صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | په تېرو څو کلونو کې د اوسني نظام اقتصادي ګامونه د ستايلو وړ دي

په تېرو څو کلونو کې د اوسني نظام اقتصادي ګامونه د ستايلو وړ دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په ځان بسياينه او اقتصادي ځواکمنتيا د هر هېواد لپاره حياتي ارزښت لري، په اوسنۍ نړۍ کې سياسي معادلات اکثره د يو هېواد داقتصادي پرمختګ له مخې ټاکل کېږي، په دې مانا، هر څومره چې يو هېواد په اقتصادي لحاظ پياوړى وي، په هماغه اندازه يې په نړيوال سياست کې اغېزه هم زياته وي. اقتصادي پرمختيا د بېلابېلو شاخصونو له مخې سنجول کېږي لکه:

 د بېکارۍ ټيټ ګراف، د سرانه توليد لوړوالى، تعليم او تربيې او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى، د مور او ماشوم د مړينې کمښت، د معلولينو، متقاعدينو او بې وزلو وګړو ژوند ته پاملرنه او داسې نورې برخې دي، چې لوړ ګراف يې د اقتصادي ودې زيرى راکوي او برعکس که پورته شاخصونه مخ په ځوړ روان وي؛ نو ويلى شو ، چې اقتصادي وده له خنډونو سره مخ ده. دلته د اقتصادي پياوړتيا په لاره کې ددولت، ملت او پانګه والو مسووليتونو ته لنډه کتنه كوو.

1- د دولت مسووليتونه: که څه هم دولت د اقتصادي پرمختيا عامل نه؛ بلکې د آسانتياوو رامنځته کوونکى دی، خو د دې تسهيلاتو رامنځته کول په خپله ستر مسووليتونه دي، چې د اقتصادي پرمختيا په لاره کې د دولت په اوږه پراته دي، دولت بايد هغه ټول امکانات برابر کړي، چې اقتصادي وده تامينوي، لکه د انرژۍ توليد، د ترانزيټ او لويو لارو رغول، د ريلوې پټلۍ جوړول، د اقتصادي بندرونو پرانيستنه، د پانګوالو د امنيت ساتنه، د پانګوالو جذب، په هېواد او سيمه کې د اقتصادي فرصتونو تشخيص،  له نورو هېوادونو سره د ګټورو هوکړه ليکونو لاسليکول او داسې نور. که وګورو په پورتنيو برخو کې څو موارد، لکه د چابهار بندر فعالېدل، د آقينې د ريل پټلۍ پرانيسته، د سلما بند پرانيسته، د ټاپي پروژې او داسې نورو پرانيستل د روښانه اقتصادي راتلونکې زيري بللى شو، ددې تر څنګ د ولسمشر غني ځينې نور ګامونه هم د ستايلو وړ دي، چې د تېر کال په انکشافي بودجه کې د ۲۲ برېښنايي بندونو رغول، د ريلوې او سترو لارو د رغونې طرحې، د کورني اقتصاد د پياوړتيا لپاره د کرنې وزارت په پاليسۍ کې بنسټيز بدلونونه او ځينې نورې اقتصادي برنامې چې تر اوسه تر کار لاندې دي يادولى شو؛ خو ځينې مسايل شته چې دولت بايد جدي پاملرنه ورته وکړي، تر اوسه د افغانستان فضا د سترو پانګوالو لپاره د ډاډ وړ نده، دولت بايد خپل ټول امکانات په کار واچوي، چې په هېواد کې تلپاتې سوله تامين شي. د دې تر څنګ واړه پانګوال هم د ترور، تهديد او اختطاف له ګواښونو سره مخ دي، چې په دې برخه کې دولت بايد يوه پرېکنده، رڼه او په چټکۍ پلې کېدونکې پاليسي غوره کړي، تر څو پانګوال په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

2- د ولس مسووليتونه: داچې اقتصادي وده او تنزيل مستقيماً پر ولس اغېزه لري، د خپل هېواد داقتصادي دريځ پياوړتيا هم په ولس پورې اړه لري، ولس دا مسووليت لري، چې په لاندې ډول اشاره ورته کېږي.

الف - هره اقتصادي پروژه خپله ګڼل: ولس بايد د خپل هېواد د هرې زيربنا يي پرې پر وړاندې دومره حساس وي، لکه د خپل کور او شخصي مال پر وړاندې، که واقعيت ووايو د زېربنايي پروژو اصلي ساتونکي همدا خلک دي، د نړۍ په هېڅ ګوټ کې حکومتونو په خپلو سرکونو، پلچکونو، ښوونځيو او بندونو عسکر نه دي درولي، که چېرته د اړتيا احساس شي، په هره زېربنايي پروژه دې پيره داران وګومارل شي؛ نو دا په دې مانا ده چې ولس داسې څه ته اړتيا نه لري، موږ وينو چې د بېلابېلو سيمو خلک له دولت څخه په ټينګار او جديت د اقتصادي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي، که چېرته دا جديت ۲۰ سلنه د تخريبوونکو پر وړاندې وکارول شي، هېڅوک به زموږ د زيربناوو د تخريب هڅه ونه کړي.

ب- مالياتي مقرراتو ته درناوى کول: لکه څنګه چې ګورو زموږ په هېواد کې دولت ته ماليه ورکول، يو ډول نا آشنا پديده ښکاري؛ خو که نورې نړۍ ته وګورو له مالياتو تيښته ناوړه کار بلل کېږي او عاملين يې د قانوني جزا تر څنګ د ولس له سختې کرکې سره مخ کېږي. ولس بايد دولت ته د ماليې په ورکړه کې هېڅ شکايت ونه لري، همداسې دولت هم بايد ولس ته د دې ستر امانت د پرځای مصرف ډاډ ورکړي.

ج- ملي توليدات خپل ګڼل: ولس مسووليت لري، چې خپلو ملي توليداتو ته په هر حال کې پاملرنه وکړي، خلک بايد تر اعظمي حده هڅه وکړي، چې خپل توليدات مصرف کړي او تر څنګ يې هر افغان بايد د دې ډول ذهنيت لپاره په کور او ټولنه کې تبليغات وکړي.

د- په خپلو پيسو راکړه ورکړه: له بده مرغه زموږ په هېواد کې اکثره خلک بې له دې چې پوه شي، ملي اقتصاد ته زيان اړوي، چې د نورو پولي واحدونو کارول يې مهم موارد  دي، ولس بايد په راکړه ورکړه کې تل خپلې پيسې وکاروي، تر څو د پولې ثبات زيانمن نه شي.

د پانګوونکو مسووليتونه:

الف- د ولس اعتماد لاسته راوړل: پانګوال بايد هېڅکله داسې څه ونه کړي، چې ولس پرې بدګومانه شي او هغوی ته يوازې د پيسو د تروړونکو او سودجويه پاړکي په سترګه وګوري.

ب- د توليداتو کيفيت: پانګوال بايد د خپلو توليداتو کيفيت ته جدي پاملرنه وکړي، دا سمه ده ولس اخلاقي مسووليت لري، چې خپل توليدات مصرف کړي؛ خو دا يوازې د ولس مسووليت نه دى، پانګوال هم بايد داسې څه وړاندې کړي، چې خلک ورپورې زړه وتړلى شي.

ج- مشتري ته ريښتيا ويل: پانګوال بايد د خپلو توليداتو په اړه ولس ته ريښتيا ووايي، په دې مانا چې زهر پرې د آب حيات په نوم ونه پلوري، اوسمهال اکثره سوداګريز اعلانونه چې ګورو تجاران په کې ريښتيا نه وايي، د مثال په توګه د انرژيو او نوشابو باب او د ارايش دتوکو په هکله د دوی تبليغات کاملاً ناسم  دي، دوی بايد د خپل تجارت لپاره د عامو وګړو روغتيا ته زيان وانه ړوي.

وړانديزونه:

1- دولت بايد اقتصاد د سياست قرباني نه کړي، باالخصوص په سکتوري وزارتونو کې بايد داسې خلک په کار وګومارل شي، چې سياست يې يوازې انکشافي پرمختيا وي، نه سياسي سليقې.

 2 ـ قضايه قوه بايد اقتصادي حقوقي قضيې کاملاً عادلانه اوپه بې پرې ډول وڅېړي، که د اقتصادي قضاياوو لپاره ځانګړې محکمه رامنځته شي لا به ښه وي.

3- افغان دولت بايد په سيمه کې اقتصادي سياست لاوغړوي او دا سياست بايد له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي ګټو پر اساس بنا وي.

4- د صنعت د پياوړتيا لپاره بايد څېړ نيزې اکاډمۍ رامنځته شي، چې اقتصادي فرصتونه تشخيص او عملي طرحې توليد کړي.

5- دولت بايد هغو اشخاصو ته چې گټورې او واقعبينانه اقتصادي طرحې لري، د قرضو سيستم ايجاد کړي، څو توليد او صنعت عام شي.

احمدزى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha