صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | ټاپي پروژه د سيمې د هېوادونو پر امنيتي او اقتصادي وضعيت مثبته اغېزه لري

ټاپي پروژه د سيمې د هېوادونو پر امنيتي او اقتصادي وضعيت مثبته اغېزه لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دهرات ولايت خلكو نوى كال په داسې حال كې ولمانځه چې دټاپي پروژې كار پيل شو . ټاپي پروژه چې دهرات، فراه ، نيمروز ، هلمند اوكندهارله ولايتونو تېرېږي، په دغو ولايتونو كې خلكو نوى كال هم په خوښۍ سره پيل او دټاپي پروژه يې دټولو افغانانو لپاره يوه گټوره اقتصادي پروژه وگڼله.

د هېواد ورځپاڼې خبريال  دټاپي پروژې په اړه دافغانستان دعلومو اكاډمۍ دملي اقتصاد د انستيتوت له آمر ښاغلي شېر علي ((تزري)) سره مركه كړې چې خپريږي.

 پوښتنه: دهرات خلكو نوى كال په داسې حال كې ولمانځه چې دټاپي پروژه پرانيستل شوې ده تاسې د ټاپي پروژې اقتصادي ارزښت څنګه ارزوئ؟.

ځواب: ټاپي يوه له هغو لويو پروژو څخه ده چې دافغانستان خلك ددغسې بنسټيزو اقتصادي پروژو پرانيستلو ته تږي دي.

د ټاپي دګازو دلېږد پروژه كولى شي زموږ هېوادوال ډاډمنې راتلونكې ته هيله من كړي. دخلكو لومړنۍ هيله دكارموندنې لپاره ده  ، اوس هېوادوال دكارپه برخه كې له ستونزو سره مخ دي، دخلكو دويمه هيله دامنيت خوندي كول دي ، داځكه چې افغانستان اوپاكستان تل له امنيتي پلوه ستونزې لري په  ټاپي پروژه كې يې ګټې پرتې دي. زه باور لرم چې دافغانستان اوپاكستان خلكو او وسله والو طالبانو هم له ټاپي پروژې خپل ملاتړ څرګند كړى دى، آن تردې چې طالبانو ويلي د ټاپي پروژې په امنيت كې به برخه واخلو. ددې خبرې مانا داده چې ټول خلك په يوه غږ د ټاپي پروژې د مثبتو پايلو په تمه دي. موږ هيله لرو چې دغه پروژه دسولې اوثبات د راوستو لپاره تړلې دروازې پرانيزي.دغه پروژه دهېواد له څو ولايتونو څخه تېرېږي او دخلكو داقتصاد په ښه والي ،دامنيت په خوندي كولو اوهمدارنګه دكارموندنې په برخه كې ښه او اغېزمن رول لوبولى شي.

 پوښتنه: د ټاپي پروژې په بشپړېدو سره څومره عايد ترلاسه كېداى شي او هم خلك  له څومره ګازو دگټې  اخيستو حق لري؟

 ځواب: د ټاپي پروژې اقتصادي ارزښت اوعوايد د وړاندوينې په حالت كې دي .كېداى شي له دغې پروژې ډېر عوايد ترلاسه شي  دغه راز يې ارزښت او گټور توب له بېلابېلو اړخونو ارزوو ، يوازې دحق العبور له پلوه وړاندوينه كېږي، چې هركال له څلورسوو ترپنځو سوو ميليونو ډالرو عايد افغانستان ته راتلاى شي. اوس دانه ده څرګنده چې په ټاپي پروژه كې به څومره كسان دكارموندنې په بهير كې شامل شي او څومره ګټه به ولري او همدا راز بازارونه به څومره پرمختګ وكړاى شي ، خو كرنيز محصولات به ښه وپلورل شي او له ګازو به هم خلك گټه پورته كړاى شي .همدارنګه دخلكو په ژوند كې به ښه والى اومثبت بدلون راشي . شونې ده چې د ټاپي پروژې په اوږدوكې داسې فابريكې جوړې شي ، چې د ګازو په واسطه وچلېږي . داهم كېداى شي چې دافغانستان ګاز راوسپړل شي او د ټاپي پروژې له پايپلاين  څخه په ګټې اخيستنې سره دافغانستان ګاز نورو هېوادونو ته ولېږدول شي .موږ هم د ګازوكانونه لرو او د ټاپي پروژې له اسانتياوو اوامكاناتو دخپل ګاز دليږد لپاره كاراخيستلى شو. ددې خبرې مانا داده چې اوس د ټاپي پروژې دقيقه او كره احصايه برابرول ستونزمنه مسئله ده، خو موږ له نورو سرچينو كولى شو ټاپي پروژې ته نظر واچوو اوهيله من به
واوسو، چې دافغانستان لپاره به ښه عوايد ترلاسه شي.

 پوښتنه: د ټاپي پروژې بشپړېدل به دخلكو په ژوند كې څه بدلون راولي؟

ځواب: په افغانستان كې زموږ اساسي مشكل امنيتي ستونزه ده ،كله چې په يوه سيمه كې امنيت ښه كېږي ، اقتصادي وضع هم ښه كېداى شي، نو دكارموندنې بهير غښتلى كېږي اوهېوادوال دكاركولو له لارې ځانونو ته ډوډۍ پيدا كولى شي. موږ بايد خپلو  هېوادوالو ته د كارپيدا كولو بهير غښتلى كړو. سربېره پردې هغه خلك چې په كليو او بانډوكې ژوند كوي ، د ټاپي پروژې په اوږدوكې ورته دكارزمينه برابرېږي اوهم دسون له عصري موادو څخه چې همدغه ګاز دى چې كولى شي ګټه پورته كړي. ددغو اسانتياوو ترڅنگ د ټاپي پروژه دافغانستان دعمومي اقتصادي وضعيت په ښه كولو كې يوه گټوره پروژه ده. د ټاپي پروژې په رامنځته كېدو لكه مخكې مې چې وويل امنيتي وضعيت ښه كېداى شي، نو ټاپي يوه ملي پروژه ده  او ټول هېوادوال بايد له هغې ملاتړ وكړي. 

محبوب _ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha