صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | حكومت د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو رڼو او عادلانه ټاكنو ته ژمن دى

حكومت د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو رڼو او عادلانه ټاكنو ته ژمن دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په هېواد كې دولسي جرګې اود ولسواليو د شوراګانو دانتخاباتو لپاره دملي يووالي د حكومت او دانتخاباتو دخپلواك كمېسيون له لارې دچمتووالي ترڅنګ يې چارې هم په ښه توګه پرمخ روانې دي، دځينو مسئولينو له قوله ويل شويدي چې د راى وركوونكو دنوم ليكنې كتابونه دنړيوالو دونرانو په مرسته چاپ شوي او دټاكنو خپلواك كمېسيون ته سپارل شوي دي ،

همدا راز ويل شوي چې دنوم ثبتولو لړۍ  به دراى وركوونكو لپاره هم د روان لمرېز كال دوري مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه عملاً پيل شي ، البته د راى وركوونكو دنوم ليكنې لړۍ به لومړۍ دولايتونو له مركزونو څخه پيل او بيا به ولسواليو ته وغځول شي، ديادونې وړ ده چې ديادو انتخاباتو دښو ترسره كېدو په موخه لاهم دحكومت هڅې روانې دي. لكه څنګه چې په هېواد كې د ډله ييزو خپرندويو سرچينو په حواله ويل شوي چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمداشرف غني دروان لمريز كل دوري مياشتې په شپاړسمه نېټه دسياسي ګوندونو له يوشمېر مشرانو او استازو سره په كتنه كې دهېواد پر ملي مسايلو په ځانګړې ډول پرټاكنو خبرې كړيدي . دغه غونډه چې دارګ په ګلخانې ماڼۍ كې جوړه شوې وه دسياسي ګوندونو مشرانو او استازو په ټاكلي وخت دولسي جرګې او دولسواليو د شوراګانو د ټاكنو ترسره كول ، له ټاكنو څخه هراړخيزه څارنه، دهېواد ټولو اتباعو ته دراى وركولو دزمينې برابرول ، په پراخه توګه دراى وركولو د مركزونو پرانيستل او دټاكنو اړوند ځينې نورحقوقي مسايل له جمهور رييس سره شريك كړيدي ،دوي ويلي چې دغه وړانديزونه له شلو څخه زياتو سياسي ګوندونو اوجريانونو په تفاهم او اتفاق مطرح كړيدي چې له حكومت سره شريك شول ، ولسمشر دسياسي ګوندونو اوجريانونو دوړانديز له اورېدو هركلى كړى اوويلي يې دي چې دايو تاريخي او گټور ګام دى چې دافغانستان سياسي ګوندونه په اتفاق اوتفاهم پرمهمو ملي مسايلو بحث كوي، رڼې سرتاسري اوعادلانه ټاكنې دافغانستان دخلكو غوښتنه ده او مننه كوم چې سياسي ګوندونه دتفاهم په فضا كې  پرې بحث كوي اوخپل وړانديزونه له حكومت سره شريكوي. جمهور رييس په ملي مسايلو كې دسياسي ګوندونو اوحكومت تفاهم يو اساسي هدف بللي او دايې دټاكنو د ترسره كېدوله بهير څخه په څارنه كې گټور ګڼلى اوله سياسي ګوندونو اوخلكو يې غوښتې چې په كې ونډه واخلي جمهور رييس داهم ويلي دي: څرنګه چې سياسي ګوندونو ته په ټاكنو كې ځنډ د منلووړ نه دى، حكومت اوخلكو ته هم دمنلو وړ نه دى اوبايد چې ټاكنې په خپل وخت وشي .همدا راز له دې مخكې هم دټاكنو خپلواك كمېسيون پر استقلاليت ټينګار كړى اوويلى يې دي چې هېچاته به دټاكنو په ملي پروسه كې دمداخلې فرصت ورنه كړاى شي موږ په ټاكلي وخت دټاكنو كولو ته ژمن يو اوهمدارنګه له دغه بهير څخه هراړخيز ملاتړ كوو. نو هيله من يو، چې دولسي جرګې او د ولسواليو دشوراګانو انتخابات په ټاكلى وخت او دټولو افغانانو په پراخ ګډون دبشپړ امنيت په فضا كې ترسره شي ترهغه چې په ټوليزه توګه راى وركوونكي و كړاى شي دخپلې خوښې وړ نوماند ته رايه وركړي ترڅو په راتلونكي كې دخلكو واقعي او رښتيني استازي ولسي جرګې اوهم دولسواليو شوراګانو ته لاره ومومي اوپه دې توګه دغه دملت استازي و كړاى شي چې ددولت اوملت ترمنځ د بله حيثيت غوره كړي او دخلكو ستونزې اوغوښتنې حكومتي چارواكو ته ورسوي ترهغو چې دحل لپاره يې په مناسبو وختونو كې دمسوولو مراجعو له لوري لازم اقدامات وشي او په پايله كې ددولت اوملت ترمنځ دهراړخيز باور فضا لا پياوړى او اړيكې يې له پخوا لاښې ټينګې شي ترڅو په دې توګه دولت اوملت په ګډه و كړاى شي چې دهېواد په آبادۍ اوپرمختګ كې رغنده ګامونه اوچت كړي.

شامحمود دروېش

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha