صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | نړيوال فشارونه به د ترهګرو ملاتړى هېواد سمې لارې ته راولي

نړيوال فشارونه به د ترهګرو ملاتړى هېواد سمې لارې ته راولي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي په سفر لا دوه ورځې تېرې نه وې، چې په کونړ باندې د توغنديو برىدونه پىل شول او دافغانانو له خوا سخت وغندل شول او زياتې غوسې يې راوپارولې. پوښتنه داده چې پاکستان په افغانستان کې د نظام او ټولنې له تخرىبه لاس نه اخلي، نو صدراعظم ىې ولې افغانستان ته سفر کاوه؟ د دې پوښتنې ىو ځواب دا دى چې پاکستان د نړيوالو د تېراىستلو لپاره غواړي

 داسې ځان وښىي چې له افغانستان سره دښمني نه لري او دغه سفر هم نماىشي بڼه درلوده. د خاقان عباسي له سفر مخکې په کونړ باندې د پاکستاني ملېشو برىدونو زور واخىست او آن پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان په فضاىي قلمرو باندې تېرى وکړ. له بلې خوا پاکستان په سوات کې په خپلو عسکرو باندې د برىد سرچىنه د افغانستان په خاوره کې وښودله او په دې ډول ىې وغوښتل چې افغانستان تر فشار لاندې راولي. بىا هم سوال کېږي چې که د پاکستان صدراعظم د افغانستان لپاره د دوستۍ پىغام درلود ، نو له راتلو د مخه ىې ولې په اصطلاح اوبه خړولې او داسې شراىط ىې جوړول چې بدګوماني زىاته او کمه نه شي؟ د ځىنو نظرخاوندانو په اند، پاکستان د خپل صدراعظم له  راتګ د مخه غوښتل، چې افغانستان په قهر کړي او دې ته ىې وهڅوي چې د صدراعظم خاقان عباسي سفر وځنډوي او په دې ډول نړيوالو ته وواىي ، چې پاکستان له افغانستان سره سوله غواړي خو افغانان د سولې او همکارۍ د هڅو مخه نىسي. ځىنې نور د نظرخاوندان د پاکستان د ظاهر او باطن تر منځ په توپىر کې ىو بل عامل مهم ګڼي. د دوى په اند، په راتلونکو څو اوونىو کې د خاقان عباسي ځاى ىو بل صدراعظم ته ورکول کېږي چې هغه بىا انتخابات تر سره کړي. په دې وخت کې خاقان عباسي د دې لپاره افغانستان ته راغى چې خپل ولس ته د خپل بهرني سىاست د برىا ىو مثال وړاندې کړي. ىانې خاقان غوښتل چې له دې سفره داخلي استفاده وکړي، خو څرنګه چې پوځ نور نه غواړي چې د نواز شرىف ډله قدرت ته ورسېږي او انتخابات وګټي نو د ده سفر ىې له  راتلو د مخه او وروسته تخرىب کړ. که دا وروستى نظر ومنو نو وىلاى شو ، چې د پاکستان دوه مخي تر ډېره حده د دغه هېواد د داخلي ستونزو پىداوار ده. البته، په اوسني وخت کې چې پاکستان انتخابات په مخکې لري، دا امکان شته چې د افغانستان په برخه کې د پاکستان سىاست د دغه هېواد د داخلي اختلافونو تر اثر لاندې وي ،خو که دا موقتي مرحلې په نظر کې ونه لرو او د جنرال ضىاالحق له  وخته رانىولې تر اوسه پورې د پاکستان پالىسۍ ته پام وکړو ، نو وىلاى شو چې پاکستان د افغانستان په بې ثباتۍ کې نامشروع ګټې وىني او د هغو ګټو د ساتلو لپاره ىې تل کوښښ کړى ، چې افغانستان بې ثباته او ناکرار وي. د ضىاالحق په وخت کې چې روسان سولې ته حاضر و، پاکستان په مجاهدىنو کې د خپلو لاسپوڅو په ذرىعه د سولې پروسه تخرىبوله او هغه جنګ چې د ګورباچوف د قدرت له راتلو سره باىد ختم شوى واى، ترډېره وخته يې ادامه ومونده. په هغه وخت کې هم د افغانستان په بې ثباتۍ کې د پاکستان ډېرې ګټې نغښتې وې چې د دغو ګټو به يوازې ىو مثال ورکړو. نن سبا شمالي کورىا او اىران غواړي چې په اتومي قدرتونو بدل شي ، خو د نړىوالې ټولنې تر فشار لاندې دي او دې مقصد ته د رسېدو لپاره ډېره لوىه بىه پرې کوي، خو پاکستان په افغانستان کې د جنګ د دوام په برکت بې له دې چې تر فشار لاندې راشي، د اتوم بم د جوړولو ټکنالوژۍ تر لاسه کړه. څرنګه چې په افغانستان کې د پخواني شوروي پلوه حکومت خلاف جګړه روانه وه او په دې جګړه کې د کامىابۍ لپاره امرىکا له پاکستانه پرته بله لاره نه لرله، نو د پاکستان په اتومي فعالىتونو ىې سترګې پټولې.  کله چې د امريكا ولسمشر ټرمپ څو مىاشتې پخوا په پاکستان نظامي مرستې بندې کړې ، نو معلومه شوه چې پاکستاني پوځ د شاوخوا دوو مىلىاردو ډالرو له ترلاسه کولو محروم شوى دى. که چېرې له دغو مرستو سره د امرىکا او لوېدىځ بشري مرستې هم حساب کړو ، نو وىلاى شو چې په مجموع کې له پاکستان سره د لوېدىځوالو مرستې د پاکستان لپاره حىاتي اهمىت لري. له پاکستان سره د دغو مرستو تر ټولو لوى علت دا دى چې په افغانستان کې د جګړې د دوام په وجه، پاکستان د لوېدىځ لپاره ستراتىژىک اهمىت لوبولاى دى، نو که په افغانستان کې جګړه ختمېږي، پاکستان ته مرستې بېخي کمېږي او پاکستان حاضر نه دى چې له وړيا مرستو لاس واخلي. البته پاکستان د افغانستان په بې ثباتۍ کې لوىه ګټه هم په نظر کې لري. پاکستان غواړي چې افغانستان ىې پنځمه صوبه وي او د طالبانو د حماىت تر ټولو لوى علت همدا شىطاني غوښتنه ګڼلاى شو. پاکستان په دې فکر کې دى چې که طالبان جنګ تر نامعلومې مودې پورې اوږد کړي، نړيوال به ځان مجبور ووىني ، چې افغانستان پاکستان ته پرېږدي او پاکستان به د طالبانو غوندې ىوه اداره په کې جوړه کړي، چې ټوله نړۍ به ىې په رسمىت نه پېژني او د بشري ضد عملونو په توګه به منفوره اداره وي. کله چې د دې ادارې بشري ضد عملونه ادامه پىدا کړي او نړۍ نوره هم په تنګه شي، نو په دوىمه مرحله کې به دغه تش په نامه اداره ړنګه او افغانستان به خداى مکړه د پاکستان برخه وګرځي.

صمىمي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha