صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | له ولسمشر غني څخه د خوستوالو غوښتنې ملي وې

له ولسمشر غني څخه د خوستوالو غوښتنې ملي وې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د خوست په أبادۍ ټول خوستوال له زړه خوشحاله دي، ځکه دا أبادي په بهرنىو مرستو، پروژو، د مافىا، غلا، بډو او قاچاق په پىسو نه ده راغلې، بلکې دا أبادي د خوست د خلکو د هلو ځلو، پاملرنې، شخصي امکاناتو، پىسو، همت، وطنپالنې، روښانه، انساني او سوله ىىز فکر له برکته ده.زه د خوست له أبادۍ څخه د بېلابېلو اقشارو د واحد لىدلوري او فکري وحدت په لىدو زىات خوشحاله ىم،

ځکه د خوست ښکلا ىوازې په ودانىو او زرغون چاپېرىال نه ده ورټوله. هلته د هېواد د آبادۍ تحرک او عجىبه تلوسه هم موجوده ده. د علم، انساني او سوله ىىز فکر د دودولو د هڅو او څرکونو ترڅنګ د ىو موټي، هوښىارو او روښانه ولسونو شتون نه ىوازې د خوست ښکلا زىاته کړې وه، بلکې د دغې ښکلا پاىښت ىې لا برکتي او باوري کړى دى.د خوست بېلابېلو اقشارو چې له ولسمشر غني سره په دوه ورځنىو مشورتي غونډو او کتنو کې کومې سپارښتنې، لومړىتوبونه، غوښتنې، وړاندىزونه او ستونزې شرىکې کړې، نو د دوى واحد لىدلورى او فکري وحدت په کې له وراىه معلومېده. په دې مانا چې په خوست کې د ښځوغوښتنې ىوازې له دوى نه وې محدودې، د دوى فکري وسعت د دوى له غوښتنو او وړاندىزونو معلومېده. مېرمنو چې له ولسمشر څخه څه غوښتل، نو د خوست ځوانانو، مشرانو، علماو، مدني فعالانو، وکىلانو، حکومتي مسوولىنو او نورو بېلابېلو اقشارو په ټول قوت، منطق، دلىل او ټىنګار همغه غوښتنې مطرح کولې.په دغو غوښتنو او وړاندىزونو کې بل ښه والى دا و،  چې وضعىت، شراىطو او امکاناتو ته په کتو په عدالت ولاړې وې، خىالي او ارماني غوښتنې ىې نه لرلې او نه ىې هم ىوازې د ځان او خوست لپاره څه غوښتل.دوى د افغانستان او حتى د سىمې په کچه خپلې غوښتنې عىارې کړې وې. د غوښتنو او وړاندىزونو په څېر ىې د بىانولو او مطرح کولو انداز هم ښکلى و، ځکه اندازې ىې شعاري، نهىلي، انتقادي او احساساتي نه وي. د دوى له انداز او چلند څخه د مقابل لوري درناوى، د دوى حقانىت، صداقت، ظرفىت او قوت له وراىه برېښېده.د خوست ولسونو د خوست  د هواىي ډګر، شىخ زاىد پوهنتون، غلام خان بندر او باچاخان پوهنتون د جوړېدو او برېښنا خبره او غوښتنه ىوازې د خوست او خوستوالو لپاره نه کوله، بلکې دوى به وىل د خوست ډګر دې له نړۍ سره د تګ او راتګ ترڅنګ د اقتصادي هواىي دهلېز په توګه د سوداګرىزې راکړې ورکړې او د توکو د لېږد رالېږد مرکز هم وي چې ټولو ته ىې خىر او ګټه ورسېږي.د شىخ زاىد پوهنتون نړىوال کېدل او د کىفىت لوړوالى ىې هم د دې لپاره غوښت چې ىوازې د خوست نه، بلکې د ټول افغانستان لپاره وړ، مسلکي او علمي کدرونه وروزي. د باچاخان پوهنتون په جوړېدو ىې د سوله ىىز او انساني فکر د دودېدو او خورېدو لپاره ټىنګار کاوه. هغوى استدلال کاوه چې د باچا خان پوهنتون او د عدم تشدد نظرىې خورول او په دغه روحىه د ځوانانو روزنه به په افغانستان او سىمه کې د افراطىت او تاوترىخوالي څپې چې  دا مهال افغانان او سىمه ورڅخه کړېږي،  د ابد لپاره وچې کړي.د خوستوالو ځىرکتىا له دې هم معلومېده، چې د ىو بل د نفي کولو او ملامتولو پرځاى ىې ىو بل تقوىه کول. د دوى ترمنځ نهىلۍ،  وړو او ځاني غوښتنو هېڅ ځاى نه درلود. د بېلابېلو اقشارو او قومونو ترمنځ عجىب درنښت، صمىمت او ىو د بل زغم او منل موجود وو. حاجي عبدالرحمن ځدران د قومونو د مشرانو په غونډه کې د خپلې وىنا پرمهال څو ځله په خپل انداز او شيرىنه لهجه تکرار کړه، زه نه ډېرې خبرې کوم او نه هم ىوازې د ځدراڼو خبره کوم، ځکه غونډه د خوست د قومونو په کچه ده او دا کار د خوست د نورو وروڼو قومونو د خوابدۍ لپاره نه کوم.د خوست د ولسونو استازو پرېمانه برېښنا د خوست د صنعتي ودې لپاره چې ټولو ته ىې خىر ورسېږي او همدارنګه ىې د قباىلو د کورونو د روښانولو لپاره غوښته. څومره چې د خوستوالو غوښتنې ملي، منطقي او عملي وې، نو همدومره ىې افکار هم عالي وو. د دوى دغو عالي او ملي افکارو، غوښتنو او سپارښتنو نه ىوازې د خوست د ښه راتلونکي، بلکې د آباد، سوکاله او پرمختللي افغانستان هىله لاباوري کوله.خوستوال په لوىه کې دوو ستونزو (د قومونو ترمنځ د مځکو معضلو او په ادارو کې د وکىلانو لاسوهنو او د مځکو غصب)ته زىات اندېښمن وو او د خوست، هېواد او حکومت د آبادۍ او پىاوړتىا په خاطر ىې د هغو پر حل ځانګړى ټىنګار درلود.  له ولسمشر ىې وغوښتل چې د خوست د وروڼو قومونو ترمنځ شته معضلې دې په اساسي او سوله ىىزه توګه داسې حل شي، چې د دوى وروري، موجوده صمىمىت، درنښت او د ىوبل زغم په کې همداسې پرځاى پاتې شي.دوى همدارنګه ټىنګار درلود چې که د خوست په محلي ادارو کې د وکىلانو د لاسوهنې او د مځکو د غصب مخه ونه نىول شي، نو د ادارو د فلج لامل به شي، ځکه چې دوى د داسې کسانو د استخدام هڅه کوي چې نه ىوازې په کار نه پوهېږي، بلکې د بډو او فساد ترڅنګ له خلکو سره ښه چلند هم نه کوي.خوستوالو له دې امله د ولسمشر غني قدرداني وکړه ، چې د  اسلامي، ملي او انساني اصل له مخې ىې لومړى د افغانستان نورو سىمو او قومونو او وروسته ىې لوىې پکتىا او خوست ته توجه وکړه. هغوى په خپل انتخاب او راىه د دې لپاره ووىاړه  چې په سختو شراىطو کې ىې افغانستان له ګړنګه، افغانستان ته ىې ىو ځل بىا د نړىوالو پام او باور ور خپل کړ، د سىمه ىىزې همکارۍ ترڅنګ ىې لوىې پروژې پلې کړې، د زورواکانو زور ىې اوبه کړ او د فساد پرضد يې مبارزه پىل کړه او د امنىتي او دفاعي ځواکونو د تموىل او تجهىز ترڅنګ ىې د افغانستان اداره ځوانه او مسلکي کړه. لنډه دا چې هره شىبه د آباد او هوسا افغانستان لپاره  نه ىوازې فکر، بلکې عملي هلې ځلې کوي. هغوى ولسمشر ته د اوږد ژوند د دعا ترڅنګ د هېواد د آبادۍ لپاره د هر ډول ملاتړ ډاډ هم ورکړ.  د خوستوالو د هوښىارۍ، وطنپالنې، روښانه فکر، له آبادۍ او راتلونکي سره د بې کچې مىنې له برکته په دغه سرحدي ولاىت کې سل زره نجونې ښوونځىو ته ځي. د دغه سرحدي ولاىت په سرحدي ولسوالۍ (علىشرو) کې د ښځىنه زده کوونکو شمېر د هلکانو دوه برابره دى. د دغه ويښ، ځىرک، سوله خوښي او علم پروره ولس شتون، هلې ځلې، عالي او ملي افکار د آباد، سوکاله، پرمختللي او هوسا افغانستان روښانه انځور او زېرى دى.

امىرجان وحىد احمدزى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha