدونه هم د پخوا په پرتله ډېر او پاىله ور کوونکي دي؛ ښايي افغان لورى برىالى شي او پاکستان به ىې ملاتړ وکړي.د پاکستان د حکومت قول او ژبې اړولو ته په کتو،  بىا بىا دا خبره رسنىزه شوې چې د افغانستان امنيت د پاکستان امنىت دى او په دې کې شک نه شته چې که پاکستان د افغانستان د امنيت په ګډوډولو کې پرمختګ کوي، د اور بڅرکي به ىې د هېواد زړه ته هم ورسېږي. دوى چې د ډىورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې توغندىز برىدونه کوي، افغان لورى مجبورېږي چې ورته اقدام وکړي، چې له نن څخه څلور کاله وړاندې ثابته شوې. د قاسم خان د اتلولۍ له امله د پاکستان پوځ د ګوشتې ولسوالۍ په فرضي سرحدي سىمه کې سخت مات شو. همداسې به مات شي. هغه کړنې چې طالب وسله وال ىې په افغانستان کې کوي، په دې کې شک نه شته، هغه څوک چې دوى روزي، بېرته به د دوى په هېواد کې هم  برىدونه ترسره کړي؛ ځکه چې د پاکستان د حکومت کړنې په کراتو د افغان ځواک په پرتله د دوى پر ضد دي. دا د لمر په شان روښانه خبره ده چې د پاکستان خاوره د تېرو کلونو په اوږدو کې د افغانستان پر ضد کارول شوې ده. پاکستاني چارواکي وخت ناوخت په ډېره مړه خوله ردوي چې ګواکې د پاکستان خاوره دې د افغانستان پر ضد کارول شوې وي؛ خو هغه شواهد چې افغان چارواکو دوى او ىا نړىوالو ته وړاندې کړي ، د دوى د رد ځواب په خوله کې ور وچوي. پاکستاني چارواکو په زغرده وىلي چې له خاورې ىې د طالبانو پټنځاىونه له منځه وړي. په رښتىا هم هلته پټنځايونه او روزنتونونه شتون لري چې دوى ىې تائىدولاى شي.د ښه او بد طالب تر منځ فرق هم د دوى له خوا کېږي او ورسره جوخت دا څرګندېږي چې خاوره ىې د ګاونډي افغانستان پر ضد کارېږي.اوس مجبور دي چې د افغانستان پر ضد ىې د خاورې کارېدل بند شي. افغان حکومت د دې پروسې د برىا په موخه دوى ته داسې شواهد وړاندې کړي او په باور سره ىادېداى شي چې د اړتىا وړ اسناد به له دوى او نړۍ سره شرىک کړي چې د پاکستان له بدنامۍ او بې شرمۍ به نوره  هم پرده  پورته کړي، د همدې لپاره باىد پاكستان  هڅه وکړي چې رښتىني و اوسي.پاکستان چې  د افغانستان په سرحدي سىمودوامدار توغندي توغوي، په وروستىو کې دغه توغندي او نور برىدونه او هڅې په ښکاره د پاکستان لاسوهنې ثابتولاى شي د ارضي تمامىت د لاندې کولو او په هواىي حرىم ىې د طىارو تګ د ټولو قوانىنو خلاف کړنې دي. افغانستان هېڅکله هم پرته له دې چې تر پوزې راغلى وي، د پاکستان خاورې ته نه توغندى توغولى او نه ىې د پاکستان له هوايي حرىم څخه ناقانونه استفاده کړې ده. د دوى ژمنتىا ځکه مهمه ده چې پر دوى ىې نىوکې خورا جدي کړي دي. افغان حکومت ژمن برېښي؛ خو د پاکستان له خوا به هله ژمنتىا ثابته شي چې په رښتىا هم افغان کډوال په عزت او سالمتىا سره د دواړو حکومتونو په همکارۍ او پلانګذارۍ په ټاکلي وخت هېواد ته راواستوي، دغه راز د سولې پروسه چټکه او د برىا څرکونه ىې ډېر ژر ولىدل شي. د پښتنو د ژغورنې پاڅونونه، د امرىکايي ځواکونو جدىت، د روسيې اندېښنې، د طالب وسله والو پر وړاندې د ولسي خلکو د ىو موټي کېدو هڅې او داسې نور د حالاتو مطابق پلانونه به د پاکستان او جګړه مارو پر سر  تېزاب واچوي.

هماىون ناىل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha