صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | پرخپل وخت رڼې عادلانه او آزادې ټاكنې د خلكو ستره غوښتنه ده

پرخپل وخت رڼې عادلانه او آزادې ټاكنې د خلكو ستره غوښتنه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

ددې له پاره چې دافغانانو د يوې سترې غوښتنې په توګه په هېواد كې د ولسي او وګړني ديموكرات نظام لوړ ارزښتونه پرځلېدو راشي اوپه رڼا كې يې دخلكو او ولسونو په خوښې د حكومت كولو له پاره زمينه برابره شي او په پايله كې يې په هېواد كې دقانون دپوره واكمنۍ دټينګېدو پرمټ د عدالت دتامين ستنې پياوړې شي اوهم په هېواد كې دملوك الطوايفي ،

دقدرت دګدۍ او پيسو دلېونيانو، ټوپكيانو، جنګسالارانو، قوماندانسالارانو، بلواګرو، غاصبانو، لوټمارانو اونورو  زورواكانو د زور آزموينې ،قوم پالنې ، نژاد پالنې ، نفاق اچونې او د هغوى د نورو اسلامي ضد، انساني ضد او ترقي ضد عملونو د ترسره كولو ډېر ناوړه پلانونه اوشومې موخې بيخې شنډې او ناكامې اود هغوى پرخوب اوخيال بدلې شي اوله خاورو سره خاورې شي، نو يادو واقعيتونو ته په پام سره دخلكو ديوې ډېرې سترې اومهمې اړتيا په توګه بايد هرڅومره چې ژر كېږي، په هېواد كې ددغه ډول خپلسرو، ناړامو او قانون ماتوونكو عناصرو ،بدماشانو اوځان پالونكو بلواګرو د ناوړو اوشومو غوښتنو پرخلاف پرخلكو د حكومت كولو لوړ ديموكراتيك هدف ته درسېدلو له پاره د ۱۳۹۷  لمريز كال دچنګاښ په مياشت كې پرخپل ټاكلي وخت په هېواد كې د ملي شورا، د ولسواليو د شوراګانو او دغه راز په ۱۳۹۸ لمريز كال كې د جمهوري رياست د ټاكنو له پاره لاره اواره شي اوله دې لارې د هېواد د خلكو د يوې سترې ملي وثيقې په توګه د افغانستان د اساسي قانون د ۸۱ يمې مادې د حكم له مخې پرخپل وخت دټاكنو دترسره كولو په اړه د خلكو غوښتنو ته د عمل جامه ورواغوستله شي اوپه دې برخه كې  دټاكنو پرسر روانو ناندريو ته د پاى ټكى كېښودل شي، لكه چې د افغانستان جمهور رييس محمداشرف غني هم د تاريخ په دغې حساسې او مهمې مقطع كې د افغانانو د يوې سترې غوښتنې په توګه په هېواد كې پرخپل وخت د يادو ټاكنو د ترسره كولو ډېر اهميت ته په كتو تېره اوونۍ د هېواد د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اتم كاري كال  په پرانيستغونده كې يادو ټكو ته ګوته ونيوله اوپه كلكه يې دا ژمنه وكړه چې د خپلو خلكو د يوې سترې غوښتنې په توګه به پرخپل وخت د ټاكنو د سرته رسولو له پاره له خپل ټول زور او ځواك څخه كار واخلي، د امنيت اودغه رازد مالي اولوژستيكي امكاناتو له پلوه به د ټاكنو د خپلواك كمېسيون ټولې ستونزې اوارې كړي اوهم به ورسره جوخت د سياسيونو، زورواكانو، بلواګرو ، بدماشانو اونورو خپلسرو عناصرو په ګډون هېچاته دا اجازه ورنه كړي چې د ځان اويا د خپلې خوښې نوماند په گټه او يا د ټاكنو د خپلواك كمېسيون له كوم غړي اويا د حكومت له كوم لوړ پوړي چارواكى سره د ناوړو معاملو، جوړښتونو او سازشونو له مخې د ټاكنو په چاروكې لاسوهنې وكړي او د تېر په ځېر ټاكنې له زياتو پوښتنو سره مخ كړي، او پرټاكنو د څارنې له پاره د ملي، سيمه ييزو او نړيوالو بنسټونو ، سازمانونو اومدني ټولنو، رسنيو او خلكو نيوكې راوپاروي، بلكې د ټاكنو په اړه به دنافذو قوانينو دغه ډول سرغړوونكي او قانون ماتوونكي عناصر ژر تر ژره په نښه شي او د قانون ماتوونكو په توګه به له هغوي سره له سخت قانوني چلن څخه كار واخيستل شي.دټاكنو پرمهال به د خپلو دغه ډول غيرقانوني عملونو او سرغړونو په تور پرخپلې سختې جزا ورسېږي چې په پايله كې به افغان حكومت نه يوازې د نړيوالې ټولنې، بلكې د خپلو هغو خلكو زړونه او باور هم راخپل كړي چې له دې څخه وړاندې يې دجمهوري رياست اوملي شورا د تېرو وختونو د ټاكنو پرمهال دزياتو درغليو له امله بايللي وو. د تېرو ټاكنو د عيني شاهدانو له قوله دجمهورى رياست او ملي شوراګانو يادو ټاكنو ته آن ځينو نوماندانو زياتې جعلي راى پاڼې په پاكستان كې چاپ كړې وې او واردمخه يې درايو اچولو صندوقوته اچولې وې اوهغه يې پرې ډك كړي وو.

دسياسي چارو د شنونكو په آند كه چېرې پرخپل وخت په هېواد كې درڼو، عادلانه او آزادو ټاكنو د سرته رسولو له پاره دحكومت او د ټاكنو د خپلواك كمېسيون شويو ژمنوته دعمل جامه ورواغوستل شي،نوبيا پردې باور دى چې د خلكو اونورو بې پرې بنسټونو باور به راخپل كړي او د نظام جوړونې او وطن جوړونې له پاره به له خپل دولت اوحكومت سره د مرستې په برخه كې له هېڅ راز سرښندنو او له ځانه تېرېدنو ډډه ونه كړي او د ولسواكۍ د يوې سترې لاسته راوړنې په توګه به دټاكنو په څېر د لوړو اوملي ارزښتونو د تحقق په اړه خپلې هڅې د پوره برياليتوب تربريده ورسوي اوپه دې لاره كې به دخنډونو داچولو له پاره د دښمنانو شومې توطئې بيخې شنډې اوناكامې كړي اوله دې لارې به خپل هېواد او خلكو ته رښتينې خدمتګاران د ملي شورا اودغه راز د جمهوري رياست د مهمو څوكيو نيولو ته لاره پيدا كړي.

شاولي قرار

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha