صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د افغانستان او پاکستان سوداګري

د افغانستان او پاکستان سوداګري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

افغانستان په وچه کې راګير هېواد دى چې سوداګريزو اړيکو او نړيوال مارکېټ ته د لاسرسي لپاره په ګاونډيو هېوادونو تکيه كوي او د خپلو صادارتو او وارداتو لپاره د کراچۍ په بندر پورې تړلى دى. په ۱۹۶۵ زېږديږ کال کې افغانستان او پاکستان د ATTA (Afghanistan Transit Trade Agreement) تړون لاسليک کړ،ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ ته پراختيا ور کړل شي او د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونه له منځه يوسي. د دې تړون له مخې پاکستان افغانستان ته د سوداګرۍ د ازاد ترانزيټ اجازه ورکړه او د سوداګرۍ لپاره يې لاندې ترانزيټي دهلېزونه د افغانستان د سوداګرۍ لپاره وټاکل:

1.  کراچۍپېښور-تورخم

2.  کراچۍ-چمن-سپين بولدک

3.  قاسم بندر (په ۱۹۹۸ کال کې اضافه شو)

د اټا د تړون له مخې پاکستان ته د افغانستان له لارې د منځنۍ آسيا سره نښلېدل ذکر نه وو، ځکه چې هغه وخت د منځنۍ آسيا هېوادونه د پخواني شوروي اتحاد يوه برخه وه او شوروي اتحاد له پاکستان سره په هر ډول سوداګرۍ بنديز لګولى و.

افغانستان او پاکستان د ۲۰۱۰ م کال په اکتوبر کې د ترانزيټ يو نوي تړون APTTA (Afghanistan-Pakistan Transit Trade Agreement) لاسليک کړ. د اپټا دتړون له مخې پاکستان افغانستان ته حق ور کړ چې د پاکستان له لارې د پاکستان بحري بندرونو او د سويلي آسيا مارکېټونو(په ځانګړي ډول د هندوستان مارکېټ) ته لاسرسى ومومي او افغانستان هم پاکستان ته د خپلې سوداګرۍ د پراختيا لپاره اجازه ور کړه، چې د افغانستان له لارې د منځني آسيا له هېوادونو سره وصل شي. همدا راز دا هم په نظر کې نيول شوي وو چې بېلا بېل ماليات، فيسونه او نور تادياتي لګښتونه به هم له منځه وړل کېږي. د اپټا تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا ترڅنګ مالياتي او ترانزيټي عوايد هم له ځانه سره درلودل.

د اپټا په تړون کې افغانستان لاندې ترانزيټي دهلېزونه منځنۍ آسيا ته د پاکستاني صادراتو د دننه کېدو او وتو ټکي وټاکل:

1.  تورخم-حيرتان (له ازبکستان سره)

2.  تورخم-تورغونډۍ له (ازبکستان سره)

3.  تورخم-آى خانم (له تاجکستان سره)

4.  تورخم-شيرخان بندر (له تاجکستان سره)

5.  تورخم-آقينه (له ترکمنستان سره)

6.  چمن-اسلام قلعه (له ايران سره)

7.  چمن-زرنج له(ايران سره)

که څه هم د اپټا تړون افغان سوداګرو ته يو شمېر آسانتياوې رامنځته کړې، خو بيا هم يو شمېر ستونزې پر ځاى پاتې دي. پاکستان په قصدي ډول خپلې ترانزيټي لارې د افغانستان پر وړاندې د فشار وسيله ګرځولې او د افغانستان او هندوستان ترمنځ له سوداګريزې، اقتصادي او سياسي همکارۍ څخه اندېښنه لري او د همدې لپاره يې وخت ناوخت د ترانزيټ په برخه کې ستونزې راولاړې کړي دي.

د طالبانو د رژيم په له منځه تلو او د نوي دولت په رامنځته کېدو سره د افغانستان حکومت تر ډېره هڅه وکړه چې له پاکستان سره خپله سوداګري پراخه کړي. په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۲۰ ميليونه ډالره اټکل شوې وه او په ۲۰۰۴ ميلادي کال کې ۷۰۰ ميليونه ډالرو ته لوړه شوه. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګراف د لوړېدو په حالت کې پاتې شو او يواځې په ۲۰۰۶او۲۰۰۷ م کلونو کې د سوداګرۍ اندازه راټېټه شوه ، چې هغې هم خپل علتونه درلودل. د سوداګرۍ د بيلانس له مخې پاکستان همېشه په ګټه کې و او افغانستان د لګښت کوونکي هېواد په توګه هميشه کسري حالت درلود. په پاکستان کې په سلګونو فابريکې فعالې شوې او په زرګونه کارګران په كې په کار بوخت شول، ترڅو د افغانستان مارکېټ ته خپل توليدات صادر کړي، په اوږدمهال کې د پاکستاني کارګرو په مزد کې ډېروالى راغى او په مقابل کې يې ارزانه خام توکي له افغانستان څخه پېرل.

په ۲۰۱۰او ۲۰۱۱ م کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۲۵۰۹ ميليونه ډالرو ته لوړه شوه او د تېر په څېر د پاکستان ګټه نسبت افغانستان ته په کې ډېره وه، خو بيا هم پاکستان وخت ناوخت د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې رامنځته کولې او د شويو تړونونو خلاف به يې ګام اخيسته. په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ ميلادي کلونو کې د افغانستان ټوله نړيواله سوداګري له ۷ ميليارد ډالرو څخه هم ډېرېده، چې له دې څخه ۵،۶ ميليارده ډالره يې واردات او پاتې ۵۹۶ ميليونه ډالر يې صادرات وو او د افغانستان د ټولو وارداتو پنځوس سلنه يواځې درېيو هېوادونو ايران، پاکستان او چين جوړوله. په ۲۰۱۴ م کال کې ولسمشرغني د سوداګرۍ په بديلو لارو کار پيل كړ. د ملي وحدت حکومت خپله سوداګري له هندوستان او په ځانګړي ډول د ايران، چين او د منځنۍ آسيا له هېوادونو سره پراخه کړه. له ټولو مهمه دا چې افغان حکومت د سوداګرۍ د سرغړونو له امله پاکستان وګواښه چې د افغانستان له لارې منځنۍ آسيا ته د لاسرسي لاره به پرې بنده کړي او همداسې يې هم وکړل چې اوس پاکستان خپل توکي د افغانستان له لارې منځنۍ آسيا ته د افغان حکومت د بنديز له امله نه شي صادرولي.

د افغان دولت له غوښتنو سره سره پاکستان افغانستان ته يواځې ددې حق ور کړ چې خپل صادرات د واګه بندر له لارې د هندوستان مارکېټ ته ورسوي؛ خو هېڅکله يې له هندوستان څخه د هندي توکو وارداتو ته اجازه ور نه کړه. واګه د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګرۍ له ټولو لنډه او ارزانه ترانزيټي لاره ده.

د افغانستان اقتصادي او سوداګريز پرمختګ ته په کتو، د پاکستاني توکو (له خوړو څخه تر ماشينرۍ او رغنيزو توکو پورې د ټولو پاکستاني توليداتو) له ټولو ښه بازار افغانستان دى او افغانستان هم په خپل کم مقدار کورني توليد سره خپله تقاضا نه شي پوره کولاى او له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه توکي واردوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي شخړو له امله اکثره وخت سوداګري اغېزمنه شوې او د دواړو هېوادونو په سوداګرېزو اړېکو يې نېغ په نېغه منفي اغېزه ښندلى؛ له همدې امله افغانستان مجبور دى ، چې خپله سوداګري د پاکستان له انحصاره خلاصه کړي او بديلې ترانزيټي لارې ورته ومومي او له نورو ګاونډيو (په ځانګړي ډول له هندوستان) سره سوداګريزو اړيکو ته پراختيا ورکړي.

د هندوستان په ځانګړې پاملرنې او پانګونې سره په ايران کې د چابهار بندر جوړ شو، د افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګري د ايران له لارې له فارس خليج سره او بيا له هغه ځايه د عربي بحيرې له لارې له هندوستان سره ټينګه شوه او په دې ډول افغانستان او هند سره ونښلول شول. چابهار بندر به د افغانستان او هندوستان د نښلېدو او د سوداګرۍ د پراختيا ترڅنګ د منځنۍ آسيا او هندوستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا سبب وګرځي او منځنۍ آسيا به د هندوستان د صادراتي توکو ستر بازار وي.

د چابهار بندر پرانيستل د افغانستان او سيمې پر سوداګرۍ ژوره اغېزه لري، د سوداګرۍ نوي فرصتونه يې رامنځ ته کړي او د افغانستان د سوداګرۍ بديله لاره ګڼل شوې؛ چې اوس افغانستان او هند له کومې سياسي ستونزې پرته کولاى شي د خپلې سوداګرۍ ساحه پراخه کړي. پاکستان هميشه له  خپلې ترانزيټي لارې څخه د سياسي آلې په توګه ګټه اخيستې او ځينې وختونه د سياسي ناخوالو د رامنځته کېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې په اوونيو او حتى په مياشتو بندې شوې او سوداګري يې اغېزمنه کړې.

اوسنى حالت:

افغان او پاکستاني چارواکو دا څرګنده کړې چې په تېر درېيو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې کموالى راغلى. د اعلان شوې احصايې له مخې، يواځې په تېر کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګرۍ کې د يو ميليارد ډالرو په اندازه کموالى راغلى، کوم چې تېر کال څه باندې ۵،۲ ميليارد ډالرو ته رسېده. دا په داسې حال کې ده، چې درې کاله مخکې د دواړو هېوادونو مشرانو هوکړه کړې وه، چې د سوداګرۍ اندازه به پنځه ميليارده ډالرو ته لوړوي. د پاکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو دا منلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې څو ځله تړلو له امله افغانستان ته د دوى په صادراتو کې کموالى راغلى او د سوداګرۍ د کموالي دويم علت د افغان دولت د سوداګرۍ نوې پاليسي په ګوته شوې ، چې اوس د پاکستان پر ځاى هند، ايران او منځنۍ آسيا هېوادونو ته په کې اهميت ورکړل شوى.

ولسمشر غني هڅه کړې چې پاکستان له اقتصادي او سياسي محدوديتونو سره مخ کړي او له ياد هېواد سره د سوداګرۍ د کمولو لپاره يې له ايران، هند او منځنۍ آسيا سره سوداګرۍ ته پام اړولى. همدارنګه ولسمشر غني ويلي چې افغانستان به تر هغې د چين-پاکستان د اقتصادي دهليز برخه نه وي، ترڅو چې پاکستان د هند مارکېټ ته د رسېدو لپاره د واګه سرحد د افغانستان پرمخ د دوه اړخيزې سوداګرۍ لپاره پرانيستى نه وي.

فرصتونه:

اقتصادي او سوداګريز پرمختګ، نړيوال مارکېټ ته لاسرسى، د ټولې نړۍ او په ځانګړي ډول د سيمې له هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو پراختيا د پرمختللي افغانستان ليدلورى دى. د منځنۍ آسيا او سويلي آسيا ترمنځ د برېښنا او انرژۍ همکاري د افغانستان او پاکستان پر اقتصادي پرمختګ ژور اغېز لري. د ټوټاپ، کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي د انرژۍ او برېښنا پر سترو پروژو سربېره (چې دواړه هېوادونه په کې برخه لري او له نېکه مرغه د دواړو هېوادونو ترمنځ دسياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ښو کېدو خوشبيني رامنځته کوي) که چېرې افغانستان، پاکستان او د منځنۍ آسيا هېوادونه د مځکني ترانزيټ او سوداګرۍ د چټک پرمختګ په اړه فکر وکړي، نو دواړه هېوادونه به ډېره ګټه ترلاسه کړي، ځکه چې د بحري لارې په نسبت به د مځکني ترانزيټ لارې له لرې پرتو سيمو سره سوداګري به د سيمې چټکې ودې ته لاره هواره کړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ تړون APTTA دواړو هېوادونو ته اجازه ور کوي چې د يو بل له خاورې څخه په تېرېدو له منځنۍ آسيا او سويلي آسيا سره د سوداګرۍ لپاره ګټه واخلي. کېداى شي په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې په دې برخه کې ګټورې ثابتې شي،ترڅو په خپلو منځو کې اقتصادي او سوداګرېزې اړيکې پراخې کړي. افغانستان او پاکستان کولاى شي چې د منځنۍ آسيا غني سرچينې د سويلي آسيا اړمنو هېوادونو ته ولېږدوي او په دې برخه کې نړيوالې پانګونې ته لاره هواره کړي.

خنډونه:

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګريزو اړيکو کې بدلونونه د يو شمېر دلايلو او عناصرو له کبله ګواښل شوي، چې په پايله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د خړپړتيا سبب ګرځېدلي. د دواړو هېوادونو ترمنځ هره سياسي او سوداګريزه ستونزه په دواړو هېوادونو باندې منفي اغېزه لري. دا ستونزې مختلفې سرچينې لري لکه غيرقانوني سوداګري، قاچاق، ترانزيټي سرغړونې او همدرانګه د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي ناخوالې. پاکستان، چې هر کله لاره تړلې ، نو د کرښې په اوږدو کې د توکو قاچاق او غيرقانوني سوداګري ډېره شوې او تر ټولو مهمه دا چې افغانستان ته د پاکستان په صادراتو كې کموالى راغلى او ځاى يې ايراني توليداتو نيولى.

په تېرو پنځلسو کلونو کې پاکستان په ځلونو د تورخم او سپين بولدک يواځينۍ لارې د افغانستان د سوداګرۍ پرمخ تړلې. زرګونه بارلرونکي ټيلريې د اوونيو لپاره د کرښې په دواړو غاړو کې درول شوي. په ناڅاپي ډول د ترانزيټي لارو تړل د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په ميليونونه ډالرو زيان اړولي، په ځانګړي ډول افغان سوداګرو ته، چې تازه توکي لکه سبزيجات او تازه ميوې بهرنيو هېوادونو ته صادروي، ډېر زيانمن کېږي. بزګران او کوچني سوداګر هله ډېر زيانمن شي ، چې د ټول کال خواري يې د لارې په بندېدو په باروړونكو  موټرو کې خوسا يا کرنيز توليدات يې د لارې د بندېدو له امله په ټيټ قيمت وپلورل شي او پانګه يې په اوبو لاهو شي. افغان حکومت د دې ستونزې د له منځه تلو لپاره له  هندوستان سره دوه هوايي دهليزونه پرانيستل چې په ترڅ کې يې سلګونه ټنه تازه او وچې ميوې، کېمياوي بوټي او نور افغاني توليدات د نوي ډېلي او ممبيي ښارونو ته صادر کړل.

د پاکستان له خوا د افغانستان پر وړاندې د سوداګرۍ د خنډونو رامنځته کول او د لارو تړل، د ډيورنډ کرښې ددواړو غاړو زرګونو وګړو ته زيان رسوي، ځکه چې د همدې سيمې اکثره وګړي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پر مخ وړي.ولسمشرغني په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې د پاکستان له خوا د افغانستان پر صادراتي توکو د تعرفې په لوړولو او درې چنده کولو سره افغانستان ته د تورخم او سپين بولدک له لارې د پاکستاني ټيلرو په داخلېدو بندېز ولګاوه. ولسمشر فرمان صادر کړ، چې افغانستان ته صادرېدونکي د پاکستاني توکي بار ټيلرې بايد په  ډيورنډ  کرښه کې تش او يواځې د افغان ټيلرو په وسيله دې خپلو ځايونو ته ورسول شي، کوم چې پاکستان له پخوا يعنې له ۲۰۱۰ميلادي کال راهيسې همداسې کړي وو. افغانستان هڅه کوي څنګه چې پاکستان له سويلي آسيا او په ځانګړي ډول له هندوستان سره د افغانستان د دوه اړخيزې سوداګرۍ مخه نيسي، همداسې منځني آسيا ته د پاکستان د صادراتو مخه هم نيسي.

پايله:

په تېرو شپږو لسيزو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په يو انتقادي حالت کې ده او دا ستونزمنه ده، چې د سوداګرۍ پر وړاندې پېچلتياوې او خنډونه له منځه لاړ شي، که څه هم د وخت په تېرېدو سره په پاليسيو کې بدلونونه او پرمختګونه راغلي، خو تر اوسه هم ستونزې له منځه نه دي تللې. د سوداګرۍ بيلانس د پاکستان په ګټه و او افغانستان لګښت کوونکى او پاکستان ته مجبور هېواد و. د پاکستان له خوا د سوداګرۍ د دوه اړخيزو قوانينو نه عملي کول، سياسي ستونزې، غيرقانوني سوداګري او قاچاق د سوداګريزو اړيکو د اغېزمنېدو سبب ګرځېدلي او د احصايې د ښودنو پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په تېرو دريو کلونو کې د پام وړ کمه شوې.

ژباړه: يوسفزى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha