صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | منظور پشتين ، د پښتون تراژيدۍ روايتګر

منظور پشتين ، د پښتون تراژيدۍ روايتګر

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

کله چې موږ د انقلاب او ولسي پاڅون په اړه غږيږو ، د کلک هوډ لرونکو، يو موټى او پارېدلو خلکو لوى صفونه مو تر سترګو کېږي. پاڅونوال له ولسه راوتلي وي او په انقلاب کې همدا ولس دى که په هر باور وي جنګېږي، ټپيان کېږي،

وژل کېږي او زندانونو ته ځي،  ځکه د هر انقلابي حرکت او پاڅون شاته ګڼ دلايل لکه اقتصادي، سياسي، ټولنيز، ايډيالوژيک او نور موجود وي. په پاڅون کې موږ د سياسي ګوندونو او سياسي مشرانو ترمنځ د رقابت او همکارۍ، کمزورتيا، ټوټه کېدو او د حاکم قدرت د وار پار له خطا کېدو سره مخ کېداى شو، چې نه پوهېږي له پاڅون سره څه ډول چلند وکړي،  خو يوه خبره د دوى ترمنځ شريکه وي، هغه دا چې د حکومت په شمول ټول پخواني سياسي او ټولنيز جوړښتونه پوهېږي، چې له لوى چلنج سره مخ دي او ځانونه بې وسه او بې اهميته ګڼي.

خلک په هسې تشو خبرو خپل ژوند، کورنۍ او نږدې کسان په هوايي خبرو خطر ته نه غورځوي، ځکه په پاکستان غوندې هېواد کې هر ډول مبارزه زيات خطرونه لري. پاڅونوال تر هر څه زيات اميد او ارمان ته اړتيا لري او له همدغه ارمان سره د دوى کلک تعهد دوى سره لا نږدې کوي او وېره يې ختمېږي. ځينې په دې باور دي، چې يو انقلاب ناڅاپه رامنځته کېږي او د انقلاب لپاره کومو پلانونو جوړولو ته اړتيا نه وي، دا وينا د نقد وړ ده، خو لا هم قوي خبره ده.

د منظور پشتين او د هغه د ملګرو ويناوې اورم او په جلسو کې يې د خلکو اشتراك وينم، دوى په هره جلسه او غونډه کې خلکو ته د هغه جهنم كيسې کوي ،چې ناستو خلکو ټولو تجربه کړي دي، دوى د هغو ظلمونو او تحقير او توهين كيسې کوي، چې هر يو يې له پاکستاني پوځيانو او چارواکو سره د مخامخېدو پر مهال احساس کړي دي،  خو فرق دا راغلى چې پخوا دا ظلمونه دوى د تقدير برخه ګڼل ،خو اوس ورته پاڅونوال وايي چې په دې کې تقدير مقصر نه دى، رياست ملامت دى. دوى د يو ساده کليوال چوپان کيسه رااخلي ،چې د پلار او مور يو زوى و او پاکستاني پوځيانو په څومره بې رحمۍ وواژه، دوى په پاټکونو کې د شناخت کارټ د نه لرلو په جرم د پښتنو د ښکته کولو او بيا رټلو كيسې کوي، دوى د پاکستان د پوځ هغه ظلمونه بيانوي، چې اول يې تاجيک، ازبيک او چيچن جنګيالي ورته راوستل او بيا يې په همدغو جنګياليو د دوى مشران ووژل او د هغو د وژلو په تور يې بيا کلي ور وران کړل، دوى د خپلو ډکو کورونو د پرېښودو، پنجاب او سند ته د مهاجرت او هلته د ځايي خلکو او پوليسو د توپيري چلند كيسې کوي، دوى د خپل مات شوي غرور او عظمت كيسې کوي او دا كيسې په ډېر هنر او د خلکو په ژبه بيانوي، تاريخي پېښو، تاريخي شخصيتونو، ګډ سرنوشت او له خپل راتلونکي سره يې په منطقي ډول نښلوي. دا روايتونه او كيسې چې څومره کېږي، هغومره ورسره خلک مشترک احساس پيدا کوي او د پاڅون د مشرانو په څېرو کې خپل نجات او هغه راتلونکى ارماني ژوند ګوري، چې په اوسني جهنمي حالت کې يې تصور هم نشي کولى، خو د همدغسې آزاد ژوند تصور ورته د پاڅون مشران ورکوي او د دغه تصور او ارمان لپاره حاضر دي چې هر ډول چلنجونه ومني او په غونډو کې يې برخه واخلي او ملاتړ يې وکړي منظور پشتين د پښتون تراژيدۍ هغه روايتګر دى، چې تر دې مهاله هېچا د دغسې روايت هڅه نه ده کړې او يوازې شاعرانو دا ظلمونه په سمبوليکه ژبه بيانول، ځکه په استبداد کې شاعري او هنر يوازنۍ ژبه ده چې د سانسور له وجې خلک په کې خپل فکر او نظر بيانوي. د پاکستاني پوځ او ادارو په اړه ملايانو دومره روايتونه او ديني توجيهات راوړي، چې د تقدس تر بريده يې رسولي دي او په هېچا کې دا جرئت نه و، چې په اړه يې غلط تصور او يا شک وکړي. پاکستان داسې يو هېواد دى چې تاريخ يې ټول په درواغو جوړ دى او حتا له درواغو ديني روايتونه راباسي چې خپل کړه وړه ورباندې توجيه کړي او له ريښتيا ويلو سخته وېره لري، ځکه په ريښتيا ويلو سره يې ټول تاريخ، ادارې او ايډيالوژي، تر سوال لاندې راځي او په دروغو يې چې د خلکو په منځ کې کوم ارزښت پيدا کړى ، د هر روايت په کولو يې له لاسه ورکوي او جوړ کړى توهم او طلسم يې ورسره ماتېږي، نو منظور پشتين هم د پاکستان دغه ژوبله ګوته کلکه نيولې او دا څوارلس کاله چې په قبايلي علاقو څه تېر شوي، ټول په ډېر زېر او زبر خلکو ته بيانوي او له هر بيان سره يې د پاکستاني ايډيالوژۍ توهم ماتېږي او په خلکو کې وېره ختمېږي او د پاکستان هغه عظمت او لوړوالى چې د پښتنو په منځ کې په ډېرو پيسو او د ملايانو په زور جوړ شوى و، هره ورځ نړېږي په آخر کې د پښتون لانګ مارچ ملګرو ته د ساموئل بکټ دا وينا راوړم چې وايي: (( هر څومره دې چې هڅه وکړه او هر څومره ماتې دې چې وخوړلې، جدي يې مه نيسه، بيا هم هڅه وکړه، بيا هم ماته وخوره او دا ځل سمه ماته خوره، خو کينه مه!.))

خوشال خليل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha